توسط hewadpal -
د بريتانيا محافظه كار ګوند، چې لومړى وزير بوريس جانسن يې هم غړى دى، د دې هېواد په پارلماني ټاكنو كې په غوڅ اكثريت بريا خپله كړه.
دا ګوند، چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو پلوى دى، وتوانېد د پارلمان له ۶۵۰ چوكيو ۳۶۴ يې ترلاسه كړي.
جانسن پرون په پارلماني ټاكنو كې د خپل ګوند له بريا وروسته وويل، دغه بريا د...
توسط hewadpal -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جمعې په ورځ پاكستان ته د سفر په مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي، لوى درستيز قمر جاوېد باجوه او ځينو نورو چارواكو سره وليدل.
په اسلام اباد كې د امريكا سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې خليلزاد په...
توسط hewadpal -
د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې مشر عبدالله عبدالله له خپلو ملاتړو وغوښتل، چې د يكشنبې په ورځ د ټاكنو خپلواك كمېسيون ته د پاتې اوو ولايتونو د رايو د تفتيش او بيا شمېرنې اجازه وركړي.
ده تېره شپه يوې خبري غونډې ته د وينا په مهال وويل، دا غوښتنه يې د ښه نيت ښودلو لپاره وكړه او د بې بايومټريكه او بې وخته...
توسط hewadpal -
د هرات ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د درېيو امنيتي سرتېرو د ترور كېدو خبر وركوي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، نن سهار درې امنيتي سرتېري د هرات ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شول.
د هغه په وينا، بريد كوونكي پر افغان ځواكونو تر ډزو وروسته له سيمې تښتېدلي...
توسط hewadpal -
امنيتي چارواکي د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ماين جوړولو د يوه مركز د له منځه وړلو خبر ورکوي.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي اردو ځواکونو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماين جوړولو يو مركز كشف كړى او له منځه يې وړى دى.
سرچينې زياته کړې، چې افغان...
توسط hewadpal -
د غزني ولايتي چارواكي وايي، نن سهار شاوخوا نهه بجې په دغه ولايت كې د وسله والو طالبانو له لوري د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې ۱۶ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د ملكي وګړو يو فلاينكوچ ډوله موټر له دايكندي نه د غزني مركز ته پر لاره و، چې د...
توسط hewadpal -
په كندهار او زابل ولايتونو كې د يوه قوماندان په ګډون د دولت ۱۷ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له كبله د خطيب په نوم د يوه قوماندان په ګډون د دولت څلور وسله وال...
توسط hewadpal -
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون نن د ټاكنيز بحران د حل لپاره د بېلابېلو خواوو په ګډون مشورتي غونډه وكړه.
د ياد كمېسيون مشرې زهرې بيان شينوارې د دې غونډې هدف له ټاكنيز بحرانه وتل او د خلكو انتظار پاى ته رسول وبلل.
هغې له ټاكنيزو ډلو وغوښتل، ټاكنيز كمېسيونونه دې پرېږدي، چې خپلې دندې له قانون سره سمې مخته يوسي.
بل پلو د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون...
توسط hewadpal -
ډاکټر موراکامي د ډاكټر تېستو ناكامورا پر ځاى د PMS جاپانۍ خيريه موسسې د نوي مشر په توګه ټاكل شوى دى.
دې موسسې ويلي، چې ډاكټر موراكامي به د ډاکټر ناکامورا نيمګړى ماموريت بشپړ کړي.
ډاكټر ناكامورا څه موده وړاندې د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې په وسله وال بريد كې له خپلو پنځو همكارانو سره ووژل او وروسته يې مړى جاپان ته...
توسط hewadpal -
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د چهار شنبې ورځې د هغه بريد له کبله يې له طالبانو سره د سولې خبرې د لنډې مودې لپاره ځنډولي، چې هغوى بګرام هوايي اډې ته نېږدې كړى و.
ده تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې له طالبانو سره يې په ليدنه كې پر ياد...