توسط hewadpal -
د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، له هغو جنايتكارانو سره بايد جدي چلند وشي، چې عمومي نظم ګډوډوي او د خلکو په منځ کې وېره خپروي.
نوموړي دا خبره د ده په مشرۍ د امنيتي سكټور د رهبرۍ په جوړه شوې غونډه كې وكړه.
د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، محب د هېواد امنيتي ارګانونو ته دنده وسپارله،...
توسط hewadpal -
د کابل - جلال اباد پر لويه لار د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو كې ټرافيكي پېښې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د ټرافيکو مدير سمونمل عبدالمتين وايي، تېر مازديګر شاوخوا درې بجې د قرغيو ولسوالۍ په مشعلې کمر سيمه کې د يوه مرسيډيز ډوله مسافر وړونکي موټر او د تېلو د يوه ټانکر ترمنځ ټکر شوی دی.
د هغه...
توسط hewadpal -
د عامې روغتيا وزارت ډاډ ورکوي، چې همدا اوس په هېواد کې ۹۰ فيصده خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري.
د دغه وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د روغتيايي پوښښ د نړيوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه كړې وه.
د عامې روغتيا وزارت مرستيالې ډيوې صمد په همدې غونډه کې وويل، روغتيايي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي له کبله په هېواد...
توسط hewadpal -
د كورنيو چارو سرپرست وزير محمد مسعود اندرابي وايي، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو د همغږۍ او ګټورو پروګرامونو له كبله سږ كال د افغان سرتېرو مرګ ژوبله كمه شوې ده.
نوموړي نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، په ۱۳۹۸يم هجري لمريز كال كې د وسله والو طالبانو د بريدونو پر ۱۲ فيصده زياتېدو سربېره د افغان ځواكونو په مرګ...
توسط hewadpal -
د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، د افغانستان رسنۍ ډېرى وخت منفي موضوعات خپروي.
هغې نن په يوه غونډه كې، چې په امنيتي سكټور كې د ښځو د ونډې تر سرليك لاندې جوړه شوې وه وويل، افغان رسنۍ زيات وخت د جګړې، وژنې او تخريب اړوند موضوعات له خلكو سره شريكوي.
د رولا غني په خبره، د افغانستان حكومت په تېرو پنځو كلونو كې...
توسط hewadpal -
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا ټاكنيز كمېسيونونه او د جمهوري رياست ټاكنو كانديدان د روان ټاكنيز بحران رامنځته كوونكي وبلل.
د ياد بنسټ اجرايوي رئيس محمد يوسف رشيد نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د ټاكنو خپلواك كمېسيون ونه شو كولى، چې د ټاكنو پروسه په سمه توګه مديريت كړي.
هغه زياته كړه، دا كمېسيون همدارنګه د خپلو لايحو...
توسط hewadpal -
امريكا پر ايران نوي بنديزونه ولګول او دا ځل يې يو شمېر شركتونه يمن ته د ډله ييزې وژنې د وسلو او پوځي تجهيزاتو د لېږد له كبله په نښه كړي دي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو دا بنديزونه تېره ورځ اعلان كړل.
نوموړي وويل، ياد بنديزونه نړۍ ته خبر وركوي، هغه كسان به هم له بنديزونو سره مخ شي، چې له...
توسط hewadpal -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، حکومت په دې خاطر، چې د هوا د ککړتيا مخنيوى وکړي، د نفتو او ډبرو سکرو د سون لپاره د بديلې انرژۍ د توليد په لټه کې دى.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني تېر ماښام په ارګ كې د تجديد وړ انرژۍ د توليدي او صنعتي خدمتونو د اتحاديو له...
توسط hewadpal -
په پروان كې په يوه كلينيك كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه، چې له موټربم چاودنو وروسته پيل شوه، تېره شپه پاى ته ورسېده.
د چهار شنبې په سهار شاوخوا شپږ بجې له موټربم چاودنو وروسته څو وسله وال كسان په بګرام ولسوالۍ كې يوه غيرې فعال كلينيك ته داخل شول او جګړه يې پيل كړه.
د كورنيو چارو وزارت وياند...
توسط hewadpal -
د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، د ملي امنيت شورا دفتر اداري تشکيلات تر ۵۰ فيصده را کمېږي.
ده دا خبره تېر مازديګر د ملي امنيت شورا دفتر له لوړپوړو مسوولينو سره په کتنه کې وكړه او د دې دفتر يو شمېر هغه همکاران يې وستايل، چې د ماموريت دوره يې پاى ته رسېدلې ده.
د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې...