slideshow, كورني خبرونه

هلمند کې د طالبانو له يوه زندانه لسګونه كسان خوشې شول

توسط - هلمند کې د طالبانو له يوه زندانه لسګونه كسان خوشې شول

امنيتي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات کړى او د ملكي وګړو په ګډون يې ترې لسګونه تنه راخوشې کړي دي. د دې ولايت د ۲۱۵ ميوند قول اردو د اووم کنډک له مطبوعاتي دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، تېره شپه امنيتي ځواکونو په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر يو شمېر پټنځايونو هوايي عمليات كړي، چې...

slideshow, كورني خبرونه

امريكا د سولې خبرو په تړاو پر خپل پخواني دريځ ټينګار وكړ

توسط - امريكا د سولې خبرو په تړاو پر خپل پخواني دريځ ټينګار وكړ

د امريکا د بهرنو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سياسي راتلونکې په اړه خبرې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ وي. د دې وزارت وياندې هيدر ناورټ د دوشنبې په ورځ دا خبره د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د هغه راپور په غبرګون كې وكړه، چې په كې ويل شوي، د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ خپلو ډيپلوماټانو ته امر كړى، چې له...

slideshow, كورني خبرونه

كابل ښار كې يو ځانمرګى بريد كوونكى نيول شوى

توسط - كابل ښار كې يو ځانمرګى بريد كوونكى نيول شوى

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، هغه كس يې نيولى، چې غوښتل يې په كابل ښار كې ځانمرګى بريد وكړي. د دغه رياست په خبرپاڼه كې راغلي، دا كس د ملي امنيت د ځانګړې قطعې ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې نيولى دى. سرچينه وايي، نيول شوي كس اعتراف كړى، چې يو كال وړاندې د...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار کې د اورلګېدنې له کبله ۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په ننګرهار کې د اورلګېدنې له کبله ۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې اورلګېدنې د يو ماشوم په ګډون ۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. د والي وياند عطاءالله خوګياڼي کليد ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د جلال اباد ښار پنځمې حوزې اړوند کابل هډې پول ته څېرمه د ګاز ډبو په يوې هټۍ کې  اورلګېدنه رامنځته شوې چې په پايله کې يو ماشوم مړ شوی...

slideshow, كورني خبرونه

په پنجشير کې غره ښويېدنې او سېلاب ځاني او مالي زيانونه رامنځته کړي

توسط - په پنجشير کې غره ښويېدنې او سېلاب ځاني او مالي زيانونه رامنځته کړي

د پنجشير ولايت په حصه اول ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو او د پشغور کلي کې د اوبو د يوه طبيعي حوض د تخريب له کبله د پشغور کلي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي. د پنجشير د والي وياند عبدالودود علي مردان کليد ته وويل، چې د پنجشنبې په شپه ۱۲ بجې د پشغور غره په لوړو برخو کې د...

slideshow, كورني خبرونه

ولسي جرګه فارياب ته پلاوی لېږي

توسط - ولسي جرګه فارياب ته پلاوی لېږي

ولسي جرګه غواړي فارياب ته يو پلاوى ولېږي، ترڅو د لاريون كوونكو د غوښتنو او ادعاوو په اړه څېړنې وكړي. شاوخوا يوه نيمه اونۍ وړاندې حكومت د فارياب د قيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان نظام الدين قيصاري د خلكو د ځورولو او امنيتي ځواكونو ته د ګواښ كولو په تور ونيوه. وروسته په فارياب او يو شمېر نورو ولايتونو كې د قيصاري د خوشې كولو په...

slideshow, كورني خبرونه

ناروې د سولې خبرو په برخه كې له افغانستان سره همكارۍ ته چمتووالى وښود

توسط - ناروې د سولې خبرو په برخه كې له افغانستان سره همكارۍ ته چمتووالى وښود

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د بلجيم په پايتخت بروکسل کې د ناروې لومړۍ وزيرې ايرنا سولبرګ سره په کتنه کې د دوه اړخيزه همکاريو پراختيا، سيمه‏ ييزو مسايلو، پراختيايي پروژو، امنيت ټينګښت او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې. د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، د ناروې لومړۍ وزيرې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې پروسې د ملاتړ...

Uncategorized, كورني خبرونه

د جلال اباد بريد ۲۱ تنو ته په مرګ ژوبلې اوښتو پای ته ورسېد

توسط - د جلال اباد بريد ۲۱ تنو ته په مرګ ژوبلې اوښتو پای ته ورسېد

د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند سيمه کې د پوهنې رياست په ښاري مديريت وسله‌وال برید د ښاري مدیر په ګډون د ۲۱ تنو په مرګ ژوبلې پای ته ورسېد. د دغه ولايت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي چې نن سهار شاوخوا ۹ نیمې بجې دوو بریدکوونکو د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د پوهنې رياست اړوند...

slideshow, فوټبال

فرانسې د فوټبال نړيوال جام پايلوبې ته لار ومونده

توسط - فرانسې د فوټبال نړيوال جام پايلوبې ته لار ومونده

د فوټبال د نړيوال جام سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه كې فرانسې تېره شپه بلجيم ته په يوه ګول ماتې وركړه او پايلوبې ته ووته. په دوهمه نيمه پايلوبه كې به په روسيه كې نن شپه د افغانستان په وخت لس نيمې بجې کرويشيا او انګلستان سره مخ شي. د كرويشيا او انګلستان ترمنځ د لوبې ګټونكې لوبډله به د روانې جولاى مياشتې په ۱۵مه نېټه...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار بريد کې تر دې مهاله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - د ننګرهار بريد کې تر دې مهاله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد کې تراوسه ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، يو شمېر وسله والو نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د ننګرهار د پوهنې رياست پر ښاري مديريت بريد وکړ. دى زياتوي، امنيتي ځواکونو ښاري مديريت ته څېرمه يوه ودانۍ د بريد كوونكو له شتونه پاکه...