توسط hewadpal -
د هرات امنيتي مسوولين د دغه ولايت د اوبې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل كېدو خبر وركوي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه غوښتل پر اوبې ولسوالۍ بريد وكړي، خو امنيتي ځواكونو په شا وتمبول.
د ده په وينا، د جګړې په ترڅ كې د يادې ولسوالۍ لپاره د...
توسط hewadpal -
افغان کومانډو ځواکونو په هلمند كې د شپنيو عملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې كړي دي.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، كومانډو ځواكونو تېره شپه د نهر سراج ولسوالۍ په دين محمد کلي کې عمليات ترسره كړل، چې په مهال يې د طالبانو يو زندان مات شو او ورڅخه ۱۰ تنه...
توسط hewadpal -
د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخوانی غړی انډي مولز د دغې کمېټې د مشر او کرکټ ډايرېکټر په توګه په دنده وګومارل شو.
د افغانستان د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، نوموړی، چې له دې وړاندې يې د بنګله دېش په وړاندې د افغان لوبډلې د سرپرست مشر روزونکي مسووليت هم پر غاړه درلود، د کرکټ په ډګر کې شاوخوا...
توسط hewadpal -
د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوجۍ وزارت وايي، د جمهوري رياست د ټاكنو په ورځ په هېواد كې د خصوصي او دولتي مخابراتي شبكو د فعال ساتلو لپاره هڅې روانې دي.
د دې وزارت وياند شېرشاه نوابي نن كليد ته وويل، د وسله والو طالبانو د ګواښونو او د دغې ډلې لخوا د نوري فايبر د كېبلونو پرې كېدلو له كبله د هېواد په يو...
توسط hewadpal -
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې تېره شپه ټرافيکي پېښې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک وايي، د ګرشک ولسوالۍ په اب پاشک سيمه کې ريكشې او ټېلر موټر ټكر كړى دى.
د نوموړي په خبره، په دې ټرافيكي پېښه كې دوه مېرمنې او دوه نارينه وژل شوي او يو ماشوم ژوبل دی.
ځواک زياتوي، پېښه د...
توسط hewadpal -
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د جمهوري رياست ټاكنې به د شنبې په ورځ د سهار په اوو بجو پيل شي او د مازديګر تر څلورو بجو پورې به دوام وكړي.
لوړپوړو امنيتي چارواكو او د ټاكنو خپلواك كمېسيون د دارالانشاء رئيس حبيب الرحمان ننګ د جمعې په ورځ په يوه ګډه خبري غونډه كې د جمهوري رياست ټاکنو ته خپل هر اړخيز چمتووالی...
توسط hewadpal -
په غزني كې د يوه هوايي بريد په ترڅ كې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، پنځه طالبان د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته هغه مهال د هوايي بريد ښكار شول، چې په يوه كرولا ډوله موټر كې د غزني ښار له سفندې څخه قره باغي سيمې ته روان وو.
د...
توسط hewadpal -
په كابل كې د امريكا سفير جان بس د جمهور رئيس محمد اشرف غني د هغو څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلى، چې په كې يې د متحدو ايالتونو نړيواله پراختيايي اداره USAID بې كفايته مرستندويه بنسټ بللى دى.
جان بس تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، له دې كبله مايوسه شوي، چې جمهور رئيس غني د امريكا د نړيوالې پراختيايي ادارې عالي كار...
توسط hewadpal -
جمهور رئيس محمد اشرف غني او د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو د جمهوري رياست ټاكنو په اړه ټيليفوني خبرې كړې دي.
پمپيو ويلي، د ټاکنو د پايلو د مشروعيت د تضمين لپاره اړينه ده، چې د كانديدانو او د افغانستان د ټاکنيزو بنسټونو چلند له ملامتيا لرې وي.
بلخوا جمهور رئيس غني پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې له پمپيو سره يې...
توسط hewadpal -
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون د ټاكنيزو مبارزو له پيله تر دې دمه ۷۶ شكايتونه ثبت كړي دي.
د دغه كمېسيون مرستيالې وياندې زرمينې حقجو كاكړ كليد ته وويل، ډېرى شكايتونه د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړوونكي ټاكنيز ټيم او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټاكنيزې ډلې څخه له دولتي امكاناتو د ناوړې ګټې اخيستنې په برخه...