توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ولسي جرګې د غړي فريد مومند پر کور ډله ييز بريد د ۴ تنو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
په دغه بريد کې ۲ تنو ځانمرګو بريدکوونکو برخه اخيستې وه. د ننګرهار د ولايت مقام له رسنيز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوه تنه بريدکوونکي نن سهار اووه بجې د جلال...
توسط ISMAT MAYAR -
د غزني ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ټرافيکې پېښې له کبله دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، دغه ټرافيکي پېښه د کابل- کندهار په عمومي سړک د غزني ولايت د بلخ دروازې په سيمه کې پرون غرمه مهال شاوخوا يوه نيمه بجه د ملي اردو د رينجر او يو موټرسايکل...
توسط ISMAT MAYAR -
د طالبانو نظامي شورا د افغان حکومت د اوربند د وړانديز د څېړلو لپاره غونډه کوي.
د امريکا ان بي سي شبکې د طالبانو د نظامي شورا د يوه غړي له قوله راپور ورکړی چې دغه ډله به د دې اوربند په مثبتو او منفي اړخونو په غور سره بحث وکړي.
د طالبانو د نظامي شورا دغه غړي د خپل نوم نه اخيستو په شرط...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د مومندو د قومي شورا په دفتر ډله ييز بريد شوی دی.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فريد مومند وايي، څو وسله والو کسانو غوښتل دغه دفتر دننه شي، خو د پوليسو او د دغه دفتر د ساتونکو له سخت مقاومت سره مخ شوي او په ترڅ کې يې يو پوليس...
توسط ISMAT MAYAR -
نامعلومو وسله والو د هرات په زنده جان ولسوالۍ كې يو ديني عالم وژلى دى.
د دې ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، مولوي عبدالسلام تېره شپه شاوخوا لس بجې د تراوېح لمانځه له ادا كولو وروسته خپل كور ته روان و، چې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.
د هغه په خبره، تراوسه د دې قتل علت معلوم نه...
توسط ISMAT MAYAR -
په اروزګان کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ كې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه هوايي بريد تېره شپه د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو د اروزګان د مرکز اړوند په شاه منصور سيمه کې د وسله والو پر يوه مرکز...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان كړ او امنيتي ځواكونو ته يې امر وكړ، چې د اوربند په مهال پر دې ډلې ټول تهاجمي عمليات ودروي.
نوموړي نن په يوه ويډيويي پيغام كې وويل، د تېرې دوشنبې په ورځ د ديني عالمانو په غونډه كې د اوربند له شوي وړانديزه ملاتړ كوي او ورسره موافق دى.
جمهور رئيس...
توسط ISMAT MAYAR -
په باميان كې نن د دولسم ټولګي له ۵۰۱۲ فارغانو د كانكور ازموينه پيل شوه، چې دوه ورځې به دوام ولري.
د دې ولايت د پوهنتون رئيس محمد عارف يوسفي وايي، نن او سبا له ۲۹۸۳ بامياني هلكانو او ۲۰۲۹ بامياني نجونو د كانكور ازموينه اخيستل كېږي.
يوسفي زياتوي، سږ كال به له دوه زرو زيات كسان د باميان ولايت پوهنتون ته جذب شي.
د نوموړي...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کانونو په ځانګړي ډول د کرومايټو د قاچاق مخنيوي په خاطر دې د سوداګرۍ او صنايعو خونې د استازو په حضور کې د ملي امنيت شورا غونډه جوړه او د امنيه قوماندانانو په دستورالعمل کې دې هم د قاچاق مخنيوي ته ځاى وركړل شي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ كې د ده په مشرۍ د...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ډاګو سيمه کې پرون ماسپښين شاوخوا درې نيمې بجې د هاوان مرمۍ په يوه کور کې چاودنه کړې، چې له كبله يې د شېر محمد په نوم ځاىي اوسېدونكى او مېرمن يې وژل شوي او د دوی څلور اولادونه ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د شېر محمد مېرمنې په بوسو کې...