توسط hewadpal - - 18 لړم 1398
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، اوس هم په ټولنه كې داسې كسان موجود دي، چې پر جګړې، وژنې او ناامنۍ ټينګار كوي.
هغه نن په ارګ كې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د ميلاد په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې وويل، دې كسانو وېرې او فتنې ته پر سولې او پخلاينې ترجېح وركړې او د يوه اسلامي هېواد ورانول...
توسط hewadpal - - 18 لړم 1398
د اسټراليا د کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه ۲۰ اوريزه لوبه کې هم د پاکستان د كركټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.
د اسټراليا په کوربه توب د دواړو هېوادونو ترمنځ د درېيو ۲۰ اوريزو سياليو وروستۍ لوبه پرون ترسره شوه او اسټراليايي لوبډلې په ۱۰ وېکټو وګټله.
د يادې لوبې پچه اسټراليايي لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه...
توسط hewadpal - - 18 لړم 1398
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزه ډله ټينګار كوي، چې د رايو بيا شمېرنه دې له بايومټريك پرته او د باطلو رايو له توپير او تصفيې او همدارنګه د هر محل د تصفيه شوو رايو د كچې تر مشخصېدو وروسته ترسره شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون نن اعلان وكړ، چې د رايو د تفتيش او بيا شمېرنې په هدف يې...
توسط hewadpal - - 18 لړم 1398
افغان ځواكونو د غور په دولت يار ولسوالۍ كې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې امنيتي او دفاعي ځواكونو تېره ورځ په دې ولسوالۍ كې د طالبانو د ځپلو په هدف عمليات پيل كړل.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې څلور طالبان وژل شوي او دوه تنه...
توسط hewadpal - - 18 لړم 1398
په عراق كې د لاريون كوونكو او امنيتي ځواكونو ترمنځ په پرونيو نښتو كې درې نور كسان وژل شوي او ځينې نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، عراقي ځواكونو پر لاريون كوونكو اوښكې بهوونكى ګاز كارولى دى.
لاريونونه د تېرې اكټوبر مياشتې په لومړۍ نېټه په بغداد كې پيل شول او لاريون كوونكو د بې كارۍ، اداري فساد او د ټولنيزو خدمتونو د...
توسط hewadpal - - 18 لړم 1398
بهرنيو ځواکونو د کابل - جلال اباد پر لويه لار د ملکي افغانانو درې موټرونه وسوځول او دوه تنه يې ټپيان كړل.
د پېښې عيني شاهدان وايي، بهرنيو ځواکونو د ملكيانو پر موټرونو اور اچوونكي توكي غورځولي او د هغوى درې موټرونه يې سوځولي دي.
د لغمان ولايتي چارواکي هم ياده پېښه تاييدوي او زياتوي، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د...
توسط hewadpal - - 18 لړم 1398
۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، په فارياب كې د دې قول اردو د لومړۍ لېوا د افسر حميدالله خاوري د ادعا د څېړلو لپاره، چې ګواكې د خپل قوماندان له لوري وهل شوى، يو پلاوى ګومارل شوى دى.
د خاوري په وينا، د قانون خلاف د لومړۍ لېوا قوماندان غوښتل دى د يوه ټيم د مشر په توګه د ياد ولايت ګرزيوان ولسوالۍ ته...
توسط hewadpal - - 18 لړم 1398
د كورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو د نسيم په نوم هغه كس نيولى، كوم چې د كابل ښار د ۱۳مې او ۱۸مې ناحيو د غلا، لار نيونې او چپاولګرۍ په څو پېښو كې لاس درلود.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي تېره شپه پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې نسيم د كابل ښار د ۱۳مې امنيتي حوزې پوليسو د دې حوزې په مربوطاتو كې...
توسط hewadpal - - 18 لړم 1398
ټاكل شوې د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلې نن دوهمه يو ورځنۍ لوبه ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په يوې بجې د هند د لكنو ښار په ايكانا لوبغالي كې د افغانستان په كوربه توب پيل شي.
تر دې مخكې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې ويسټ انډيز افغانستان ته ماتې وركړې وه.
د افغانستان او ويسټ...
توسط hewadpal - - 17 لړم 1398
په كاپيسا كې نن سهار شاوخوا نهه بجې د هاوان مرمۍ چاودنې درېيو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش كليد ته وويل، په نجراب ولسوالۍ كې يوه بزګر په خپل پټي كې د هاوان مرمۍ موندلې، چې وروسته د څو كسانو له خوا د هغې د خلاصولو په مهال يې چاودنه كړې ده.
د نوموړي په...