توسط hewadpal -
د خوست پوليسو نن سهار شاوخوا لس بجې د دې ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې دوه تنه ماين لېږدوونکي نيولي دي.
د خوست له امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، يادو دوو تنو غوښتل له تڼيو ولسوالۍ څخه خوست ښار ته پر موټر سايکل ماين ولېږدوي، خو پوليسو له اطلاع سره سم دواړه ماين لېږدوونکي ونيول.
تراوسه په دې هكله کومې...
توسط hewadpal -
د خوست ښار د ختيځې برخې سبزي منډوي ته څېرمه نن يوه څلور لارې د ډاکټر تېتسو ناکامورا په نوم ونومول شوه.
د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان وايي، له دې كاره يې هدف له جاپاني ولس سره د ډاکټر ناکامورا په غم کې ځان شريک بلل دي.
نوموړى د ياد ډاكټر وژونکي د افغانستان دښمنان يادوي.
مدني فعال بوستان وليزی هم د ډاکټر ناکامورا وژل...
توسط hewadpal -
د اسلامي عدالت ټاكنيزې ډلې مشر ګلبدين حكمتيار وايي، كه د جمهوري رياست ټاكنې دوهم پړاو ته ځي او يا هم باطلېږي، بايد د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو لپاره لنډ مهالى حكومت رامنځته شي.
هغه نن په كابل ښار كې خپلو ګڼ شمېر پلويانو ته، چې لاريون يې كړى و، وويل، په هغو محلونو كې دې بياځلي ټاكنې وشي، چې بايومټريك...
توسط hewadpal -
امنيتي مسوولين په زابل كې د افغان هوايي ځواكونو په عملياتو كې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د هېواد په جنوب كې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند احمد صادق عيسى نن کليد ته وويل، دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د زابل د شاه جوى ولسوالۍ په جر بازار سيمه كې ترسره شول.
نوموړى وايي، عمليات كوونكو...
توسط hewadpal -
امريكا وايي، په سيمه كې د ايران د چلند په اړه اندېښنو ته په كتو منځني ختيځ ته د زرګونو نورو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي.
د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت د پاليسۍ چارو مرستيال جان راډ پرون كانګرېس ته وويل، واشنګټن د ايران چلند په اندېښنې سره څاري.
نوموړي منځني ختيځ ته د تلونكو امريكايي سرتېرو كره شمېر په ډاګه نه كړ،...
توسط hewadpal -
د كابل – جلال اباد پر لويه لار ټرافيکي پېښې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا درې بجې پر ياده لار د قرغيو ولسوالۍ په سرخکانو سيمه كې د يوه ټوډي ډوله موټر او ټېلر د ټكر په پېښه كې درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د هغه په...
توسط hewadpal -
امنيتي ځواكونو په ننګرهار كې د يوه هوټل مالک او سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې كړ او خپلې كورنۍ ته يې وسپاره.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې تېره شپه د اجمل اکبري په نوم د يوه هوټل مالک او سوداګر د انسان تښتوونکو له لوري تښول شوى و، چې...
توسط hewadpal -
د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، ملي ځواکونه دې د خلکو او ولس لپاره د نظم او امنيت د ټينګولو په لاره کې وکارول شي او له دولتي امکاناتو دې هم قانوني استفاده وشي.
نوموړي دا څرګندونې د ده په مشرۍ د امنيتي سکټور د مشرتابه په جوړه شوې غونډه كې وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، په ياده غونډه...
توسط hewadpal -
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۳ نور داعشيان افغان ځواکونو ته تسليم شول.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي نن كليد ته وويل، ياد شمېر داعشيانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپل ځانونه امنيتي سرتېرو ته سپارلي دي.
د ده په وينا، په دې كسانو كې ۳۱ تنه يې د داعش ډلې وسله وال غړي...
توسط hewadpal -
په هلمند كې د سړك غاړې ماين چاودنې د دې ولايت د څلورمې سرحدي لېوا د قوماندان په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، امنيتي چارواكي له يو شمېر خبريالانو سره يو ځاى مارجې ولسوالۍ ته د پوځي عملياتو د څارلو په هدف روان وو، چې نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰...