توسط ISMAT MAYAR -
د کونړ ولايتي اداره دې ولايت ته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
د كونړ د رسنيو له دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، والي عبدالستار ميرزکوال د چهارشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر په مهال د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني سره د ليدنې په ترڅ كې د کونړ...
توسط ISMAT MAYAR -
لويه څارنوالي وايي، سلګونه افغان زندانيان به په لنډ وخت کې له ايران او تاجکستان څخه افغانستان ته انتقال شي.
د لويې څارنوالۍ د ازاديو د سلب شوو ځايونو د څار برخې رئيس عزيز احمد سرباز وويل، ډېرى زندانيان به له ايرانه هېواد ته را ستانه شي.
د نوموړي په خبره، اوس مهال شاوخوا ۴۰۰۰ افغانان په ايران كې زنداني دي، چې د نېږدې ۱۰۰۰...
توسط ISMAT MAYAR -
د كونړ ولايتي چارواكي وايي، داعش ډلې د دې ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ كې د اِريا په نوم د ماين پاكۍ موسسې ۱۲ كاركوونكي تښتولي دي.
د دغې موسسې د مشر عارف الله عظيمي په وينا، دغه كاركوونكي يې تېره ورځ له كاري سيمې تښتول شوي، چې تراوسه يې درك نشته او نه يې هم د را خوشې كېدو په اړه معلومات لري.
د كونړ...
توسط ISMAT MAYAR -
په ننګرهار کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست له لسګونو جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ياد رياست رئيس عبدالحکيم شېرزاد وايي، دا مرسته يې د کومک پروژې په همکارۍ د کوټ او بټي کوټ ولسواليو ۵۲ جګړه ځپلو کورنيو سره ترسره کړه.
دى زياتوي، هرې کورنۍ ته ۱۳ قلمه خوراکي او غيرې خوراکي توکي،...
توسط ISMAT MAYAR -
مشرانو جرګه د امريكا او طالبانو ترمنځ په مشروط ډول د سولې خبرو هركلى كوي.
نيويارك ټايمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ خبر وركړ، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ خپلو ډيپلوماټانو ته امر كړى، ترڅو له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره كړي.
د مشرانو جرګې غړو نن د دې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، د سولې هر ډول خبرې چې...
توسط ISMAT MAYAR -
په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، دا ټرافيكي پېښه تېر ماخوستن د ګرشك ولسوالۍ په مربوطاتو كې د سراچه او فيلډر موټرونو د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان...
توسط ISMAT MAYAR -
د نفوس نړيواله ورځ نن په كابل كې ونمانځل شوه.
چارواكي په هېواد كې د نفوس پر زياتېدو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د ۵۰ كاله وړاندې په پرتله د هېواد نفوس درې برابره زيات شوى دى.
د اقتصاد وزير مصطفى مستور د نفوس د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه كې وويل، د اقتصادي بحران او نفوس د كنټرول لپاره بايد بنسټيز كارونه ترسره شي.
د...
توسط ISMAT MAYAR -
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولين وايي، هېواد ته زيات اوړه او غنم له قزاقستانه واردېږي، خو دغه هېواد ته د افغانستان صادرات كم دي.
د دې خونې مرستيال خان جان الكوزي نن په كابل كې د قزاقستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې له مسوولينو سره په ګډه خبري غونډه كې وويل، افغانستان تېر ميلادي كال د څه باندې ۸۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې شپږ کلي د داعش وسله والو له شتونه پاک شوي دي.
په ختيځ كې د څلورمې پلې لېوا قوماندان ډګروال محمد کريم نيازي کليد ته وويل، په چپرهار ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري د پيل شوو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې غلام ډاګ، تريلي، ګزک،اغزو، لندن او توحيد...
توسط ISMAT MAYAR -
په اروزګان كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د ګډو هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال د دوو مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لېوا وياند جان خان نصرتي کليد ته وويل، دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د مركز ترينكوټ او دهراوود ولسوالۍ د لارې په اوږدو...