توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان او بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به درېيمه او وروستۍ شل اوريزه لوبه د كابل په وخت نن ماښام اووه بجې د هند په دهرادون ښار كې پيل شي.
د دغې لړۍ تېرې دواړه لوبې افغان لوبډلې ګټلې دي.
د دواړو لوبو د غوره لوبغاړي جايزه راشد خان ترلاسه كړه.
د كركټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتك وايي، افغان لوبډله د درېيمې...
توسط ISMAT MAYAR -
د جمهور رئيس محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ، چې د مجاهدينو د بري ورځې په مناسبت يې صادر کړى و، د ننګرهار له مرکزي زندانه د اوو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون ۱۳۱ بنديان خوشې شول.
د ننګرهار د څارنوالۍ مسوولين وايي، د دغه امر له مخې د ۱۱۱ نورو بنديانو د بند په موده کې کموالى راغلى دى.
د ننګرهار د...
توسط ISMAT MAYAR -
د کليد ګروپ موندنې ښيي چې کابل ښاروالي لا هم د طالبانو د حکومت پر مهال له جوړو شوو قوانینو ګټه پورته کوي او د دې ادارې مسوولین نه دي توانیدلي، د شاوخوا ۱۷ کلونو په تېریدو سره د ښاروالیو لپاره نوي قوانین جوړ کړي.
دغه څیړنیز راپور ښیي چې د طالبانو د امارت قوانین او مقررات د حکومتولۍ له نني سيستم سره سر...
توسط ISMAT MAYAR -
په ګواتيمالا کې د اورغورځونې د يوې پېښې له کبله تر دې مهاله ۷۵ تنه وژل شوي او ۱۹۲ نور لادرکه دي.
د ګواتيمالا د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په تېرو څلورو لسيزو کې دغه ډول پېښه مخينه نه لري.
د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې له هغه وروسته خلکو ته خبرداری ورکړ چې د سه شنبه په ورځ يو...
توسط ISMAT MAYAR -
د کونړ د ښځو چارو رياست مسولين وايي د تېر کال په پرتله په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي.
د دې ولايت د ښځو چارو رئيسې سهيلا بابري کليد ته وويل چې، د تېر کال په پرتله سږکال له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډيرې کمې قضيې ثبت شوې دي.
نوموړې که څه هم...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاکل شوې سبا د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه جوړه شي.
په دغه غونډه کې په ځانګړي ډول د افغانستان په امنيتي وضعيت او دغه هېواد ته نورو بهرنيو سرتېرو په استولو بحث کېږي.
د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه دوه ورځې دوام کوي، د پنجشنبې په ورځ پيلېږي او د جمعې په ورځ پای ته رسېږي. په دې...
توسط ISMAT MAYAR -
د غزني په اب بند ولسوالۍ كې د ټرافيكي پېښې له كبله څلورو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا پېښه نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ بجې د يادې ولسوالۍ په سپين بند سيمه كې د يو ټېلر او دوو كوچنيو موټرونو د ټكر په ترڅ كې رامنځته شوې ده.
هغه...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو په مهال د داعش وسله والې ډلې دوه مرکزونه له منځه وړل شوي او ۱۰ داعشيان وژل شوي دي.
د ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه بريدونه تېره ورځ د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ډاګو او چنګي سيمو کې...
توسط ISMAT MAYAR -
نن د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې دوهمه نړيواله شل اوريزه لوبه کوي.
دغه لوبه د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي او د كابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي.
افغانستان او بنګله دېش وړمه شپه د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ پيل کړه.
د دغې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د ۴۵ منډو په توپير...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، سلګونه ښوونځي يې د امنيتي ګواښونو له كبله رخصت کړي دي.
د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري کليد ته وويل، وروسته له هغه، چې داعش وسله والې ډلې په ننګرهار کې د نجونو پر ښوونځيو د ممکنه بريدونو خبردارى ورکړ، نو دوى پرېکړه وکړه، چې د تودو سيمو ښوونځي له عمومي رخصتيو وړاندې رخصت کړي.
شينواري زياته كړه،...