توسط hewadpal -
د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، تر دې دمه د ۲۲ ولايتونو حساس او غيرې حساس ټاكنيز توكي د دغه كمېسيون مركزي دفتر ته رسېدلي دي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون غړي مولانا محمد عبدالله نن غرمه يوې خبري غونډې ته وويل، د نن ورځې تر پايه به د پاتې ولايتونو ټاكنيز توكي هم كابل ته ورسېږي.
هغه زياته كړه، د دوى كار له مهالوېش سره سم...
توسط hewadpal -
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې د ګډو افغان ځواكونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو عملياتو په مهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يو ځانمرګى واسكټ او زياته اندازه نور مهمات ترلاسه شوي دي.
د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو د اچين ولسوالۍ يو شمېر كلي...
توسط hewadpal -
پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د سولې خبرو د بيا پيل لپاره د وروستيو هڅو هرکلى كړى دى.
ده پر خپله فېسبوك پاڼه هيله څرګنده كړې، چې رښتينې سولې ته د رسېدو په هدف ټولې غاړې په پوره روڼتيا او صداقت سره د سولې خبرې بيا پيل كړي او پرمخ يې بوځي.
كرزي د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په دغو هڅو کې ګټور او...
توسط hewadpal -
د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ شپږم پړاو سيالۍ د راتلونكې دوشنبې په ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ پيلېږي.
ټاکل شوې سبا ماښام د دې لوبو د پيل مراسم ترسره شي.
دا لوبې به د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د شپږو لوبډلو سپين غر زمريانو، بست ساتونکو، امو نهنګانو، کابل بازانو، بند امير ښامارانو او مس عينک اتلانو ترمنځ د روانې اکټوبر مياشتې...
توسط hewadpal -
د ملي دفاع وزارت اعلان كړى، چې د تخار د بهارك ولسوالۍ شاوخوا سيمې د ترهګرو له شتونه پاكې شوي او د ماوراء كوكچه – بهارك لويه لار د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوې ده.
دغه وزارت د جمعې په مازديګر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، هلته عمليات د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستيال محمد ياسين ضياء په مشرۍ پيل شوي، چې...
توسط hewadpal -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په پاكستان كې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي.
رويټرز خبري اژانس د دوو پاكستاني سرچينو له قوله راپور وركړى، چې دا ليدنه د پنجشنبې په ورځ په اسلام كې شوې ده.
دې ليدنې څه باندې يو ساعت دوام كړى، خو په اړه يې نور جزيات نه دي څرګند...
توسط hewadpal -
د هلمند د کجکي ولسوالۍ په سيند كې د کښتۍ ډوبېدو له كبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کجکي ولسوال عبدالرزاق مظلوميار وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله چې كښتۍ ياد كسان د سيند له يوې غاړې بلې ته لېږدول.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې پنځه ښځې، يو نارينه او دوه ماشومان وژل شوي او دوه ښځې او...
توسط hewadpal -
د كابل – جلال اباد لويه لار، چې د پنجشنبې له مازديګر راهيسې د سختو بارانونو، سېلابونو او غره ښويېدنې له كبله په څو سيمو كې د ټرافيكو پر مخ تړل شوې وه، نن له غرمې وروسته بېرته پرانيستل شوه.
د ټرانسپورټ وزارت وايي، دا لار د دغه وزارت، سيمه ييزو خلکو او لارويانو په هلو ځلو او د ملي دفاع وزارت د ماشينرۍ...
توسط hewadpal -
د كورنيو چارو وزارت وايي، په ميدان وردګ كې د وسله والو طالبانو لخوا د بي اېم يو توغول شوې مرمۍ څلورو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دا مرمۍ د نرخ ولسوالۍ د بازي خېل كلي پر يوه كور لګېدلې، چې له كبله يې درې ملكي وګړي وژل شوي او...
توسط hewadpal -
ارګ وايي، تر هغې چې افغان حكومت د سولې پلان وړاندې نه کړي او د سولې خبرو په محور کې ځاى ونه لري، د سولې هر ډول ناستې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت لپاره ګټه نه کوي.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي د جمعې په ورځ کليد ته وويل، د سيمې هېوادونو ته د طالبانو سفرونه او د يادو هېوادونو له...