slideshow, كورني خبرونه

لغمان كې لسګونو كورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه

توسط - لغمان كې لسګونو كورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه

په لغمان کې تېره ورځ له لسګونو ملكي جګړه ځپلو کورنيو سره د څه باندې درې ميليونه افغانيو مرسته وشوه. د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، د دې ولايت د مرکز په ګډون د بېلابېلو ولسواليو ۷۸ ملکي جګړه ځپلو کورنيو ته، چې په جګړو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي او يا ټپيان شوي وو، نغدې پيسې ووېشل شوې. هغه زياته...

slideshow, كورني خبرونه

په شنډنډ ولسوالۍ کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

توسط - په شنډنډ ولسوالۍ کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د هرات سيمه‌ييز مسوولين له وسله والو طالبانو سره په شينډنډ ولسوالۍ کې د نښتې خبر ورکوي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد له کليد سره په خبرو کې وويل، له امنيتي ځواکونو سره د طالبانو په نښته کې نږدې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي زياته کړه دا نښته پرون مازديګر د دغه ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

امريكا ته د ايراني جنرال خبرداری

توسط - امريكا ته د ايراني جنرال خبرداری

د ايراني پوځ د قدس ځواکونو مشر د امريکا جمهور رييس ته خبرداری ورکړ چې که پر ايران بريد وکړي، نو امريکا چې څه لري ايران به يې له منځه يوسي. د ايران د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې تورنجنرال قاسم سليماني زياتوي، امريکا جګړه پيل کړې او ايران به دا جګړه ختمه کړي. د نوموړي دا بيان د امريکا د جمهور رييس...

slideshow, كورني خبرونه

د وچکالۍ د ستونزې حل د حکومت په لومړيتوبونو کې دی

توسط - د وچکالۍ د ستونزې حل د حکومت په لومړيتوبونو کې دی

جمهور رييس غني وايي، تر راتلونکو درې مياشتو پورې په زيانمنو ولايتونو کې د وچکالۍ ستونزې د ختمولو لپاره هر اړخيز ګامونه واخيستل شي. جمهور رييس محمد اشرف غني پرون بادغيس ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د ولايتي شورا له رئيس او غړو سره وکتل. د دغه ولايت د ولايتي شورا مسوولينو ياد ولايت ته د جمهور رييس له...

slideshow, كورني خبرونه

مشرانو جرګې خپله دوبنۍ رخصتي پيل كړه

توسط - مشرانو جرګې خپله دوبنۍ رخصتي پيل كړه

مشرانو جرګې د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم تقنيني كال دوبنۍ رخصتي پيل كړه. د يادې جرګې اداري پلاوى وايي، دوى په خپلو اړوندو دندو كې، چې د قوانينو تصويب، د حكومت د كړنو څارنه او د خلكو ستونزې تر حكومت پورې رسول دي، د پام وړ لاسته راوړنې لري. د مشرانو جرګې منشي محمد طيب عطاء نن د تېرو څلورنيمو مياشتو كاري...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

روسيې له امريكا د ماريا بوتينا د ژر خوشې كولو غوښتنه وكړه

توسط - روسيې له امريكا د ماريا بوتينا د ژر خوشې كولو غوښتنه وكړه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير له خپل امريكايي سيال سره د خبرو په مهال د ماريا بوتينا د ژر خوشې كولو غوښتنه كړې ده. دغه روسۍ ښځه په متحدو ايالتونو كې د جاسوسۍ په تور نيول شوې ده. سرګي لاوروف له مايك پمپيو سره د ټيليفوني خبرو په ترڅ كې پر مېرمن بوتينا لګول شوى تور جعلي او د نه منلو وړ بللى دى. نوموړې...

slideshow

د هېواد د بايسكل ځغلونې فدراسيون پخوانى رئيس ونيول شو

توسط - د هېواد د بايسكل ځغلونې فدراسيون پخوانى رئيس ونيول شو

د كورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رياست د وزرشكارانو اړوند د سلګونه زره افغانيو د حيف او ميل په تور د هېواد د بايسكل ځغلونې فدراسيون د پخواني رئيس صادق صادقي د نيولو خبر وركوي. دغه رياست نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، صادقي وروسته له هغې ونيول شو، چې مرسته شوي ورزشي دوه زره ډالري بايسكلونه يې په زرو...

slideshow, كورني خبرونه

قيومي: نړيواله ټولنه د افغانانو ترڅنګ پاتې كېږي

توسط - قيومي: نړيواله ټولنه د افغانانو ترڅنګ پاتې كېږي

د ماليې وزارت سرپرست محمد همايون قيومي وايي، د ملي يووالي حكومت انكشافي شريكانو د افغانستان له لاسته راوړنو او پرمختګونو ملاتړ او ژمنه يې وكړه، چې د افغانانو ترڅنګ پاتې كېږي، ترڅو دا هېواد تلپاتې ثبات ته ورسېږي. نوموړي دغه څرګندونې نن په كابل كې د نظارت او انسجام د ګډ بورډ د غونډې په پاى كې وكړې. قيومي وويل، په دې غونډه كې...

slideshow, كورني خبرونه

طالبانو د نيويارك ټايمز راپور رد كړ

توسط - طالبانو د نيويارك ټايمز راپور رد كړ

وسله والو طالبانو د نيويارك ټايمز ورځپاڼې هغه راپور رد كړ، چې ګواكې دغې ډلې په ملكي سيمو كې د بريدونو نه كولو پرېكړه كړې ده. يادې ورځپاڼې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له قوله راپور خپور كړى و، چې وسله والو ته يې په هغو سيمو كې د ځانمرګو بريدونو د نه كولو امر شوى، چېرته چې د ملكيانو د وژل كېدو...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې د يوه ښوونځي د سوځولو ناكامه هڅه شوې

توسط - ننګرهار كې د يوه ښوونځي د سوځولو ناكامه هڅه شوې

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ كې تېره شپه نامعلومو وسله والو يوه ښوونځي ته اور اچولى دى. د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نامعلومو وسله والو د خوګياڼو ولسوالۍ د چمتلې سيمې د نجونو لېسې ته اور ورته كړى، چې له اورلګېدنې سره سم پوليس سيمې ته رسېدلي او اور يې مړ کړى دى. د هغه په وينا، اور د لېسې ودانۍ...