توسط hewadpal -
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي وايي، د سولې بهير ته د طالبانو د نه ژمنتيا له كبله د ملي يووالي حكومت د جمهوري رياست ټاكنو تر ترسره كولو پورې په دې برخه كې خپلې هڅې درولې دي.
هغه نن يوې خبري غونډې ته وويل، اوسمهال د افغان حكومت لومړيتوب د جمهوري رياست ټاكنو ترسره كول دي او د سولې بهير مخته وړل به...
توسط hewadpal -
د هرات په زنده جان ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د دوو سراچه ډوله موټرونو د ټكر له كبله رامنځته شوه.
نوموړي كليد ته وويل، په دې ټرافيكي پېښه كې يو تن وژل شوى او اووه تنه نور ټپيان دي.
د...
توسط hewadpal -
په فراه كې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په هوايي بريدونو كې له ۴۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب نن كليد ته وويل، بهرنيو سرتېرو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په انار دره ولسوالۍ كې د طالبانو پر سنګرونو د هوايي بريدونو په مهال شاوخوا ۳۰ طالبان وژلي او ۱۳...
توسط hewadpal -
د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو كې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې د دوو ټرافيكو په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، ټپي شوي كسان تر درملنې وروسته بېرته خپلو كورونو ته تللي دي.
دا چاودنه د سړک جوړونې په...
توسط hewadpal -
د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په وړممۍ ولسوالۍ کې هوايي بريدونو ۲۰ وسله وال طالبان وژلي دي.
د پكتيكا د والي وياند زيار خان ياد کليد ته وويل، دا بريدونه افغان هوايي ځواکونو تېره شپه ترسره كړل.
هغه زياته كړه، د دې بريدونو په مهال د طالبانو يو شمېر وسايط هم له منځه يووړل شول.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد...
توسط hewadpal -
په داسې حال كې، چې د هلمند يو شمېر اوسېدونكي د راى وركولو مركزونو د امنيت په تړاو اندېښنه لري، د دغه ولايت امنيتي مسوولين وايي، هلته د جمهوري رياست ټاكنو ته د زمينې برابرولو په هڅه كې دي.
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال حسام الدين هلمندي كليد ته وويل، د جمهوري رياست ټاکنو د امنيت خونديتوب په هدف يې په مركز لښكرګاه ښار...
توسط hewadpal -
امنيتي ځواكونو په كابل ښار كې له وسله والو طالبانو سره د همكارۍ په تور دوه تنه نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا دوه كسان د كابل ښار د ۱۹مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د پوليسو د ځانګړو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې ونيول شول.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې عمليات كوونكو سرتېرو...
توسط hewadpal -
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو سياليو په دوهمه نيمه پايلوبه كې شاهين اسمايي لوبډلې د سيمرغ البرز لوبډلې ته په ماتې وركولو سره پايلوبې ته لار ومونده.
دا لوبه تېره شپه په كابل كې د افغانستان د فوټبال فدراسيون په لوبغالي كې ترسره شوه او په پنځه – صفر پايلې سره د شاهين اسمايي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
تر...
توسط hewadpal -
د ناټو سازمان سرمنشي ينس سټولټنبرګ يو ځل بيا د افغان ځواكونو د روزنې او له هغوى سره د مالي مرستې لپاره د دغه سازمان او متحدينو ژمنه يې تازه كړه.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې سټولټنبرګ له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو په مهال اعلان وكړ، چې ناټو سازمان او شريكان يې...
توسط hewadpal -
په كاپيسا كې د واليبال په يوه لوبغالي كې د ماين چاودنې پنځو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دا ماين وسله والو طالبانو د تګاب ولسوالۍ د كاكړ شاكوټ كلي د واليبال په يوه لوبغالي كې ځاى پر ځاى كړى و.
د هغه په وينا، ياد ماين د جمعې په مازديګر شاوخوا څلور بجې او ۵۰...