slideshow, كورني خبرونه

د برېښنا د پايو الوځوونكي طالبان ونيول شول

توسط - د برېښنا د پايو الوځوونكي طالبان ونيول شول

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې هغه څلور وسله وال طالبان نيولي، چې تېره اونۍ يې د پروان په سالنګ ولسوالۍ كې د برېښنا يوه پايه والوځوله. د ياد رياست له لوري تېر ماښام كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا كسان د سالنګ ولسوالۍ په اهنګرانو كلي كې نيول شوي دي. د سرچينې په خبره، نيول شوو طالبانو...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د ايتوپيا لومړى وزير د نوبل د سولې د سږنۍ جايزې ګټونكى شو

توسط - د ايتوپيا لومړى وزير د نوبل د سولې د سږنۍ جايزې ګټونكى شو

د ايتوپيا لومړي وزير ابي احمد نن د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نوبل د سولې جايزه وګټله. د ناروې په پايتخت اوسلو کې د سولې او نړيوالې همکارۍ ترلاسه کولو لپاره نوموړى د دغې جايزې ګټونكى اعلان شوى دى. ايتوپيا تېر کال له اريتريا سره د پولې پر سر له هغې ۲۰ کلنې جګړې وروسته روغه جوړه وکړه، چې په ۱۹۹۸يم کې پيل شوې وه. ابي...

slideshow, كورني خبرونه

په پكتيا كې درې وسله وال طالبان ووژل شول

توسط - په پكتيا كې درې وسله وال طالبان ووژل شول

په پكتيا كې د افغان ځواكونو د هوايي بريد په ترڅ كې درې وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى د وسلو او مهماتو يوه ډيپو هم له منځه وړل شوې ده. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دا هوايي بريد تېره شپه د سيد كرم ولسوالۍ په مربوطاتو كې ترسره شوى دى. د سرچينې په وينا، په ياد بريد...

slideshow, كورني خبرونه

د چاپېريال ساتنې په هدف د منډې وهلو سيالي ترسره شوه

توسط - د چاپېريال ساتنې په هدف د منډې وهلو سيالي ترسره شوه

يو شمېر نجونو نن د كابل ښار په اميد سبز ښارګوټي كې د چاپېريال ساتنې په هدف د منډې وهلو سيالي ترسره كړه او كثافات يې ټول كړل. د دغه پروګرام يوه پلانوونكې او د خانه سبز بنسټ مسووله زهرا يګانه له حكومتي مسوولينو غواړي، چې په راتلونكي ژمي كې د هوا د ككړتيا مخنيوى وكړي. د منډې وهلو په دې سيالۍ كې د لومړي...

slideshow, فوټبال

عمان د فوټبال په لوبه كې افغانستان ته ماتې وركړه

توسط - عمان د فوټبال په لوبه كې افغانستان ته ماتې وركړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲م ميلادي كال نړيوال او د ۲۰۲۳م كال اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې خپله درېيمه لوبه په درې – صفر پايلې سره د عمان د فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې وبايلله. ياده لوبه تېره شپه د عمان په پايتخت مسقط كې ترسره شوه. دا په E ګروپ كې د افغانستان درېيمه او د عمان دوهمه...

slideshow, كورني خبرونه

ټرمپ: له افغانستانه د امريكايي سرتېرو د وتلو وخت را رسېدلى

توسط - ټرمپ: له افغانستانه د امريكايي سرتېرو د وتلو وخت را رسېدلى

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، هغه وخت را رسېدلى، چې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي. ده د پنجشنبې په ورځ يوې ټاكنيزې غونډې ته وويل، په پام كې وه امريكايي سرتېري د لنډ وخت لپاره په افغانستان كې پاتې شي، خو تر دا مهاله نېږدې ۱۹ كاله كېږي، چې په دغه هېواد كې حضور لري. ټرمپ زياته كړه، اوس د دې وخت دى،...

slideshow, كورني خبرونه

په جلال اباد ښار کې د ماين چاودنې يو تن ټپي كړى

توسط - په جلال اباد ښار کې د ماين چاودنې يو تن ټپي كړى

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند په يوه پارک کې د ماين چاودنې يو تن ټپي کړ. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې د ولسي جرګې د غړي حضرت علي د کور شا ته په يوه پارک کې چاودنه شوې، چې له كبله يې يو...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د كوچيانو د ستونزو پر حل ټينګار وكړ

توسط - جمهور رئيس غني د كوچيانو د ستونزو پر حل ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، کوچيان يو قشر نه، بلکې د ملي يووالي سمبول دي او بايد ټولې هڅې وشي، چې هغوى په اقتصادي صنعت بدل شي. ارګ تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې جمهور رئيس غني دا څرګندونې د ده په مشرۍ د کوچيانو د ستونزو د حل په هدف په جوړه شوې غونډه كې وكړې. نوموړى وايي، د...

slideshow, كورني خبرونه

د کابل ښار د هوا پاکوالي لپاره پنځه کلن پلان جوړ شوی

توسط - د کابل ښار د هوا پاکوالي لپاره پنځه کلن پلان جوړ شوی

د چاپېريال ساتنې ملي اداره د هغه پنځه کلن پلان د جوړولو خبر ورکوي، چې د پلي کېدو په صورت به يې په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا ستونزه هواره شي. دې ادارې د يکشنبې په ورځ په کابل کې خپل دغه پلان له رسنيو سره شريک کړ او ډاډ يې ورکړ، چې د ياد پلان په پلي کېدو سره به كابل...

slideshow, كورني خبرونه

په بلخ كې چاودنې ۱۸ تنه ټپيان كړل

توسط - په بلخ كې چاودنې ۱۸ تنه ټپيان كړل

په بلخ كې تېر مازديګر چاودنې ۱۵ ملكي وګړي او درې پوليس ټپيان كړي دي. د دې ولايت د والي وياند منير احمد فرهاد كليد ته وويل، دا چاودنه د بلخ ولسوالۍ په كلفت بندر كې د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا په يوه موټر سايكل كې ځاى پر ځاى شوي ماين كړې ده. د يادې پېښې ټپيان د مزار شريف ښار ملكي روغتون...