slideshow, كورني خبرونه

د ملي يووالي حكومت د بې ځايه شوو د ستونزو د حل لپاره جدي اراده لري

توسط - د ملي يووالي حكومت د بې ځايه شوو د ستونزو د حل لپاره جدي اراده لري

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د بې ځايه شوو د ستونزو د حل لپاره جدي اراده او په راتلونکو شپږو مياشتو کې په دې اړه عمده مسايلو ته رسېدنه يې د کار لومړيتوب کې قرار لري. نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د بېلابېلو ولايتونو لسګونو بې ځايه شوو كسانو سره د ليدنې په مهال وكړې. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني له پاكستانه د خبرو مېز ته د طالبانو راوستلو غوښتنه كړې

توسط - جمهور رئيس غني له پاكستانه د خبرو مېز ته د طالبانو راوستلو غوښتنه كړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله وژنه تاييد كړه. هغه د جمعې په ورځ ناوخته په يوه ټويټري پيغام کې دا كار د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور جوړولو لور ته يو لوى ګام بللى دى. جمهور رئيس غني ويلي، په دې اړه يې د پاکستان له موقت لومړي وزير نصيرالملک او د دغه هېواد د...

slideshow, كورني خبرونه

راتلونكو ټاكنو ته نږدې پنځه نيم زره احتمالي كانديدانو نومليكنه كړې

توسط - راتلونكو ټاكنو ته نږدې پنځه نيم زره احتمالي كانديدانو نومليكنه كړې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون مسوولين وايي، سره له دې، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونكو ټاكنو ته نږدې پنځه نيم زره احتمالي كانديدانو نومليكنه كړې، خو په يو شمېر ولسواليو كې هېڅ كانديد خپل نوم نه دى ليكلى. د دغه كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد، چې نن يې په يوه خبري غونډه كې خبرې كولې وويل، د ولسواليو شوراګانو لپاره د ښځينه...

slideshow, كورني خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزير خپله دنده پرېښوده

توسط - د کور او ښار جوړولو وزير خپله دنده پرېښوده

د كور او ښار جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري او څلورو مرستيالانو يې خپلې دندې پرېښودې. هغه نن يوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال د خپلو لاسته راوړنو د يادولو ترڅنګ وويل، استعفا يې د ملي يووالي حكومت سره د همكارۍ پرېښودلو په معنا نه ده او په هره برخه كې، چې ترې غوښتنه وشي، همكارۍ ته چمتووالى لري. په همدې حال...

slideshow, كورني خبرونه

اماراتو له سلګونو بېوزلو افغان كورنيو سره مرسته وكړه

توسط - اماراتو له سلګونو بېوزلو افغان كورنيو سره مرسته وكړه

د متحده عربي اماراتو سرې مياشتې ټولنې سلګونو بېوزلو کورنيو ته په کابل کې د اماراتو د سفارت تر څارنې لاندې په شيخ زايد کلي کې، چې په قصبه کې موقعيت لري، خوراکي توکي ووېشل. دغه خوراکي توکي معلولينو، کونډو، يتيمانو او فقيرانو ته وركړل شول. په كابل كې د اماراتو سفير ماجد الشامسي وويل، د دوى هڅو او مرستو د زيات شمېر اړمنو او...

slideshow, كورني خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزير دنده پرېږدي

توسط - د کور او ښار جوړولو وزير دنده پرېږدي

ټاکل شوې د کور او ښار جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري نن چهارشنبه رسما خپله دنده پرېږدي. يوې سرچينې رسنيو ته ويلي چې نادري تر دې وړاندې له خپلې دندې استعفا کړې ده. منصور نادری د ملي يووالي حکومت د کابينې د لومړيو وزيرانو څخه دی چې د ۱۳۹۴ کال د وري په ۲۹مه نېټه يې وکولای شول له ولسي جرګې د باور رايه...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار کې د چاودنې له کبله ۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په ننګرهار کې د چاودنې له کبله ۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې چاودنې ۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۶ بجې د جلال اباد ښار تالاشۍ څلورلارې ته څيرمه د اهنګرانو په کوڅه کې په يوې هټۍ کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله يو ماشوم وژل...

slideshow, كورني خبرونه

پاكستاني پلاوي له افغان چارواكو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وكړې

توسط - پاكستاني پلاوي له افغان چارواكو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وكړې

د پاكستان د لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د دغه هېواد پلاوي نن كابل ته د سفر په مهال د جمهور رئيس محمد اشرف غني په گډون له بېلابېلو افغان چارواكو سره وليدل. د ارګ د معلوماتو له مخې، د ليدنې په مهال د دواړه هېوادونو پلاويو د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د تطبيق،...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه

د اسيا بنسټيزې پانګې اچونې بانک له افغانستان سره د خپلو همکاريو ژمنه تازه كړه

توسط - د اسيا بنسټيزې پانګې اچونې بانک له افغانستان سره د خپلو همکاريو ژمنه تازه كړه

د ماليې وزير اکليل حکيمي پرون د چين پايتخت بيجينګ كې د اسيا بنسټيزې پانګې اچونې بانک له رئيس جين ليقون سره د ياد بانک په مرکز کې وکتل. د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي كليد ته وويل، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په بېلابيلو برخو په ځانګړې توګه د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک او د لغمان په...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار خصوصي روغتونونه دوه ورځې وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې كوي

توسط - د ننګرهار خصوصي روغتونونه دوه ورځې وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې كوي

په ننګرهار کې د خصوصي روغتونونو له لوري د دوه ورځو لپاره ټولو ناروغانو ته د درملنې په برخه کې د ځانګړو اسانتياوو د برابرېدو خبره وشوه. د خصوصي روغتونونو مسوولين وايي، د روانې روژې مياشتې په اووه ويشتمه او اته ويشتمه نېټه به هر ډول ناروغانو ته د دوى ځانګړى تخفيف په پام کې نيول کېږي. د روغتياپالانو په وينا، په دغو دوه ورځو...