slideshow, كورني خبرونه

په بغلان كې ۲۵ كيلو ګرامه هېرويين ترلاسه شول

توسط - په بغلان كې ۲۵ كيلو ګرامه هېرويين ترلاسه شول

امنيتي ځواكونو په بغلان كې ۲۵ كيلو ګرامه هېرويين كشف او ترلاسه كړي دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت كليد ته وويل، دا اندازه نشه يي توكي، چې په يوه پيكپ ډوله موټر كې په ماهرانه توګه ځاى پر ځاى شوي وو او له كندوزه كابل ته لېږدول كېدل، تېر ماښام د يادې قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د...

slideshow, كورني خبرونه

دانش: د افغانانو له مالكيت پرته سوله غيرې عملي ده

توسط - دانش: د افغانانو له مالكيت پرته سوله غيرې عملي ده

د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وايي، د افغانانو له مالكيت پرته سوله يو اړخيزه او غيرې عملي ده. هغه نن په كابل كې د سيد مصطفى كاظمي د وژنې د ۱۲م تلين نمانځغونډې ته وويل، د سولې بهير تراوسه تر ډېره د امريكا او طالبانو ترمنځ مخته تللى او افغان لورى په كې په مستقيم ډول نه دى دخيل شوى. دانش ټينګار وكړ،...

slideshow, اقتصاد, كرهڼه او بڼوالي

رستمي: سږ كال به په هېواد كې ۲۰ ټنه زعفران ترلاسه شي

توسط - رستمي: سږ كال به په هېواد كې ۲۰ ټنه زعفران ترلاسه شي

د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ كال به په هېواد كې د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنه ته ورسېږي. د دې وزارت وياند اكبر رستمي نن كليد ته وويل، اوس مهال د ۲۰ ورځو لپاره د زعفرانو ټولولو بهير روان دى او له هغه وروسته يې پروسس پيلېږي. د نوموړي په خبره، د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېره برخه بهرنيو هېوادونو ته...

slideshow, كورني خبرونه

عبدالله له ترهګرۍ سره په مبارزه كې د سيمې هېوادونو پر ګډې همكارۍ ټينګار وكړ

توسط - عبدالله له ترهګرۍ سره په مبارزه كې د سيمې هېوادونو پر ګډې همكارۍ ټينګار وكړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د سيمې هېوادونو ثبات او ارامي په افغانستان كې د سولې په ټينګښت پورې تړاو لري. هغه نن د ازبكستان په پايتخت تاشكند كې د شانګهاى د همكاريو سازمان د حكومتونو د مشرانو ۱۸مې غونډې ته د وينا په مهال وويل، افغانستان د نړيوالې ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې په لومړۍ كرښه كې دى. د...

slideshow, كورني خبرونه

په تخار كې ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

توسط - په تخار كې ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د تخار په كلفګان ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولايت د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، يو ۴۰۴ ډوله موټر، چې مسافر يې له كابله بدخشان ته لېږدول، نن سهار شاوخوا اووه بجې په يادې ولسوالۍ كې له سړكه وتلى او چپه شوى دى. هغه وايي، په دې پېښه كې پنځه تنه وژل شوي او...

slideshow, كورني خبرونه

په تخار كې د ښوونځي نهه زده كوونكي ووژل شول

توسط - په تخار كې د ښوونځي نهه زده كوونكي ووژل شول

د تخار ولايتي چارواكي د دغه ولايت په درقد ولسوالۍ كې د ماين چاودنې له كبله د ښوونځي د نهو زده كوونكو د وژل كېدو خبر وركوي. د تخار د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، وسله والو طالبانو د افغان ځواكونو په نښه كولو لپاره د درقد ولسوالۍ په طاهريانو سيمه كې ماين ځاى پر ځاى كړى و، خو نن سهار د...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل كې د انسان تښتوونكو اووه كسيزه ډله ونيول شوه

توسط - په كابل كې د انسان تښتوونكو اووه كسيزه ډله ونيول شوه

د ملي امنيت د عمومي رياست ځانګړو ځواكونو د كابل په قره باغ ولسوالۍ كې د عملياتو په ترڅ كې د انسان تښتوونكو يوه اووه كسيزه ډله له درې ميله كلاشينكوفونو سره يو ځاى نيولې ده. له دغه رياسته نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې عمليات كوونكو سرتېرو دوه تنه د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل او خپلو كورنيو ته...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

عمران خان ته له دندې د ګوښه كېدو لپاره دوه ورځنى مهلت وركړل شو

توسط - عمران خان ته له دندې د ګوښه كېدو لپاره دوه ورځنى مهلت وركړل شو

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د دې هېواد لومړي وزير عمران خان ته دوه ورځې وخت وركړ، چې له خپلې دندې استعفا وكړي. د پاكستان په پايتخت اسلام اباد كې د لسګونو زرو اعتراض كوونكو په ګډون د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د ازادۍ مارش روان دی. هغه د جمعې په ورځ لاريون كوونكو ته وويل، عمران...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په ننګرهار كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو د عملياتو له پيله تر دې دمه ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي. په ننګرهار کې د څلورمې پلې لېوا قوماندان محمد کريم نيازى، چې د دې عملياتو مشري پر غاړه لري وايي، دا عمليات يې د تېرې يكشنبې په ورځ په...

slideshow, كورني خبرونه

عبدالله د ازبكستان له لومړي وزير سره وليدل

توسط - عبدالله د ازبكستان له لومړي وزير سره وليدل

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تېره ورځ له غرمې وروسته د ازبكستان په پايتخت تاشكند كې د شانګهاى د همكاريو سازمان د حكومتونو د مشرانو د غونډې په څنډه كې د ياد هېواد له لومړي وزير عبدالله عارف‌ اوف سره وليدل. د اجرائيه رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې د عارف اوف له قوله راغلي، ازبكستان چمتو دى، چې...