slideshow, كورني خبرونه

په غزني كې د طالبانو لخوا تښتول شوي كسان خوشې شول

توسط - په غزني كې د طالبانو لخوا تښتول شوي كسان خوشې شول

په غزني كې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي لسګونه كسان بېرته خوشې شوي دي. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، د خواجه عمري ولسوالۍ د ده حاجي کلي ۴۳ تنه اوسېدونکي، چې درې ورځې وړاندې طالبانو برمته كړي وو، تېر ماښام د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب بېرته خوشې شول. هغه زياته كړه،...

slideshow, كورني خبرونه

د تخار خواجه غار او بهارك ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاكې شوې

توسط - د تخار خواجه غار او بهارك ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاكې شوې

د ملي دفاع وزارت اعلان كړى، چې د تخار خواجه غار او بهارك ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتونه پاكې شوې دي. دې وزارت تېره شپه د دوو خبرپاڼو په خپرولو سره ويلي، چې د هوايي ځواك په ملاتړ د هېواد د امنيتي او دفاعي سرتېرو ګډ تصفيوي عمليات له تېرو څو ورځو راهيسې په يادو ولسواليو كې روان وو. د...

slideshow, كورني خبرونه

په جلال اباد ښار کې چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - په جلال اباد ښار کې چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې د چسپكي ماين چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، تېره شپه شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوه سراچه ډوله موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې يو تن وژل شوى او...

slideshow, كورني خبرونه

په هلمند كې ۳۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په هلمند كې ۳۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره تېره شپه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو غوښتل د نادعلي ولسوالۍ په پارچاو سيمه کې پر امنيتي پوستو بريد وكړي، خو د پوليسو له سخت غبرګون...

slideshow, اقتصاد, كرهڼه او بڼوالي

په باميان کې د كچالو حاصلات زيات شوي

توسط - په باميان کې د كچالو حاصلات زيات شوي

د باميان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، ارزونې يې ښيي، چې سږ کال په دې ولايت كې ۳۷۰ زره ټنه کچالو توليد شوي دي. د دوى په وينا، تر دې وړاندې هلته په کلني ډول شاوخوا ۳۵۰ زره ټنه کچالو ترلاسه كېدل. د باميان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس عبدالوهاب محمدي ويلي، چې هر کال په دغه ولايت كې...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل ښار كې د چسپكي ماين چاودنې يو تن ټپي كړ

توسط - په كابل ښار كې د چسپكي ماين چاودنې يو تن ټپي كړ

د كابل ښار د دوهمې ناحيې په مربوطاتو كې د چسپكي ماين چاودنې يو تن ټپي كړى دى. د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او ۱۵ دقيقې د كابل ښار پر اسمايي واټ د دغه وزارت په يوه رېنجر موټر پورې نښلول شوي ماين چاودنه وكړه. د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې د كورنيو چارو وزارت...

slideshow, كورني خبرونه

په خوست كې د بېلابېلو جرمونو په تور دوه وسله وال كسان ونيول شول

توسط - په خوست كې د بېلابېلو جرمونو په تور دوه وسله وال كسان ونيول شول

په خوست كې دوه تنه وسله وال د تروريستي فعاليتونو، انسان تښتونې او وسله والو غلاوو په تور نيول شوي دي. د دغه ولايت د ملي امنيت رياست وايي، ځواكونو يې دا كسان د شنبې په ورځ ماسپښين مهال نېږدې درې بجې په ګربزو ولسوالۍ کې ونيول. د ياد رياست په خبرپاڼه كې راغلي، چې نيول شوي كسان اصلاً د پکتيا اوسېدونکي دي، خو د...

slideshow, كورني خبرونه

زمان: د افغان حكومت له حضور پرته د سولې خبرې ګټورې نه دي

توسط - زمان: د افغان حكومت له حضور پرته د سولې خبرې ګټورې نه دي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان وايي، د سولې هڅې هغه وخت پايله وركوي، چې طالبان اوربند وكړي او د افغانستان له حكومت سره مخامخ خبرو ته كېني. نوموړي نن خبريالانو ته وويل، افغان حكومت د سولې مذاكراتو د پيل او مخته وړلو يوازينۍ مرجع ده او په راتلونكې كې به هم وي. د زمان په وينا، دوى د سولې هغه خبرې ګټورې...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: د هېواد نوى جمهور رئيس به درې اونۍ وروسته لوړه وكړي

توسط - جمهور رئيس غني: د هېواد نوى جمهور رئيس به درې اونۍ وروسته لوړه وكړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، درې اونۍ وروسته به د هېواد نوى جمهور رئيس د لوړې مراسم ترسره كړي. هغه نن امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د زرو اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې د وينا په مهال وويل، د نوي جمهور رئيس د اعلانولو مسووليت د ټاكنيزو كمېسيونونو پر غاړه دى. جمهور رئيس غني داسې مهال يادې څرګندونې كوي، چې د مهالوېش پر...

slideshow, كورني خبرونه

په غزني كې د طالبانو په ضد د ځانګړو افغان ځواكونو عمليات پيل شول

توسط - په غزني كې د طالبانو په ضد د ځانګړو افغان ځواكونو عمليات پيل شول

امنيتي سرتېرو د غزني په ده يك ولسوالۍ كې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، ځانګړو افغان ځواکونو نن سهار وختي د ده يک ولسوالۍ د تاسنګ سيمې په باغونو کې د مخالفينو د ځپلو په هدف تصفيوي عمليات پيل كړي دي. د نوموړي په وينا، تراوسه د دغو عملياتو په ترڅ...