slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې په درېيو ورځو كې ۲۴۱ داعشيان افغان ځواكونو ته تسليم شوي

توسط - په ننګرهار كې په درېيو ورځو كې ۲۴۱ داعشيان افغان ځواكونو ته تسليم شوي

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې په درېيو ورځو كې ۷۱ داعش وسله وال له خپلو کورنيو سره يو ځاى افغان ځواکونو ته تسليم شوي دي. په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند هارون يوسفزي نن کليد ته وويل، په اچين ولسوالۍ کې د تصفيوي عملياتو په مهال په تېرو درېيو ورځو كې ۲۴۱ داعشيان، چې ۷۱ نارينه، ۶۳ مېرمنې او ۱۰۷...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په اوكراين كې د داعش ډلې يو مهم غړى ونیول شوى

توسط - په اوكراين كې د داعش ډلې يو مهم غړى ونیول شوى

د اوكراين د امنيت ادارې د داعش ډلې د يوه مهم غړي د نيول كېدو خبر وركړى دى. دې ادارې تېره ورځ په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې د ګرجستان اوسېدونكى البراء الشيشاني يې د اوكراين په پايتخت كيف كې نيولى دى. په خبرپاڼه كې راغلي، چې د داعش ډلې دا مهم غړى د اوكرايني او ګرجستاني ځواكونو په ګډو عملياتو كې ونيول...

slideshow, كورني خبرونه

په هلمند كې اوو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په هلمند كې اوو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د ماين چاودنې اوو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، د جمعې په مازديګر شاوخوا څلور بجې د نادعلي ولسوالۍ په باري ګل بازار سيمه كې د ملكيانو پر موټر د سړك غاړې د ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې د دوو ماشومانو په...

slideshow, كركټ

د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلې نن شپه د كركټ دوهمه ۲۰ اوريزه لوبه كوي

توسط - د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلې نن شپه د كركټ دوهمه ۲۰ اوريزه لوبه كوي

د افغانستان او ويسټ د كركټ ملي لوبډلې نن شپه دوهمه ۲۰ اوريزه لوبه ترسره كوي. دا لوبه به د كابل په وخت د ماښام په شپږو بجو د هند د لكنو ښار په ايكانا لوبغالي كې پيل شي. افغان لوبډلې تر دې وړاندې په لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كې له ويسټ انډيزۍ لوبډلې د ۳۰ منډو په توپير ماتې خوړلې وه. ويسټ انډيز افغانستان ته...

slideshow, كورني خبرونه

په كونړ كې د وسله وال بريد له كبله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په كونړ كې د وسله وال بريد له كبله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دولت وسله والو مخالفينو په كونړ كې د دوو سيمه ييزو پوليسو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت د والي وياند عبدالغني مصمم كليد ته وويل، تېر ماښام د نرنګ ولسوالۍ په کوټکي كلي كې دولت ضد وسله والو پر سيمه ييزو پوليسو او ولسي خلکو ډزې كړي، چې له كبله يې يو سيمه ييز پوليس وژل...

slideshow, كورني خبرونه

د تخار د ورسج ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

توسط - د تخار د ورسج ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

د بغلان امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د تخار د ورسج ولسوالۍ د امنيه قوماندان محمد افضل حکيمي د وژل كېدو خبر وركوي. د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت كليد ته وويل، حكيمي نن سهار بېرته خپلې دندې ته روان و، چې د خوست او فرنګ او جلګې ولسواليو ترمنځ په پلفي كوتل كې د دولت د وسله والو مخالفينو له...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې د وسله والو طالبانو يو زندان له منځه وړل شوى

توسط - په ننګرهار كې د وسله والو طالبانو يو زندان له منځه وړل شوى

د ملي اردو چارواکي خبر ورکوي، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو يو زندان له منځه وړى دى. له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې تېره ورځ په شېرزادو ولسوالۍ کې د تصفيوي عملياتو په مهال د طالبانو يو زندان مات کړى دى. د سرچينې په وينا، د دغو...

slideshow, كورني خبرونه

د ټاكنو خپلواك كمېسيون عمومي سرور ته د ۱۳۷ زره خيالي رايو په داخلولو تورن شو

توسط - د ټاكنو خپلواك كمېسيون عمومي سرور ته د ۱۳۷ زره خيالي رايو په داخلولو تورن شو

د ثبات او همپالنې ټاكنيزه ډله وايي، د ټاكنو خپلواك كمېسيون ۱۳۷ زره خيالي رايې له قانوني پاملرنې پرته عمومي سرور ته داخلې كړې دي. د يادې ډلې مرستيال اسدالله سعادتي نن يوې خبري غونډې ته وويل، د راى وركولو ۲۴۰۰ نامعلوم محلونه موجود دي، چې په كې د راى وركولو هېڅ يو شرط عملي شوى نه دى. د سعادتي په خبره، د بايومټريك دستګاوو...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې څلور داعش جنګيالي له خپلو كورنيو سره امنيتي سرتېرو ته تسليم شول

توسط - په ننګرهار كې څلور داعش جنګيالي له خپلو كورنيو سره امنيتي سرتېرو ته تسليم شول

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په تختو سيمه کې د داعش ډلې څلور غړي له ۱۳ مېرمنو، ۲۲ ماشومانو او څلور ميله وسلو سره يوځای امنيتي ځواکونو ته تسليم شول. د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د منسوبينو د معلوماتو له مخې، داعش وسله وال په ياده ولسوالۍ کې سخت ځپل شوي او اړ دي، چې هره ورځ ډلې - ډلې افغان ځواكونو ته تسليم...

slideshow, كركټ

ويسټ انډيز په كركټ كې افغانستان ته پرله پسې څلورمه ماتې وركړه

توسط - ويسټ انډيز په كركټ كې افغانستان ته پرله پسې څلورمه ماتې وركړه

د ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلې تېره شپه د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كې ماتې وركړه. دا لوبه، چې پچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه، د هند د لكنو ښار په ايكانا لوبغالي كې ترسره شوه. ويسټ انډيزۍ لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵...