slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په عراق كې سلګونو لاريون كوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په عراق كې سلګونو لاريون كوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې

د عراق په مختلفو ښارونو كې په دولت ضد لاريونونو كې د امنيتي سرتېرو په ګډون سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، اعتراض كوونكي د جمعې په ورځ هم په پايتخت بغداد او د عراق په څو نورو ښارونو كې سړكونو ته را ووتل، چې د تاوتريخوالي له كبله لږ تر لږه ۴۰ لاريون كوونكي وژل شوي او له...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - په هرات كې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په هرات كې د افغان ځواكونو په ځمكنيو او هوايي عملياتو كې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه په كشك رباط سنګي ولسوالۍ كې ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي. د هغه په وينا، عمليات كوونكو...

slideshow, كورني خبرونه

په غزني كې چاودنې پلار او زوى ووژل

توسط - په غزني كې چاودنې پلار او زوى ووژل

د غزني په اندړو ولسوالۍ كې د ماين چاودنې دوه ملكي وګړي وژلي دي. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د اندړو ولسوالۍ نظر خان ګولايي ته څېرمه تېر مازديګر ناوخته د ملکي کسانو پر سراچه ډوله موټر د وسله والو طالبانو له خوا د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه شوې ده. دى وايي، په ياده چاودنه كې...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: طالب مشران په پاكستان كې ازاد فعاليت كوي

توسط - جمهور رئيس غني: طالب مشران په پاكستان كې ازاد فعاليت كوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د طالبانو مشران لا هم د پاکستان په خاوره کې په ازاد ډول فعاليت کوي. هغه دا خبره تېر ماښام د اذربايجان په پايتخت باكو كې د عدم انسلاک غورځنګ د غړو هېوادونو د مشرانو د ۱۸مې غونډې په څنډه کې د پاکستان له جمهور رئيس عارف علوي سره د ليدنې په مهال وكړه. د ارګ د خبرپاڼې له...

slideshow, كورني خبرونه

د بيجينګ بين الافغاني غونډه وځنډېده

توسط - د بيجينګ بين الافغاني غونډه وځنډېده

هغه بين الافغاني غونډه، چې په پام كې وه روانه اونۍ د چين په پايتخت بيجينګ كې جوړه شي، تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېده. اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د سرچينو له قوله راپور وركړى، چې دا غونډه د لنډې مودې لپاره ځنډېدلې، خو د ترسره كېدو نوې نېټه يې نه ده مشخصه شوې. ټاكل شوې وه د بيجينګ غونډه په قطر كې د طالبانو د...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې ځانمرګي بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - په ننګرهار كې ځانمرګي بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د مركز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې د ملي امنيت د صفر دوه قطعې ځواکونو د موټرونو پر كاروان ځانمرګي بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا بريد نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې شوی، چې له كبله يې د...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې له سلګونو بېوزلو كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته وشوه

توسط - په ننګرهار كې له سلګونو بېوزلو كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته وشوه

د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د خوړو د نړيوال پروګرام له لوري له ۶۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. د پچيراګام ولسوال حضرت خان خاکسار وايي، هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ اوړه، ککو، چاکلېټ، يو من دال، پنځه لېټره غوړي او نور خوراكي توکي ورکړل شول. د ده په وينا، هلته به له پاتې بېوزلو كورنيو سره هم دا ډول مرسته...

slideshow, كركټ

د ويسټ انډيز په وړاندې د كركټ د يو ورځنيو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

توسط - د ويسټ انډيز په وړاندې د كركټ د يو ورځنيو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان كركټ بورډ نن د ويسټ انډيز په وړاندې د درېيو يو ورځنيو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان كړه. په دې لوبډله كې راشد خان، اصغر افغان، حضرت الله ځاځى، رحمت شاه، جاوېد احمدي، افسر ځاځى، ګلبدين نايب، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، كريم جنت، شرف الدين اشرف، ابراهيم ځدراڼ، يمين احمدزى، نوين الحق، اكرام علي خېل او مجيب الرحمان شامل دي. د افغانستان...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

امريكا د سوريې په شمال لوېديځ كې خپل پوځي حضور پراخوي

توسط - امريكا د سوريې په شمال لوېديځ كې خپل پوځي حضور پراخوي

د امريكا د دفاع وزارت وايي، د تېل لرونكو سيمو د امنيت د ټينګښت او د داعش ډلې د مخنيوي لپاره د سوريې په شمال لوېديځ كې خپل پوځي حضور پراخوي. د پنټاګون دا تصميم څو ورځې وروسته له هغه نيول شوى، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د تركيې د پولې په اوږدو كې له پرتو سيمو څخه د خپلو سرتېرو د...

slideshow, كورني خبرونه

امنيتي ځواكونو درقد ولسوالي له طالبانو څخه بېرته ونيوله

توسط - امنيتي ځواكونو درقد ولسوالي له طالبانو څخه بېرته ونيوله

امنيتي ځواكونو له يوې نيمې مياشتې وروسته د تخار درقد ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو ونيوله. د دغه ولايت د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، افغان سرتېري وتوانېدل، چې نن سهار پنځه بجې ياده ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاكه كړي. د نوموړي په خبره، د بهارك، خواجه غار او دشت قلعه په ګډون په شپږو ولسواليو كې د...