slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

شمالي كوريا بله توغندويي ازموينه وكړه

توسط - شمالي كوريا بله توغندويي ازموينه وكړه

د جنوبي كوريا پوځ اعلان كړى، چې شمالي كوريا نن سهار دوه نوي توغندي توغولي دي. د جنوبي كوريا رسمي خبري اژانس راپور وركړى، چې تراوسه د دې توغنديو نوعيت معلوم نه دى. دغه توغندي په داسې حال كې ازمويل شوي، چې شمالي كوريا د دوشنبې په ورځ وويل، غواړي له امريكا سره مذاكرات د روانې سپټمبر مياشتې په وروستيو كې بېرته پيل كړي. دا د...

slideshow, فوټبال

افغانستان د فوټبال په لوبه كې نن شپه له بنګله دېش سره مخ كېږي

توسط - افغانستان د فوټبال په لوبه كې نن شپه له بنګله دېش سره مخ كېږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن شپه د ۲۰۲۲م ميلادي كال نړيوال او د ۲۰۲۳م كال اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې خپله دوهمه لوبه د بنګله دېش د لوبډلې په وړاندې ترسره كړي. دا لوبه به د افغانستان په كوربه توب د تاجكستان د پايتخت دوشنبې ښار په مركزي لوبغالي كې ترسره شي. افغان لوبډلې په يادو سياليو كې خپله...

slideshow, كورني خبرونه

ټرمپ د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ختمې اعلان كړې

توسط - ټرمپ د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ختمې اعلان كړې

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې ختمې شوي او امريكايي پوځ په افغانستان كې د ترهګرو په ضد خپل بريدونه زيات كړي دي. ده د دوشنبې په مازديګر په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته وويل، له افغانستانه د امريكايي ځواكونو د وتلو او له طالبانو سره د سولې هوكړې ته د رسېدلو لپاره اوږد مهاله هڅې لغوه...

slideshow, كورني خبرونه

په بغلان كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په بغلان كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بغلان كې د امنيتي ځواكونو د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې د يوه قوماندان په ګډون ۴۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دا عمليات تېره ورځ له غرمې وروسته ترسره شول، چې په پايله كې يې زياتې سيمې د طالبانو له شتونه پاكې شوې او د نوي او زاړه بغلان ترمنځ لاره...

slideshow, كركټ

افغانستان د كركټ په ټېسټ لوبه كې بنګله دېش ته ستره ماتې وركړه

توسط - افغانستان د كركټ په ټېسټ لوبه كې بنګله دېش ته ستره ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ د بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلې ته په ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه كې په ۲۲۴ منډو ماتې وركړه. دا لوبه په بنګله دېش كې ترسره شوه او نن يې د وروستۍ ورځې په وروستيو شېبو كې افغان لوبډلې بريا خپله كړه. افغان لوبغاړو په لومړۍ پاڼۍ كې ۳۴۲ او په دوهمې پاڼۍ كې...

slideshow, كورني خبرونه

په ميدان وردګ كې په هوايي بريد كې اووه ملكي وګړي وژل شوي

توسط - په ميدان وردګ كې په هوايي بريد كې اووه ملكي وګړي وژل شوي

ځايي اوسېدونكي وايي، د ميدان وردګ د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي سيمه كې تېره شپه بې پيلوټه الوتكې د ملكي وګړو پر سراچه ډوله موټر بريد كړى او اووه كسان يې وژلي دي. دوى زياتوي، وژل شوي كسان ټول ملكي وګړي او څلور يې د يوې كورنۍ غړي وو. د ميدان وردګ د والي وياند محب الله شريفزي له كليد سره په خبرو كې...

slideshow, كورني خبرونه

د مسعود پلويانو د كابل ګارنيزيون يو سرتېرى وواژه

توسط - د مسعود پلويانو د كابل ګارنيزيون يو سرتېرى وواژه

د احمدشاه مسعود وسلې لرونكو پلويانو د كابل ګارنيزيون يو سرتېرى په ډزو وژلى دى. د كورنيو چارو وزارت وايي، دا سرتېرى محمد نور نومېده او د كابل ښار په ټرافيك څلور لارې كې وژل شوى دى. د دې وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې د يادې پېښې په تړاو شپږ نامسووله وسله وال كسان د امنيتي ځواكونو له لوري نيول...

slideshow, كورني خبرونه

نامعلومو وسله والو په ننګرهار كې يو كس وژلى

توسط - نامعلومو وسله والو په ننګرهار كې يو كس وژلى

نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې يو تن په ډزو وواژه. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ بجې نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د اېمل په نوم يو تن، چې د ننګرهار په ګمرک کې کمېشنکار و، په...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل ښار كې چاودنې درې ملكي وګړي ټپيان كړل

توسط - په كابل ښار كې چاودنې درې ملكي وګړي ټپيان كړل

د كابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د سړك غاړې ماين چاودنې درې ملكي وګړي ټپيان كړي دي. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، دا چاودنه نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې او پنځه دقيقې شوې ده. هغه زياته كړه، د يادو كسانو ټپونه سطحي دي. د دې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.  ...

slideshow, كورني خبرونه

د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ۱۸مه كليزه ونمانځل شوه

توسط - د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ۱۸مه كليزه ونمانځل شوه

د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ۱۸مه كليزه نن سهار په کابل ښار کې د مسعود په څلورلارې کې د هغه پر څلي د ګلونو ګېډۍ په اېښودو سره ونمانځل شوه. د اجرائيه رياست د خبرپاڼې له مخې، د ګلونو ګېډۍ د اېښودو په مراسمو كې د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد، د مشرانو جرګې...