توسط ISMAT MAYAR -
په هرات کې د نوي کابل بانک په يوه نمايندګۍ کې د اور لګېدو له کبله مليونونه افغانۍ زيان اوښتی.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې نن سهار د هرات ښار په آمريت څلورلارې کې په يوه ساختمان کې د برېښنا د شارټۍ له کبله اور لګېدلی دی.
نوموړي زياته کړه، چې دغه اور لګېدنه د نوي کابل بانک په...
توسط ISMAT MAYAR -
د هلمند ولايتي چارواکی وايي، افغان ځواکونو تېره شپه په دغه ولايت کې د طالبانو له دوه زندانونو څخه ۶۱ تنه ملکي وګړي را خلاص کړي دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قل اردو مرستيال عبدالهادي ترين وايي، تېره شپه افغان کمانډو ځواکونو د کجکي ولسوالۍ په ده بابا کلي کې عمليات ترسره کړي او په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو...
توسط ISMAT MAYAR -
په لغمان كې نن ۸۰ داخلي بې ځايه شوو کورنيو سره د څه باندې ۵۰۰ زره افغانيو مرسته وشوه.
د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک کليد وويل، دا مرسته، چې په اسيا کې د ټولنيزو خدمتونو نړيوالې ادارې (CWSA) له لوري برابره شوې وه، د لغمان د والي محمد اصف ننګ او كډوالو او راستنېدونكو چارو رئيس شاکرالله شاکر په لاسونو يادو...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په تېرو شپږو ميلادي مياشتو كې په ننګرهار كې د بېلابېلو پېښو له كبله له زرو زياتو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ډلې غړي عزيز احمد تسل نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، د دوى د څېړنې له مخې، په ياده موده كې په ننګرهار كې ۳۰۴ ملكي وګړي...
توسط ISMAT MAYAR -
د كابل په موسهي ولسوالۍ كې د درېيو بهرنيو وګړو جسدونه موندل شوي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، دا كسان نن سهار د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې له ډسپيچري سيمې د نامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوي وو، چې وروسته يې جسدونه په ياده ولسوالۍ كې وموندل شول.
هغه زياته كړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، دغه...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي امنيت د پخواني رئيس اسدالله خالد په مشرۍ نن په كابل كې د اميد صبا په نوم ملي سازمان خپل موجوديت اعلان كړ.
خالد وويل، د هرې هغې هڅې ملاتړ كوي، چې په هېواد كې د سولې د ټينګښت سبب كېږي.
هغه په هېواد کې روان امنيتي وضعيت د جدي اندېښنې وړ وباله او پر ملي يووالي حکومت يې نيوکه وکړه، چې د...
توسط ISMAT MAYAR -
د هلمند ولايت د ګرشك لسوالۍ په مهاجر بازار سيمه كې تېر مازديګر شاوخوا شپږ بجې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ګرشک امنيه قوماندان دوهم څارن محمد اسماعيل خپلواک كليد ته وويل، په ياده سيمه كې ماشومانو د لوبو په مهال يوه مرمۍ پيدا كړې او كور ته يې وړې، چې هلته يې بيا ټكولې او چاودنه يې كړې ده.
هغه...
توسط ISMAT MAYAR -
په سرپل كې تېره ورځ د بې وسلې كولو پروګرام ډاياګ ته ۵۴ ميله بېلابېل ډوله وسلې وسپارل شوې.
د دغه ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالقيوم باقي زوى د دې وسلو د تسليمۍ په مهال وويل، چې په كې ۳۶ ميله كلاشينكوفونه، ۱۵ ميله تومانچې، درې ميله چره ييز او يو ميل راكټ انداز شامل دي.
د نوموړي په خبره، دا وسلې سږ كال د...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ له لوبډلې سره د درېيو نړيوالو۲۰ اوريزو او درېيو ۵۰ اوريزو لوبو د ترسره كولو په هدف پرون په انګلستان كې تمريناتي کمپ پيل كړ.
د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به د روانې اګسټ مياشتې په ۱۷مه نېټه ايرلنډ ته لاړه شي.
د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ يادې لوبې د همدې مياشتې له...
توسط ISMAT MAYAR -
افغان ځواكونو په هلمند او نيمروز ولايتونو كې د تصفيوي عملياتو په مهال نهه شكمن كسان نيولي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو د رسنيو له دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د دې قول اردو د ځواكونو له لوري د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې شپږ او د نيمرزو په خاشرود ولسوالۍ كې درې شكمن كسان نيول شوي دي.
په...