slideshow, كورني خبرونه

امريكا د سولې په بهير كې د افغان حكومت پر ګډون ټينګار وكړ

توسط - امريكا د سولې په بهير كې د افغان حكومت پر ګډون ټينګار وكړ

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د دې لپاره، چې د سولې بهير بريالى شي، د افغانستان د حكومت مديريت او ګډون په كې حتمي دي او بايد سر له اوسه پيل شي. هغه دا څرګندونې تېر ماښام له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو په مهال وكړې. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني د افغان حکومت د...

slideshow, كورني خبرونه

اديب فهيم له خپلې دندې استعفا وكړه

توسط - اديب فهيم له خپلې دندې استعفا وكړه

د ملي امنيت د عمومي رياست لومړى مرستيال اديب فهيم له خپلې دندې ګوښه شو. هغه نن پر خپله فېسبوك پاڼه خپل استعفا ليك خپور كړى دى. د نوموړي استعفا د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لوري منل شوې ده. اديب فهيم له دندې د ګوښه كېدو علت شخصي ستونزې بللې دي. ده څلور كاله د ملي امنيت د عمومي رياست د لومړي مرستيال په توګه...

slideshow, كورني خبرونه

د وحيد مژده ترور كېدو رسنيز فعالان اندېښمن كړي

توسط - د وحيد مژده ترور كېدو رسنيز فعالان اندېښمن كړي

په كابل ښار كې د سياسي چارو د شنونكي وحيد مژده ترور كېدو د بيان ازادۍ او د رسنيو د فعالانو د فعاليتونو په اړه اندېښنې زياتې كړې دي. مژده د چهار شنبې په ماښام د روسيې سفارت ته نېږدې د نامعلومو موټر سايكل سپرو وسله والو كسانو په ډزو ووژل شو. د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نى اجرايوي مشر عبدالمجيب...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

د پاكستان د بشري حقونو كمېسيون د ادريس خټك د برخليك په اړه اندېښمن دى

توسط - د پاكستان د بشري حقونو كمېسيون د ادريس خټك د برخليك په اړه اندېښمن دى

د پاكستان د بشري حقونو كمېسيون د ادريس خټك په نوم د بشري حقونو د يوه فعال د برخليك په اړه اندېښنه څرګندوي. د خټك كورنۍ ويلي، په دې تړاو هېڅ معلومات نه لري، چې نوموړى اوس چېرته دى. ادريس خټك تېره اونۍ د صوابۍ پر لاره له خپل موټر چلوونكي سره يو ځاى ورك شو. د پاكستان د بشري حقونو كمېسيون تېره ورځ وويل، ښايي...

slideshow, كورني خبرونه

د كانديدانو شورا: د جمهوري رياست ټاكنو پايلې نه منو

توسط - د كانديدانو شورا: د جمهوري رياست ټاكنو پايلې نه منو

د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو شورا خبردارى وركوي، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون وضعيت ته په كتو د يادو ټاكنو پايلې نه مني. د دغې شورا غړي او د جمهوري رياست ټاكنو كانديد احمد ولي مسعود نن يوې خبري غونډې ته وويل، د حكومت رهبرۍ د دې پر ځاى، چې د جمهوري رياست ټاكنو ته چمتووالى ونيسي، هغه يې مهنډسي كړې. د ده په...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې د دوو کورنيو ترمنځ په نښته كې نهه تنه ووژل شول

توسط - په ننګرهار كې د دوو کورنيو ترمنځ په نښته كې نهه تنه ووژل شول

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په بډا کڅ سيمه کې نن سهار شاوخوا شپږ بجې دوو کورنيو خپلمنځي وسله واله نښته كړې ده. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، په دې پېښه کې د دواړو کورنيو نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د نوموړي په خبره، دا نښته د ورېښمين او انور د کورنيو ترمنځ شوې،...

slideshow, كورني خبرونه

نامعلومو وسله والو كسانو د سياسي چارو شنونكى وحيد مژده ترور كړ

توسط - نامعلومو وسله والو كسانو د سياسي چارو شنونكى وحيد مژده ترور كړ

د سياسي چارو شنونكى او ليكوال وحيد مژده تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې په كابل ښار كې په ډزو ووژل شو. د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دوو موټر سايكل سپرو وسله والو كسانو پر مژده د روسيې سفارت ته نېږدې ډزې كړې دي. پر هغه د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى. ګڼ شمېر افغانانو د نوموړي پر ترور خواشيني...

slideshow, كورني خبرونه

ولسي جرګه په لوګر كې پر زده كوونكو د جنسي تېري قضيه څېړي

توسط - ولسي جرګه په لوګر كې پر زده كوونكو د جنسي تېري قضيه څېړي

ولسي جرګې په لوګر كې پر زده كوونكو د جنسي تېري قضيې د څېړلو لپاره پلاوى وټاكه. د دې جرګې غړې مريم سما وايي، د ماشومانو ځورونه جرم او جنايت دى. د هغې په خبره، بايد د لويې څارنوالۍ، كورنيو چارو وزارت، پوهنې وزارت، د ملي امنيت عمومي رياست او پارلمان ګډ پلاوى لوګر ته ولېږل شي، ترڅو د يادې قضيې كره او ناكره والى...

slideshow, اقتصاد, كرهڼه او بڼوالي

په هلمند كې د جوارو حاصلات زيات شوي

توسط - په هلمند كې د جوارو حاصلات زيات شوي

په هلمند كې سږ كال د تېر كال په پرتله د جوارو په حاصلاتو كې زياتوالى راغلى دى. د دې ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زلمى الکو وايي، سږ کال د هلمند په ۳۸ زره هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوي وو، چې له دغو کروندو ۱۹۰ زره ټنه جوار ترلاسه شوي دي. د ده په وينا، دا اندازه حاصلات د تېر...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل كې دوه څارنوالان ووژل شول

توسط - په كابل كې دوه څارنوالان ووژل شول

نامعلومو وسله والو په كابل كې د بګرام پوځي اډې د عدلي او قضايي مركز څلورو څارنوالانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي كليد ته وويل، ياد څارنوالان نن سهار خپلې دندې ته روان وو، چې د كابل په قره باغ ولسوالۍ كې له وسله وال بريد سره مخ شول. د نوموړي په خبره، په دې بريد كې دوه څارنوالان...