توسط ISMAT MAYAR -
په ننګرهار کې د زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د ځايي فوټبال فدراسيون د رئيس خوشحال حضرتي له قوله راغلي، دغه سيالۍ به د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو د لوبغاړو لخوا په ورزشي سټډيوم کې ترسره شي، چې درې ورځې به دوام وکړي.
حضرتي وايي، دا سيالۍ د...
توسط ISMAT MAYAR -
د فوټبال د نړيوال جام سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه نن شپه ترسره كېږي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د شپې په لس نيمو بجو د فرانسې او بلجيم د فوټبال لوبډلو ترمنځ پيل شي.
بلجيمۍ لوبډله د ۱۴ ګولونو په وهلو سره په روسيه كې د روانو سياليو مخكښه لوبډله ده، خو فرانسوۍ لوبډلې د فوټبال د نړيوال جام لوبو كې تراوسه نهه...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون او وينا لپاره د بلجيم پايتخت بروكسل ته لاړ.
د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي رسنيو ته وويل، په دې غونډه كې به له ترهګرۍ سره پر مبارزې، افغان سولې او ځينو نورو...
توسط ISMAT MAYAR -
پنځم تعقيب - د ننګرهار ولايت په مركز جلال اباد ښار کې نن سهار نېږدې ۱۰ بجې ځانمرګي بريد د ملي امنيت د دوو كاركوونكو په گډون ۱۲ تنه ووژل.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، يوه پلي ځانمرګي بريد كوونكي د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې په فاميليو سيمه كې د پلټنې يوه مرکز ته څېرمه په ځان پورې...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژلي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ په مياګانو سيمه كې د طالبانو پر پټنځايونو ترسره شوي دي.
د نوموړي په خبره، د عملياتو په مهال ۱۵ طالبان وژل شوي او يو بل ژوندى نيول...
توسط ISMAT MAYAR -
په کندوز ولايت کې د الچين پل د بيارغونې چارې پيل شوې.
ولايتي چاواکي وايي، دغه پل، چې شېرخان بندر ته څېرمه موقعيت لري، نېږدې دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو نړولى و.
د دې پل د بيارغونې چارو د پيل په مراسمو کې د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل، د الچين پل د کندوز ښار په اووه کيلومټرۍ کې پروت دى، چې هېواد او...
توسط ISMAT MAYAR -
د بشري حقونو د څار ډلې د دوشنبې په ورځ ويلي، ناټو په افغانستان كې د هغو هوايي بريدونو په اړه په بشپړو څېړنو كې پاتې راغلې، چې غيرې قانوني وو او ښايي د ملكي تلفاتو په زياتوالي كې يې رول لرلى وي.
دې ډلې د ناټو له غړو هېوادونو غوښتي، چې په بروکسل کې د نن او سبا ورځې په غونډه كې د...
توسط ISMAT MAYAR -
د سعودي عربستان په جدې ښار كې نن د افغانستان د سولې په اړه د ديني عالمانو كنفرانس پيلېږي.
ټاکل شوې د دغه كنفرانس د دوهمې ورځې غونډه په مکې مکرمې ښار کې ترسره شي.
د سولې عالي شورا يوه سرچينه وايي، په دې كنفرانس كې د افغانستان لسګونو علماوو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو څو تنه يې د شخصي بوختياوو او...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانانو په مالكيت او رهبرۍ سوله د افغانستان د ټولو وګړو ملاتړ له ځانه سره لري او دا ملاتړ پر سرتاسري اجماع او د افغانانو پر دومداره مشورو ولاړ دى.
نوموړي تېر مازديګر په ارګ كې د امريكا د بهرنيو چارو له وزير مايك پمپيو سره په ګډه خبري غونډه كې وويل، له طالبانو سره اوربند يوه...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د پغمان د بالاباغ د بيارغونې چارې او کاري پرمختګ له نږدې وليد.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، له نوموړي سره د دغه باغ د ليدو په مهال د هېواد لومړۍ مېرمنې او يو شمېر دولتي چارواكو ملتيا کوله.
جمهور رئيس غني هلته پر كار بوختو كارګرانو ته د بالاباغ د بيارغونې چارو د چټکتيا او نېږدې...