slideshow, كورني خبرونه

افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره اوربند پای ته ورساوه

توسط - افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره اوربند پای ته ورساوه

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت اوربند نور نه تمديدوي او له دې وروسته افغان ځواکونه کولای شي په وسله والو طالبانو خپل يرغليز بريدونه پيل کړي جمهور رييس غني چې نن يې په کابل کې خبري غونډې ته خبرې کولې ټينګار وکړ چې که وسله وال طالبان د اوربند اعلان وکړي، افغان حکومت چمتو دی...

slideshow, كورني خبرونه

د ټاکنو کمېسيون ولسي جرګې ته د اوو ولايتونو د نوماندانو لومړنی لېست اعلان کړ

توسط - د ټاکنو کمېسيون ولسي جرګې ته د اوو ولايتونو د نوماندانو لومړنی لېست اعلان کړ

د ټاکنو خپلواک کمسيون ولسي جرګې ته د ۷ ولايتونو د نوماندانو لومړنی لېست خپور کړ. د دغه کمسيون چارواکي وايي، د نورو ولايتونو د نوماندانو لېست به هم د نن ورځې تر پايه اعلان شي. نيمروز، ارزګان، نورستان، کنړ، خوست، باميان او کابل هغه ولايتونه دي چې د ولسي جرګې لپاره يې د نوماندانو لومړنی لېست اعلان شوی دی. له بل لوري د ټاکنو خپلواک...

slideshow, كورني خبرونه

په ترينکوټ ښار کې د جګړې له کبله ۹ تنه ټپيان شوي او مالي زيانونه اوښتي

توسط - په ترينکوټ ښار کې د جګړې له کبله ۹ تنه ټپيان شوي او مالي زيانونه اوښتي

په ارزګان ولايت کې تېر ماښام د نښتې له کبله نهه تنه ټپيان شوي دي. دغه نښته د ارزګان د ولايت مقام په دروازه کې د ملي امنيت د کارکوونکو او د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د امنیت د پخواني امر د ساتونکو تر منځ شوې ده او پکې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی. د ترينکوټ ولايتي روغتون ډاکتران...

slideshow, كورني خبرونه

د نورستان اوسېدونكي: په دغه ولايت كې دې د تذكرو د وېش او نوم ليكنې پروسه وغځول شي

توسط - د نورستان اوسېدونكي: په دغه ولايت كې دې د تذكرو د وېش او نوم ليكنې پروسه وغځول شي

د نورستان اوسېدونكي وايي، كه په دغه ولايت كې د تذكرو د وېش او رايې وركولو لپاره د نوم ليكنې پروسه ونه غځول شي نو د ياد ولايت اتيا سلنه وګړي به په ټاكنو كې له ګډون څخه بې برخې شي. د نورستان د خلكو د سراسري شورا مسوولينو او غړو د د غه ولايت مدني فعالينو او يو شمېر احتمالي نوماندانو د سې...

slideshow, كورني خبرونه

په نورستان كې د بې پيلوټه الوتكې بريد ۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

توسط - په نورستان كې د بې پيلوټه الوتكې بريد ۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د نورستان ولايتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د بهرنيو ځواكونو د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې درېيو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې. په ختيځ کې د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون مطبوعاتي مسول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل چې تېره ورځ د نورستان ولايت وانټ وايګل ولسوالۍکې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه لوتکې هوايي بريد ترسره کړی چې په...

slideshow, كورني خبرونه

روسيې او منځنۍ اسيا د افغانستان د سولې بهير ملاتړ وكړ

توسط - روسيې او منځنۍ اسيا د افغانستان د سولې بهير ملاتړ وكړ

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د ازبکستان پايتخت تاشکند ته د خپل سفر په مهال د افغانستان او سيمې امنيت، ترهګرۍ سره مبارزې او سازمان شوو جرمونو مخنيوي په هدف د افغانستان، روسيې او د منځنۍ اسيا هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان په عالي امنيتي غونډه كې ګډون وكړ. د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د امنيتي سکټور د مشرانو په...

slideshow, كورني خبرونه

د ملي امنيت شورا غونډه كې د اتو ولايتونو عمومي وضعيت وارزول شو

توسط - د ملي امنيت شورا غونډه كې د اتو ولايتونو عمومي وضعيت وارزول شو

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا تېر مازديګر په ارګ كې غونډه وكړه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په پيل کې د فراه، غزني، فارياب، بدخشان، بغلان، کندوز، بادغيس او سرپل ولايتونو عمومي وضعيت وارزول شو او په دغو ولايتونو کې د امنيتي وضعيت د ښه ‌والي او د دښمن د تهديداتو د دفع کولو په خاطر...

slideshow, كورني خبرونه

د وزې ځدراڼ اوسېدونکي: ځينې کسان د خپلو ګټو لپاره تذكرې نه راكوي

توسط - د وزې ځدراڼ اوسېدونکي: ځينې کسان د خپلو ګټو لپاره تذكرې نه راكوي

د پکتيا ولايت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ولسوالۍ ولسوال او د تذكرو مدير د دوى سيمو ته د تذكرو د وېش ټيمونه نه لېږي او د مشخصو کسانو په ګټه کار کوي. دوى زياتوي، د ولسوال ورور د ولسي جرګې راتلونکو ټاكنو ته كانديد دى او غواړي د جعلي تذكرو په جوړولو ځان بريالى کړي. دوى، چې تېره ورځ د...

slideshow, كورني خبرونه

اسلام اباد ته د لوړ پوړي افغان امنيتي پلاوي د سفر جزيات څرګند شول

توسط - اسلام اباد ته د لوړ پوړي افغان امنيتي پلاوي د سفر جزيات څرګند شول

د ملي امنيت شورا دفتر اسلام اباد ته د لوړپوړي افغان امنيتي پلاوي د سفر جزيات څرګند كړل. دا دفتر وايي، د ملي امنيت د سلاكار محمد حنيف اتمر په مشرۍ لوړ پوړي امنيتي پلاوي، چې د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزى او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک په كې شامل وو، اسلام اباد ته د خپل سفر په مهال...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني له مايك پنس سره ټيليفوني خبرې وكړې

توسط - جمهور رئيس غني له مايك پنس سره ټيليفوني خبرې وكړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د امريکا د جمهور رئيس مرستيال مايک پنس سره د اوربند او سولې پروسې په اړه ټيليفوني خبرې وکړې. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دغه ټيليفوني مکالمه کې لومړى د امريكا مرستيال جمهور رئيس د اوربند په تړاو د جمهور رئيس غني پر مدبرانه ګام خوښي وښوده او ويې ستايه. پنس د سولې له پروسې د...