slideshow, كورني خبرونه

لاريون كوونكو فارياب كې د ټاکنو خپلواك کمېسيون ولايتي دفتر وتاړه

توسط - لاريون كوونكو فارياب كې د ټاکنو خپلواك کمېسيون ولايتي دفتر وتاړه

په فارياب کې نن سهار لاريون کوونکو هلته د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر وتاړه. د دغه دفتر رئيس امان الله امان کليد ته وويل، اعتراض کوونکي ورته د فعاليت اجازه نه ورکوي. نوموړی وايي، معترضينو خبرداری ورکړ، چې د غوښتنو د نه پوره کېدو په صورت کې به يې دې ادارې ته د فعاليت اجازه ورنه کړي. امان په فارياب كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون...

slideshow, كورني خبرونه

چارواکي: د ارزګان چهارچينو ولسوالي طالبانو محاصره کړې

توسط - چارواکي: د ارزګان چهارچينو ولسوالي طالبانو محاصره کړې

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ ځايي چارواکې وايي، دغه ولسوالي له تېر يوه کال راهيسې وسله‌والو طالبانو محاصره کړې، خو دولت ورته هېڅ پاملرنه نه کوي. د دغه ولسوالۍ ولسوال محمد کریم کريمي کليد ته وويل، د ولسوالۍ نیم بازار د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې دی او دوی د ملي اردو په کمپ کې دي. نوموړی وايي، په دغه ولسوالۍ کې د دولت...

slideshow, كورني خبرونه

د سالنګ لويه لار د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې وتړل شوه

توسط - د سالنګ لويه لار د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې وتړل شوه

د بغلان د خنجان ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د سالنګ لويې لارې د خرابوالي او ورته د حکومت د نه پاملرنې په غبرګون کې دغه لار د ټرافيکو پر مخ وتړله. اعتراض کوونکي ادعا کوي چې دا لار خورا ډېره خرابه شوې او ګردونو او خاورو يې د دوی پر کرنيزو حاصلاتو او باغونو ناوړه اغېز کړی دی. دوی وايي، په وروستيو کلونو کې يې له...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد روان دی

توسط - د ننګرهار د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد روان دی

دويم تعقيب: د ننګرهار ولايت د مركز جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه كې نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد شوى دى. د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، په مديريت كې څو چاودنې هم شوې دي. هغه زياته كړه، د پېښې له ځايه تر دا مهاله حوزوي روغتون ته څلور ټپيان...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د پېښور ځانمرګي بريد کې ۸۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - د پېښور ځانمرګي بريد کې ۸۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ځانمرګي بريد له کبله ۸۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. په دې بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۶۲ نور ټپيان دي. بريد د پېښور په يكه توت سيمه كې د عوامي نېشنل گوند پر يوې ټاكنيزې غونډې شوى، چې په كې ايالتي پارلمان ته د دغه ګوند كانديد هارون بيلور هم وژل شوى دى. د نوموړي...

كورني خبرونه

په پروان کې د نامسوولو وسله والو د نيولو عمليات پيل شول

توسط - په پروان کې د نامسوولو وسله والو د نيولو عمليات پيل شول

د پروان امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د نامسوولو وسله والو او په جنايي جرمونو کې د ښکېلو کسانو د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي. د دوی په خبره، دغه عمليات د ګډو افغان ځواکونو له لوري پيل شوي دي. امنيه قوماندان مل پاسوال محمد محفوظ وليزاده وايي، دا عمليات تېره ورځ له جبل السراج ولسوالۍ څخه پيل شول او په...

slideshow, كورني خبرونه

لغمان كې لسګونه ميله وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې

توسط - لغمان كې لسګونه ميله وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې

په لغمان كې لسګونه ميله بېلابېل ډوله وسلې د ډاياګ يا بې وسلو کولو پروګرام ته وسپارل شوې. د والي وياند سرحدي ځواک وايي، نن يې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته ۶۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې، چې د لغمان امنيه قوماندانۍ د تېرو ۱۷ مياشتو په جريان کې په مختلفو عملياتو کې ترلاسه کړې وې، وسپارلې. د ځواك په وينا، په سپارل...

slideshow, كورني خبرونه

د هېواد په جنوب كې ۲۱ وسله وال وژل شوي

توسط - د هېواد په جنوب كې ۲۱ وسله وال وژل شوي

د هېواد په جنوب كې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين وايي، په اروزګان او زابل ولايتونو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال ۲۸ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې قول اردو وياند محمد صادق احساس كليد ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د اروزګان د مركز ترينكوټ ښار په مربوطاتو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو...

slideshow, كورني خبرونه

غزني كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - غزني كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د پرون ماسپښين له دوه بجو راهيسې تر نن سهاره د امنيتي ځواكونو په اوو هوايي بريدونو او ځمكنيو جګړو كې ۳۳ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپيان دي. د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا هوايي بريدونه او جګړې د غزني په مقر، اندړو، خواجه عمري او خوږياڼو ولسواليو كې شوي،...

slideshow, كورني خبرونه

سعودي عربستان كې د افغانستان د سولې په اړه د ديني عالمانو كنفرانس پيل شو

توسط - سعودي عربستان كې د افغانستان د سولې په اړه د ديني عالمانو كنفرانس پيل شو

د سعودي عربستان په جدې ښار كې د افغانستان د سولې په اړه د ديني عالمانو كنفرانس نن په ځايي وخت ۱۱ بجې پيل شو. ټاکل شوې د دغه كنفرانس د دوهمې ورځې غونډه په مکې مکرمې ښار کې ترسره شي. د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي، په دې غونډه كې له ۳۰ د زياتو اسلامي هېوادونو ديني عالمانو...