توسط hewadpal -
د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د هغو عملياتو په مهال، چې د مارجې ولسوالۍ د نيولو په هدف روان دي، څلور طالبان وژل شوي، درې تنه نور ټپيان شوي او...
توسط hewadpal -
د تخار د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست په دې ولايت كې سږ كال د تېر كال په پرتله د شاتو حاصلاتو د ۳۰ فيصده زياتېدو خبر وركوي.
د تخار د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس سراج الدين مهربان وايي، سږ كال په دغه ولايت كې د شاتو حاصلات څه باندې ۱۰۰ ټنه ته رسېدلي، په داسې حال كې، چې تېر كال...
توسط hewadpal -
د نړۍ په كچه ورزش ته د تنكيو ځوانانو لېوالتيا كمه شوې او يو علت يې له ټكنالوژۍ ګټه اخيستنه بلل شوې ده.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د نوو موندنو پر بنسټ يې له ۱۱ تر ۱۷ كلونو پورې تنكي ځوانان ورزش او فزيكي فعاليتونو ته لږه لېوالتيا لري.
د دغه سازمان په خبره، د نړۍ د هرو پنځو تنكيو ځوانانو څلور تنه يې...
توسط hewadpal -
امنيتي چارواكي د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ماين چاودنې خبر وركوي.
د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې او ۲۰ دقيقې په قلعه وزير سيمه كې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د چسپكي ماين چاودنه شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې په موټر كې ناست يو تن...
توسط hewadpal -
د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ په هند كې څلور ورځنۍ تمريني لوبه په درېيمه ورځ د دواړو لوبډلو او لوبڅارانو په هوکړې پاى ته ورسېده او مساوي اعلان شوه.
په دې لوبه کې، چې ويسټ انډيز يې پچه ګټلې او لومړى يې توپوهنه غوره کړې وه، ويسټ انډيز په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۶۸ او وروسته افغانستان په خپلې...
توسط hewadpal -
د ننګرهار د ګمرك رياست په لومړي ځل په يوه مياشت كې نېږدې دوه ميليارده افغانۍ عوايد را ټول كړي دي.
د دې ولايت د ګمرک رئيس احمد نويد بشريار وايي، په تېره لړم مياشت كې يې يو ميليارد، ۸۳۱ ميليونه افغانۍ عوايد را ټول کړل او د دولت خزانې ته يې وسپارل.
دى د عوايدو د لوړېدو علتونه د چارو ښه مديريت، د فساد...
توسط hewadpal -
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په ايران كې د انټرنېټي خدمتونو پر بندېدو نيوكه كړې ده.
نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د ايران حكومت په دې هدف، چې ايرانيان په خپل هېواد كې له تاوتريخوالي خبر نه شي، هلته انټرنېټي خدمتونه بند كړي دي.
بل پلو د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو د ايران له خلكو غوښتي، چې د ويډيوګانو او...
توسط hewadpal -
اروپايي اتحاديې د افغانستان لپاره د خپلې بېړنۍ مرستې كچه ۷۷ ميليونه يورو ته ورسوله.
اروپايي كمېسيون د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه كې وويل، دا ګام په افغانستان كې د بشري وضعيت د خرابېدو له كبله اخيستل شوى دى.
په اعلاميه كې راغلي، چې ۴۰ ميليونه اضافي يورو به د بېړني روغتيايي مراقبت، سرپناه، د اوبو برابرولو او د ښځو او ماشومانو د...
توسط hewadpal -
يوې لوړپوړې امريكايي ډيپلوماټې د چين له بنسټيز پروګرامه د رامنځته كېدونكو خطرونو په اړه پاكستان ته خبردارى وركړى دى.
د جنوبي او مركزي اسيا په چارو كې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس وېلز تېره ورځ په يوه كنفرانس كې وويل، د چين - پاكستان له ۶۰ ميليارد ډالري اقتصادي دهلېز څخه به يوازې بيجينګ ګټه پورته كړي.
متحدو ايالتونو او زيات...
توسط hewadpal -
وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ د سره صليب د نړيوالې كمېټې په همكارۍ ۱۰ امنيتي سرتېري افغان حكومت ته وسپارل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه کسان يې د هغې هوکړې له مخې خوشې كړي، چې په افغانستان كې د امريكايي پوهنتون د دوو استادانو او د طالبانو د درېيو جګپوړو غړو د تبادلې لپاره شوې وه.
د هلمند د رسنيو دفتر...