slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: د ملي يووالي حكومت سوله په يوه ملي بحث بدله كړه

توسط - جمهور رئيس غني: د ملي يووالي حكومت سوله په يوه ملي بحث بدله كړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حكومت په تېرو پنځو كلونو كې سوله په يوه ملي بحث بدله كړه او افغانانو د بل هر وخت په پرتله د جګړې د بندېدو او د يوې تلپاتې سولې د راتلو ارزښت زيات حس كړى دى. هغه دا څرګندونې نن د لويې جرګې په خېمه كې د كندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق...

slideshow, كورني خبرونه

په كندهار كې اته وسله وال طالبان ووژل شول

توسط - په كندهار كې اته وسله وال طالبان ووژل شول

د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ياد ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواكونو تېره شپه د خاكرېز ولسوالۍ په ځينو سيمو كې د طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه وكړل. د سرچينې په خبره، په دغو بريدونو كې اته طالبان وژل شوي او ملكي وګړو ته زيان نه...

slideshow, كركټ

د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ پايلوبه نن ترسره كېږي

توسط - د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ پايلوبه نن ترسره كېږي

د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو سياليو پايلوبه نن د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي. دا لوبه به نن له غرمې مخكې ۱۱ بجې او ۳۰ دقيقې د كابل په نړيوال كركټ لوبغالي كې پيل شي. يادې سيالۍ د روانې تلې مياشتې په ۱۵مه نېټه د شپږو لوبډلو سپين ‌غر زمريانو، بست ساتونکو، امو نهنګانو، کابل...

slideshow, كورني خبرونه

يوناما: په نهو مياشتو كې ۸۲۳۹ ملكي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - يوناما: په نهو مياشتو كې ۸۲۳۹ ملكي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا يوناما وايي، د ۲۰۱۹م ميلادي كال په لومړيو نهو مياشتو كې په دغه هېواد كې ۲۵۶۳ ملكي وګړي وژل شوي او ۵۶۷۶ تنه نور ټپيان شوي دي. يوناما د پنجشنبې په ورځ د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د جولاى له لومړۍ د سپټمبر مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د ملکي افغانانو مرګ...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

اردوغان: د سوريې په شمال كې به د سولې چينې په نوم عمليات ونه درول شي

توسط - اردوغان: د سوريې په شمال كې به د سولې چينې په نوم عمليات ونه درول شي

د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان ټينګار كوي، چې هېواد به يې د سوريې په شمال كې له تېرو څو ورځو راهيسې د كرد ځواكونو په ضد د سولې چينې په نوم پيل شوي عمليات ونه دروي. ده د جمعې په ماښام د وينا په مهال د يادو عملياتو د درولو لپاره ګواښونو او فشارونو ته په اشارې وويل، تركيې چې كوم حركت...

slideshow, كورني خبرونه

دشت ارچي ولسوالي د وسله والو طالبانو له شتونه پاكه شوه

توسط - دشت ارچي ولسوالي د وسله والو طالبانو له شتونه پاكه شوه

د ملي دفاع وزارت اعلان كړى، چې د كندوز دشت ارچي ولسوالي د وسله والو طالبانو له شتونه پاكه شوې ده. د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په كندوز كې د امنيتي او دفاعي ځواكونو د تهاجمي عملياتو په دوام نن سهار شاوخوا يوه بجه او ۳۰ دقيقې د دشت ارچي ولسوالۍ د مركز شاوخوا او نورې سيمې د طالبانو له شتونه په...

slideshow, كورني خبرونه

رحيمي: د امنيتي ځواكونو او وكيلانو ترمنځ شخړه په جدي توګه څېړل كېږي

توسط - رحيمي: د امنيتي ځواكونو او وكيلانو ترمنځ شخړه په جدي توګه څېړل كېږي

د كورنيو چارو وزارت وايي، د كابل ګمرك ته نېږدې تېره شپه د پوليسو او د ولسي جرګې د ځينو غړو ترمنځ د شخړې قضيه په جدي او عادلانه توګه څېړل كېږي. د نرېندر سينګ خالصه او مريم سليمان خېل په ګډون يو شمېر وكيلان ادعا كوي، چې امنيتي ځواكونو په كابل ښار كې ورسره ناقانونه چلند كړى دى. دوى له دندې د كورنيو چارو...

slideshow, كورني خبرونه

په كندهار كې يو ځانمرګى بريد كوونكى ونيول شو

توسط - په كندهار كې يو ځانمرګى بريد كوونكى ونيول شو

د كندهار د امنيه قوماندانۍ پوليسو په دغه ولايت كې د يوه ځانمرګي بريد مخه نيولې ده. د كورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو تېره شپه د كندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې يو ځانمرګى بريد كوونكى، چې له چاودېدونكو توكو ډك واسكټ يې اغوستى و، د هغه له لارښود او يوه موټر سره يو ځاى نيولى دى. د سرچينې په وينا، د...

slideshow, فوټبال

د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني سکرتر جنرال پنځه كلن بنديز لګېدلى

توسط - د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني سکرتر جنرال پنځه كلن بنديز لګېدلى

د فوټبال نړيوال فدراسيون د پنځو كلونو لپاره د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني سکرتر جنرال سيد علي رضا اقازاده د فوټبال فعاليتونو بنديز لګولى او لس زره ډالره يې نغدي جريمه كړى هم دى. د فيفا په خبرپاڼه كې راغلي، چې پر اقازاده د افغان نجونو د فوټبال ملي لوبډلې د غړو د جنسي ځورونې په مخنيوي کې د ناکامۍ له کبله...

slideshow, كورني خبرونه

په سرپل كې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې

توسط - په سرپل كې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د كورنيو چارو وزارت په سرپل كې د يوه سرګروپ په ګډون د دوو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي. د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د سرپل د امنيه قوماندانۍ پوليسو د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د ګوسفندي ولسوالۍ په الغن كلي كې له طالبانو سره جګړه وكړه. د سرچينې په وينا، په دې جګړه كې د يوه سرګروپ...