slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

امريكا د القاعده شبكې د درېيو غړو پر سر ۱۵ ميليون ډالره جايزه اعلان كړه

توسط - امريكا د القاعده شبكې د درېيو غړو پر سر ۱۵ ميليون ډالره جايزه اعلان كړه

امريكا په سوريه كې د القاعده شبكې د درېيو مهمو غړو د كره ځايونو په اړه د معلوماتو وركولو په بدل كې ۱۵ ميليون ډالري جايزه اعلان كړې ده. د امريكا د بهرنيو چار وزارت له لوري د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا كسان ابو عبدالکريم المصري، فاروق السوري او سامي العُرَيدي نومېږي او په ادليب ولايت كې...

slideshow, كورني خبرونه

د كابل – مزار شريف لويه لار پرانيستل شوه

توسط - د كابل – مزار شريف لويه لار پرانيستل شوه

د كورنيو چارو وزارت د ټرافيكو پرمخ د كابل – مزار شريف لويې لارې د پرانيستل كېدو خبر وركوي. د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي تېره شپه پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، دا لاره، چې د بغلان د كيله ګي – دوشي په اوږدو كې له تېرو څو ورځو راهيسې بنده وه، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې...

slideshow, كورني خبرونه

د امريكا ولسي جرګې د خليلزاد د احضارولو پرېكړه كړې

توسط - د امريكا ولسي جرګې د خليلزاد د احضارولو پرېكړه كړې

د متحدو ايالتونو ولسي جرګې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د احضارولو پرېكړه كړې ده. د دې جرګې د بهرنيو اړيكو د كمېټې رئيس ايليوټ اينګېل وايي، خليلزاد بايد د راتلونكې پنجشنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو د معلوماتو وركولو په هدف د دغې كمېټې علني غونډې ته...

slideshow, كورني خبرونه

په غزني ښار كې دوو ماين چاودنو درې ملكيان ټپيان كړل

توسط - په غزني ښار كې دوو ماين چاودنو درې ملكيان ټپيان كړل

د غزني ښار په مربوطاتو كې نن دوو ماين چاودنو درې ملكي وګړي په سطحي توګه ټپيان كړل. د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د فرخي سړك په ګلدان كې يو ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد. د هغه په وينا، يو بل ماين د ملا مشك علم سړك په ګلدان كې، چې د ياد...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: هېڅ ځواك د ټاكنو د ترسره كېدو مخه نه شي نيولى

توسط - جمهور رئيس غني: هېڅ ځواك د ټاكنو د ترسره كېدو مخه نه شي نيولى

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ټاكنو لپاره هېڅ بديل نه شته او هېڅ ځواك يې د ترسره كېدو مخه نه شي نيولى. هغه نن په كابل كې د عاشورا ورځې نمانځغونډې ته په وينا كې په خپل وخت د جمهوري رياست ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وكړ. بل پلو جمهور رئيس غني جمهوريت سره كرښه وبلله او ويې ويل، د سولې بهير د...

slideshow, كورني خبرونه

عبدالله د شهيد اونۍ له نمانځونكو سره د ځانګړو ځواكونو پر چلند نيوكه وكړه

توسط - عبدالله د شهيد اونۍ له نمانځونكو سره د ځانګړو ځواكونو پر چلند نيوكه وكړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د شهيد اونۍ له نمانځونكو سره د ځانګړو ځواكونو پر چلند په نيوكې سره وايي، امنيتي مسوولين بايد په جدي توګه دې مسئلې ته پاملرنه وكړي. هغه نن په كابل كې د عاشورا ورځې نمانځغونډې ته وويل، د نامسووله وسله والو تګ راتګ او هوايي ډزې په هېڅ صورت روا نه دي، خو په وينا يې،...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې چاودنې اووه ملكي وګړي ټپيان كړي

توسط - په ننګرهار كې چاودنې اووه ملكي وګړي ټپيان كړي

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په چمتلې سيمه کې نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې چاودنه شوې، چې له كبله يې اووه ملكي وګړي ټپيان شوي دي. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، چاودېدونکي توکي د چمتلې په څلور لارې کې په يوې لاسي کراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو. د نوموړي په خبره، په ټپيانو...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په هرو ۴۰ ثانيو كې په نړۍ كې يو كس ځانوژنه كوي

توسط - په هرو ۴۰ ثانيو كې په نړۍ كې يو كس ځانوژنه كوي

يوه نوې څېړنه ښيي، چې په نړۍ كې له ژونده د بېزاره شوو كسانو شمېر زيات دى او په هرو ۴۰ ثانيو كې يو كس ځانوژنه كوي. د روغتيا نړيوال سازمان پرون وويل، هر كال نېږدې ۸۰۰ زره كسان ځانونه وژني. دا شمېر د هغو كسانو تر شمېر زيات دى، چې د جګړو او د ملاريا او سينې سرطان په ګډون د ځينو ناروغيو له...

slideshow, كورني خبرونه

په جلال اباد ښار کې چاودنې يو ډاكټر وواژه

توسط - په جلال اباد ښار کې چاودنې يو ډاكټر وواژه

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې د چسپكي ماين چاودنې د يوه ډاكټر په ګډون درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د دې ولايت امنيتي مسوولين وايي، تېر ماښام د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې د ډاکټر نوروز شينواري په موټر پورې نښلول شوي ماين چاودنه کړې ده. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل،...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

د تركمنستان يو مخكېنى وزير د فساد په تور ونيول شو

توسط - د تركمنستان يو مخكېنى وزير د فساد په تور ونيول شو

د تركمنستان د سوداګرۍ او بهرنيو اړيكو مخكېنى وزير امندوردي ايشان اوف نيول شوى دى. نوموړى په فساد او رشوت اخيستلو تورن دى. ايشان اوف يوازې د يوه كال لپاره د تركمنستان د سوداګرۍ او بهرنيو اړيكو د وزير په توګه دنده ترسره كړه او تازه د دې هېواد د جمهور رئيس قربان قلي بيردي محمدوف له لوري له دندې ګوښه كړاى شو. دمګړۍ د تركمنستان...