توسط ISMAT MAYAR - - 1 چنګاښ 1397
د متحده عربي اماراتو د بيت الشارقه الخيري په نوم بنسټ د زايد کال په مناسبت په کابل کې د دې هېواد د سفارت تر څار لاندې بېوزلو افغان كورنيو ته د جامو وېشلو پروژه پيل كړه.
په افغانستان كې د اماراتو د سفارت شارژدافير سيف الشامسي وايي، دا د دوی لپاره د وياړ ځای دی، چې د اړمنو کورنيو په خوښيو کې برخه...
توسط ISMAT MAYAR - - 31 غبرګولی 1397
اسلام اباد د ملا فضل الله د وژلو په برخه کې د افغان حکومت له همکارۍ مننه کړې ده.
د پاکستان جمهور رييس ممنون حسين له اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په وژلو کې د افغان حکومت له مرستې د مننې تر څنګ ويلي، چې هېواد به يې وسله والو ډلو سره رښتينې...
توسط ISMAT MAYAR - - 31 غبرګولی 1397
د سعودي پادشاه سلمان بن عبدالعزيز په افغانستان کې د اوربند د هرکلي ترڅنګ له دواړو لوريو يې د غځولو غوښتنه کړې ده.
په رياض کې د سعودي عربستان له شاهي ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بادشاه سلمان بن العزيز د تېر کوچني اختر پر مهال په افغانستان کې له شوي اوربند څخه ډېر خوشحاله شوى دى.
نوموړي د افغان...
توسط ISMAT MAYAR - - 31 غبرګولی 1397
وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره، د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو د وزير محمد شفيق ګل اغا شيرزي هغه ادعا بې بنسټه بللې دي چې ګواګي د طالب مشرانو سره يې د سولې په اړه خبرې او تماسونه نيولي دي.
د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزیر ګل اغا شېرزي پرون په کندهار کې د سولې په اړه جوړې شوې...
توسط ISMAT MAYAR - - 31 غبرګولی 1397
د کونړ سيمهييز چارواکي په دې ولايت کې د بېپيلوټه الوتکې په يوه بريد کې د داعش د څو وسلهوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان وايي، تېره ورځ د نړيوالو ځواکونو بېپيلوټه الوتکې د څوکۍ ولسوالۍ د ديوه ګل درې په چمبېل سيمه کې د داعش پر وسلهوالو بريد کړی چې پهکې درې...
توسط ISMAT MAYAR - - 31 غبرګولی 1397
د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال لس وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د پوليسو وياند ضيا درانی وايي، وسله والو تېره شپه دوې بجې د ژېړۍ ولسوالۍ د "قاري سليم کاريز" په سيمه کې د ملي پوليسو پر پوسته بريد وکړ چې د سهار تر پنځو بجو پورې يې دوام درلود.
دراني وويل د وسله والو په وړاندې...
توسط ISMAT MAYAR - - 31 غبرګولی 1397
ټرمپ د کډوالۍ په اړه د نوي سياست له امله تر سختو نړيوالو فشارونو لاندې دی.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې په همدې لړ کې د امريکا د کورني امنيت وزير کريستين نيلسن پر يوه نوې طرحه کار پيل کړی دی او ښايي جمهور رييس يې لاسليک کړي.
تر هغه وروسته ښايي ټرمپ په دې اړه صادر شوي فرمانونه بېرته لغوه کړي.
ټرمپ د...
توسط ISMAT MAYAR - - 31 غبرګولی 1397
اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان له جمهور رييس ممنون حسين سره د سولې پر پروسې او اوربند خبرې وکړې.
اجرايه رياست وايي، دا ليدنه نن دتاجکستان په پلازمينه دوشنبه کې وشوه. سرچينه زياتوي، په ياده ليدنه کې دواړو مشرانو دافغانستان او پاکستان پر سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو، دغه راز د سولې پروسې او د ترهګرۍ ضد پر مبارزې هم خبرې وکړې.
د...
توسط ISMAT MAYAR - - 31 غبرګولی 1397
د هېواد د ملي امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر ازبېکستان ته تللی دی او د افغان سولې په اړه يې له ازبېک چارواکو سره خبرې کړې دي.
د رسنيو د راپورونو له مخې حنيف اتمر د ازبېکستان د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزيز کاملوف سره کتلي دي او د سولې د روانو هڅو په اړه يې خبرې او بحثونه کړي دي.
کاملوف ويلي، غواړي افغان...
توسط ISMAT MAYAR - - 31 غبرګولی 1397
د متحده عربي اماراتو سرې مياشتې د زايد کال په مناسبت په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت تر څارنې لاندې بېوزلو افغان كورنيو ته د جامو ويشلو پروژه پيل پيل كړه.
د دغه سفارت شارژدافير سيف الشامسي وايي، دا د دوی لپاره د وياړ ځای دی چې د اړمنو کورنيو په خوښيو کې برخه اخلي او د بخښنې فرهنګ ترويجوي.
نوموړی زياتوي،...