slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په بريتانيا كې يوه كس پنځو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - په بريتانيا كې يوه كس پنځو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

راپورونه وايي، په بريتانيا كې د لندن پله ته څېرمه يو كس پر عامو خلكو بريد كړى او پنځو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د جمعې په ورځ د عثمان خان په نوم يوه ۲۸ كلن سړي، په داسې حال كې چې تقلبي ځانمرګى واسكټ يې پر تن و، د چاقو په وسيله پر عامو وګړو بريد وكړ. د پوليسو د معلوماتو پر...

slideshow, كورني خبرونه

په بلخ كې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان وژل شوى

توسط - په بلخ كې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان وژل شوى

۲۰۹ شاهين قول اردو د بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان د وژل كېدو خبر وركوي. دغې قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په يادې ولسوالۍ كې د جمعې په مازديګر د نښتې او توپچي بريدونو په ترڅ كې د ګل نبي په نوم د طالبانو سيمه ييز قوماندان له خپلو پنځو...

slideshow, كورني خبرونه

طالبانو له امريكا سره د مذاكراتو بېرته پيلولو ته چمتووالى وښود

توسط - طالبانو له امريكا سره د مذاكراتو بېرته پيلولو ته چمتووالى وښود

طالبانو له امريكا سره د سولې مذاكراتو بېرته پيلولو ته چمتووالى ښودلى دى. د دواړو لورو ترمنځ مخكېني مذاكرات له نهو پړاوونو وروسته په تېره سپټمبر مياشت كې د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي د دوام له كبله د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له لوري لغوه شول. خو رويټرز خبري اژانس تازه د طالب مشرانو له قوله راپور خپور كړى، چې د دې...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: په هېواد كې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو کار دوام لري

توسط - جمهور رئيس غني: په هېواد كې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو کار دوام لري

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د هېواد په ټولو ولسواليو کې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو کار دوام لري او په هغو ولايتونو کې، چې جامع جوماتونه يې نه لرل، د ۲۶ جامع جوماتونو د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال كې دي. هغه دا څرګندونې تېر ماخوستن د كابل ښار د پل خشتي جامع جومات د بيارغونې او مرمت چارو د پاى...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

په تهران کې د هوا د ککړتيا له كبله ښوونځي وتړل شول

توسط - په تهران کې د هوا د ککړتيا له كبله ښوونځي وتړل شول

د ايران په پايتخت تهران کې د هوا د زياتې ککړتيا له كبله وړکتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي. د تهران مرستيال والي محمد تقي زاده وايي، د هوا ککړتيا ښايي نن تر دې هم زياته شي. د هغه په وينا، ځانګړې کمېټې د تعليمي ادارو د تړلو پرېکړه کړې ده. په تهران کې ټول ورزشي فعاليتونه هم لغوه شوي او چارواکو له خلکو په...

slideshow, كورني خبرونه

د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې د خلكو د رايو او حقونو پر دفاع ټينګار وكړ

توسط - د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې د خلكو د رايو او حقونو پر دفاع ټينګار وكړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې نن په كابل ښار كې لاريون وكړ او ډاډ يې څرګند كړ، چې په ټول توان به د خلكو د رايو او حقونو دفاع وكړي. د دغه لاريون په پرېكړه ليك كې راغلي، هغه نظام ته به اجازه ورنه كړي، چې په درغلۍ رامنځته شوى وي. د پرېكړه ليك پر بنسټ، د ټاکنو خپلواک...

slideshow, كورني خبرونه

شنونكي د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بيا پيل افغانانو ته ښه زېرى بولي

توسط - شنونكي د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بيا پيل افغانانو ته ښه زېرى بولي

د امريکا او افغانستان جمهور رئيسانو له طالبانوسره پر احتمالي اوربند خبرې کړې دي. د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د بګرام په هوايي ډګر کې يې پر امريكايي پوځيانو سربېره له خپل افغان سيال محمد اشرف غني سره هم وكتل. دواړه مشران له طالبانو سره پر احتمالي اوربند غږېدلي دي. ټرمپ خپلو پوځيانو ته...

slideshow, كورني خبرونه

په لغمان کې يو وسله وال طالب په ټپي حالت کې نيول شوى

توسط - په لغمان کې يو وسله وال طالب په ټپي حالت کې نيول شوى

په لغمان كې افغان ځواکونو يو وسله وال طالب په ټپي حالت کې نيولى دى. په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په عليشنګ ولسوالۍ کې تېره شپه د مومن خان په نوم يو وسله وال طالب، چې څه موده وړاندې د يادې ولسوالۍ په شمکټ سيمه کې د هوايي بريد په...

slideshow, كورني خبرونه

په جلال اباد ښار كې يو پوليس ترور شو

توسط - په جلال اباد ښار كې يو پوليس ترور شو

نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې يو پوليس په ډزو وژلى دى. يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وويل، ياد پوليس نن سهار د جلال اباد ښار په ګنده چشمه سيمه كې ووژل شو. ومو غوښتل په دې اړه د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ نظر هم واخلو، خو هغې په دې تړاو له څه ويلو...

slideshow, كورني خبرونه

په هلمند كې ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول

توسط - په هلمند كې ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول

۲۱۵ ميوند قول اردو د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي. د دې قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا هوايي بريد تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په لومړي بلاك سيمه كې د طالبانو پر يوه پټنځاى ترسره شو. سرچينه وايي، د...