توسط ISMAT MAYAR -
د ملي دفاع وزارت د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د يو هليکوپټر د بېړنۍ ناستې په پېښه کې د يو تن د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د دې وزارت د وياند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش كليد ته وويل، دغه هليکوپټر د چهار شنبې په ورځ له غرمې وروسته د تخنيکي ستونزې له كبله اړ شو، چې په ياده ولسوالۍ كې بېړنۍ...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلي ستوري راشد خان د ويسټ انډيز په سږنيو سوداګريزو سياليو کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده.
د ويسټ انډيز سوداګريزې سيالۍ څو ورځې وروسته پيلېږي.
تېر کال راشد خان او بل افغان لوبغاړى محمد نبي په دغو سياليو کې ولوبېدل.
راشد خان ويلي، دى به د کاريبين سياليو پر ځاى د انګلستان په روانو ويټاليټي بلاسټ سياليو کې...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون نوي غړي د دې كمېسيون د مسوولينو له لوري معرفي شول او نن يې د لوړې مراسم پر ځاى كړل.
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني د نوو ولايتي كمېشنرانو په يو ورځني وركشاپ او د لوړې مراسمو كې د خبرو په مهال له هغوى وغوښتل، چې له خپلو وظيفوي صلاحيتونو په ګټې اخيستنې د رڼو...
توسط ISMAT MAYAR -
په بادغيس كې يوه اووه كلنه ماشومه د خپل لوړ عمر لرونكي مېړه له لوري وژل شوې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني كليد ته وويل، دا ماشومه يو كال وړاندې د خپل پلار لخوا د يو ميليون افغانيو په بدل كې يوه زاړه سړي ته په نكاح شوې وه.
د نوموړي په خبره، اووه كلنه حاميه تېره شپه خپل مېړه...
توسط ISMAT MAYAR -
امنيتي مسوولين وايي، په تېرو څلورو مياشتو کې يې په ننګرهار كې د ځانګړو عملياتو او هوايي بريدونو په مهال د دولت ۱۳۶۱ وسله وال مخالفين وژلي او ۲۹ نور يې ټپيان کړي دي.
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دوهم څارن فريد له کليد سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په دې موده كې په دغه ولايت كې ۸۵ ګډ او ځانګړي عمليات او...
توسط ISMAT MAYAR -
د جمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له شاوخوا يو نيم كلن ځنډ وروسته له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره وليدل.
د ارګ د معلوماتو له مخې، دا ليدنه نن له غرمې مخكې د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د جمهور رئيس د دوهم مرستيال سرور دانش په حضور كې ترسره شوه.
سرچينه وايي، په غونډه كې د هېواد د مهمو مسايلو په...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ايرلنډ له لوبډلې سره د درېيو نړيوالو۲۰ اوريزو او درېيو ۵۰ اوريزو لوبو د ترسره كولو په هدف د تمريناتي کمپ لپاره پرون لندن ته رسېدلې ده.
د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به د انګلستان په تمريناتي کمپ کې له برخې اخيستنې وروسته د اګسټ مياشتې په ۱۷مه نېټه ايرلنډ ته لاړه شي.
د...
توسط ISMAT MAYAR -
د هلمند د مركز لښكرګاه ښار په مربوطاتو كې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د پوليسو پر رېنجر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، په دې چاودنه كې، چې د لښكرګاه د دوهمې امنيتي حوزې په قصبې سيمه كې له وړاندې د ځاى پر ځاى شوي ماين له كبله شوې، يوازې...
توسط ISMAT MAYAR -
د جلال اباد ښاريان د ښار له امنيتي وضعيت څخه ناخوښه دي او وايي، د دوى ژوند يې تريخ كړى دى.
د دوى په وينا، دا وضعيت د امنيتي مسوولينو د بې غورۍ له كبله ورځ تر بلې خرابېږي.
ښاريان نيوکه کوي او زياتوي، که امنيتي مسوولين امنيت نه شي ساتلى، ولس ته دې ښکاره ځواب ووايي، ځکه که حالت همداسې دوام پيدا کړي، هېڅ...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په ټيليفوني تماس کې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان سره خبرې وکړې او د افغانستان د دولت او خلکو په استازيتوب يې د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د بريا مبارکي ورکړه.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، په دې ټيليفوني خبرو کې جمهور رئيس غني څرګنده کړه، د دوى تمرکز پر...