slideshow, كورني خبرونه

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د افغان حکومت د سولې له پلان ملاتړ اعلان کړ

توسط - د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د افغان حکومت د سولې له پلان ملاتړ اعلان کړ

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په اتفاق سره د افغانستان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ، جمهور رييس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د شانګهای د همکاريو سازمان په سرمشریزه غونډه کې چې د چين په شینګډاو ښار کې جوړه شوې وه، ګډون او وينا وکړه...

slideshow, كورني خبرونه

برېتانيا د نجونو د زده کړې په برخه کې له افغانستان سره ۸۰ مليون ډالره مرسته اعلان کړه

توسط - برېتانيا د نجونو د زده کړې په برخه کې له افغانستان سره ۸۰ مليون ډالره مرسته اعلان کړه

د برېتانيا حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره ۸۰ ميليون ډالره مرسته کوي. په کابل کې د برېتانيا سفارت وايي، په دې پيسو سره به په افغانستان کې ۷۰زره نجونو ته د  زده کړو زمينه برابره شي. ټاکل شوې دغه پيسې په دوو ښوونيزو پروژو کې ولګول شي تر څو افغان نجونې په لومړنيو او منځنيو ښوونځيو او مدرسو...

slideshow, كورني خبرونه

د راتلونكې سې شنبې په ورځ كابل ته يو پاكستانى پلاوى راځي

توسط - د راتلونكې سې شنبې په ورځ كابل ته يو پاكستانى پلاوى راځي

په اسلام اباد كې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال وايي، د پاکستان د لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د دغه هېوا يو لوړ رتبه پلاوى د راتلونکې سې شنبې په ورځ كابل ته ځي. د نوموړي په وينا، د دغه پلاوي په ترکيب کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال نويد مختار هم شامل دى. زاخېلوال زياتوي، پاكستانى پلاوى به له...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: موږ د سولې هدف ته نږدې يو

توسط - جمهور رئيس غني: موږ د سولې هدف ته نږدې يو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دوى د سولې هدف ته نږدې دي، خو د دوستو هېوادونو همکاري به يې دغه هدف ته نور هم نږدې کړي. هغه دا څرګندونې چين ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دغه هېواد له جمهور رئيس شي جين پينګ سره د ليدنې په مهال وكړې. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې جمهور رئيس...

slideshow, كركټ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بنګلور ته ورسېده

توسط - د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بنګلور ته ورسېده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هند له لوبډلې سره د تاريخي ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبې د ترسره كولو په هدف د دغه هېواد بنګلور ښار ته رسېدلې ده. ټاکل شوې دا لوبه د روانې جون مياشتې له ۱۴مې تر ۱۸مې نېټې په اېم چينناسوامي لوبغالي کې ترسره شي. د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې افغان لوبډلې په هند كې د...

slideshow, كورني خبرونه

ارغنداب کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - ارغنداب کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ملي او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني کليد ته وويل، تېره شپه دولس نيمې بجې وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان خوني کارېز په سيمه کې د پوليسو پر پوستې وسله وال بريد کړی، چې په ترڅ کې يې دوه ملي او درې سيمه...

slideshow, كورني خبرونه

غزني ښار كې د ترور ډلې د يوه سرګروپ په ګډون دوه كسان وژل شوي

توسط - غزني ښار كې د ترور ډلې د يوه سرګروپ په ګډون دوه كسان وژل شوي

د غزني د مرکز اړوند پښتون اباد سيمه کې د وسله والو طالبانو د ترور ډلې د ډلمشر په ګډون دوه تنه د امنيتي ځواکونو د يوه کمين په ترڅ کې وژل شوي دي. د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، دغه کسان د طوفان تره خېل ډلې اړوند وو او په ښار کې يې هدفي وژنې ترسره کولې. د...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار پوليسو په دغه ولايت کې د يو شمېر چاودنو مخنيوی كړى

توسط - د ننګرهار پوليسو په دغه ولايت کې د يو شمېر چاودنو مخنيوی كړى

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې د چاودنو د ترسره کېدو مخنيوی کړی دی. د ننګرهار د پوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، د امنيه قوماندانۍ اړوند پوليسو د دې ولايت په روداتو، مومندرې او اچين ولسواليو کې د يو شمېر خونړيو پېښو مخه نيولې ده. مشرقيوال زياته كړه، په يادو ولسواليو کې پوليسو ۱۶ د...

slideshow, كورني خبرونه

كابل ښار كې چاودنې درې تنه ټپيان كړل

توسط - كابل ښار كې چاودنې درې تنه ټپيان كړل

امنيتي مسوولين وايي، د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د چسپكي ماين چاودنې درې تنه ټپيان كړل. د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانكزي كليد ته وويل، دا چاودنه نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې او ۳۰ دقيقې د كابل ښار په كمپنۍ سيمه كې د پوليسو پر رېنجر موټر شوې، چې له كبله يې يو پوليس...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار کې ۴ ملکيان او دوه پوليس ووژل شول

توسط - په ننګرهار کې ۴ ملکيان او دوه پوليس ووژل شول

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، کوټ ولسوالۍ کې په يوه هټۍ کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله ۲۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، د کوټ ولسوالۍ په دهندرانو سيمه کې تير ماښام شاوخوا ۷ بجې د روژه ماتې پرمهال د ولسي وګړو په يوه هټۍ کې...