slideshow, كورني خبرونه

په مسكو كې نن د افغانستان په اړه څلور اړخيزه غونډه كېږي

توسط - په مسكو كې نن د افغانستان په اړه څلور اړخيزه غونډه كېږي

ټاكل شوې نن په مسكو كې د روسيې، چين، پاكستان او امريكا د استازو ترمنځ د افغانستان په اړه غونډه وشي. د راپورونو له مخې، د غونډې ګډونوال به په افغانستان كې د روانې جګړې پر پاى ته رسېدو او د سولې پر راتګ وغږېږي. د امريکا ټايمز ورځپاڼې ويلي، موندنې يې ښيي، چې چين د سولې د بين الافغاني خبرو کوربه توب غواړي او...

slideshow, كورني خبرونه

د ناټو د دفاع وزيران نن د افغانستان په تړاو بحثونه كوي

توسط - د ناټو د دفاع وزيران نن د افغانستان په تړاو بحثونه كوي

د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيران نن د بلجيم په پايتخت بروكسل كې د افغانستان په تړاو غږېږي. د دوى غونډه پرون پيل شوې او د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد هم ورغلى دى. نن به د غونډې په دوهمه او وروستۍ ورځ د افغانستان د سولې، امنيتي وضعيت او افغان ځواکونو د مالي او روزنيز ملاتړ په برخه کې مهم...

slideshow, كورني خبرونه

د جمهوري رياست ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان وځنډېد

توسط - د جمهوري رياست ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان وځنډېد

د جمهوري رياست ټاكنو د مهالوېش له مخې د دې ټاكنو لومړنۍ پايلې بايد نن اعلان شوې واى، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون د يادو پايلو اعلان وځنډاوه. د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات كليد ته وويل، له بايومټريك دستګاوو څخه مركزي سرور ته د معلوماتو د لېږد د ورو بهير له كبله دوى تصميم ونيوه، چې د جمهوري رياست ټاكنو...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ټرمپ او اردوغان ټيليفوني خبرې وكړې

توسط - ټرمپ او اردوغان ټيليفوني خبرې وكړې

د سوريې په شمال كې د شوي اوربند له نقضېدو وروسته د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له خپل تركي سيال رجب طيب اردوغان سره ټيليفوني خبرې كړې دي. ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، اردوغان ورته ويلي، چې هلته د سنايپر ټوپکو او هاوان ډزې شوي، خو ژر بندې شوې دي. په همدې حال كې د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشته...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار کې ۱۳ داعش او طالب وسله وال ووژل شول

توسط - په ننګرهار کې ۱۳ داعش او طالب وسله وال ووژل شول

د ننګرهار په اچين او لعلپورې ولسواليو كې ۱۳ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، افغان ګډو ځواكونو په اچين ولسوالۍ كې د روانو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۱۰ داعش وسله وال وژلي او د هغوى درې قرارګاوې، دوه تونلونه او يو پټنځاى يې هم له منځه وړي...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد د امريكا د لوى درستيزانو كمېټې له رئيس سره وليدل

توسط - خليلزاد د امريكا د لوى درستيزانو كمېټې له رئيس سره وليدل

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د متحدو ايالتونو د لوى درستيزانو كمېټې له رئيس جنرال مارك ميلي سره ليدلي دي. خليلزاد نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دواړو خواوو پر سياسي هوكړې، چې وكولى شي په افغانستان كې د دوو لسيزو پرمختګ ساتنه وكړي او پر امريكا د جګړې بار را كم كړي، توافق...

slideshow, كورني خبرونه

د جمهوري رياست ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان ښايي وځنډېږي

توسط - د جمهوري رياست ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان ښايي وځنډېږي

د جمهوري رياست ټاكنو د مهالوېش له مخې د دې ټاكنو لومړنۍ پايلې بايد نن اعلان شي. د جمهوري رياست ټاكنې د روانې تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې او د ټاكنو خپلواك كمېسيون ټينګار كړى و، چې د دغو ټاكنو لومړنۍ پايلې به په خپل وخت يعنې د يادې مياشتې په ۲۷مه نېټه، چې نن ورځ ده، اعلان كړي. د ټاكنو خپلواك كمېسيون...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې د جمعې ورځې د چاودنې مرګ ژوبله زياته شوه

توسط - په ننګرهار كې د جمعې ورځې د چاودنې مرګ ژوبله زياته شوه

د ننګرهار د هسكې مېنې ولسوالۍ په يوه جومات كې د جمعې د لمانځه په مهال د شوې چاودنې د مرګ ژوبلې شمېر نېږدې ۱۰۰ ته رسېدلى دى. د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل، چې د جلال اباد په حوزوي روغتون کې يې د ټپيانو د روغتيايي وضعيت ليدنه کوله وويل، په ياده پېښه كې ۶۲ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۳۶ تنه...

slideshow, كركټ

د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو سياليو اتلولي د مس عينك اتلانو لوبډلې وګټله

توسط - د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو سياليو اتلولي د مس عينك اتلانو لوبډلې وګټله

د محمد نبي په لوبډلمشرۍ د مس عينك اتلانو لوبډلې د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو سياليو اتلولي وګټله. په پايلوبه كې، چې تېره ورځ د كابل په نړيوال كركټ لوبغالي كې ترسره شوه، يادې لوبډلې د راشد خان په لوبډلمشرۍ د بند امير ښامارانو لوبډلې ته په څلورو وېكټو ماتې وركړه. دا سيالۍ د روانې تلې مياشتې په ۱۵مه نېټه د...

slideshow, كورني خبرونه

په هسكه مېنه كې ماين چاودنو لسګونو لمونځ كوونكو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - په هسكه مېنه كې ماين چاودنو لسګونو لمونځ كوونكو ته مرګ ژوبله واړوله

دوهم تعقيب - د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودرې سيمه کې د جمعې پر لمونځ کوونکو د ماينونو د چاودنو له كبله لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، د جمعې په ماسپښين د يادې سيمې په يوه جومات كې ځاى پر ځاى شوو ماينونو پر لمونځ كوونكو چاودنې کړي، چې...