توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په كابل ښار كې د فوټبال فدراسيون په زرغون لوبغالي كې د فلسطينۍ لوبډلې كوربه توب كوي.
دا دوستانه لوبه د روانې زمري مياشتې په ۲۸مه نېټه د افغانستان د خپلواكۍ ورځې په وياړ ترسره كېږي او فلسطيني لوبغاړي د راتلونكې جمعې په ورځ كابل ته راځي.
اډم نجم افغاني الاصله امريكايي لوبغاړى، چې د...
توسط ISMAT MAYAR -
امنيتي چارواكي د فارياب په غورماچ ولسوالۍ كې د ملي اردو د يوه مركز، چې د چينايانو په كمپ مشهور و، د سقوط خبر وركوي.
په شمال زون كې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، له سختې جګړې وروسته ياد مركز وسله والو طالبانو ونيوه.
د هغه په وينا، د چينايانو په كمپ كې د ملي اردو ۷۰ سرتېري موجود وو،...
توسط ISMAT MAYAR -
په تخار كې د هاوان مرمۍ د يوې كورنۍ لسو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد جواد هجري وايي، په دشت كلا ولسوالۍ كې تېره ورځ پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
هغه زياتوي، په دې پېښه كې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د هجري په وينا، په وژل شوو...
توسط ISMAT MAYAR -
خوست کې د کبډي د څلورو لوبډلو ترمنځ سيالۍ پيل شوې
چارواکي وايي، له دې لوبو يې هدف له نشه يي توکو د ځوانانو را ګرځول دي.
په خوست کې د کبډي لوبې ولايتي استازي کرامت خان وايي، د دې لوبې مينه وال ډېر دي خو د لوبو کولو لپاره ځاي نه لري.
دوي د لوبو لپاره د فوټبال له مرکزي لوبغالي ګټه اخلي.
په دې څلورو...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دې ولايت د حصارک ولسوال او امنيه قومندان يې له دندې ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل چې، د دې ولايت د حصارک ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق معروفخېل او امنيه قوماندان حکمت الله یې له دندو ګوښه او د خپل منځي اختلافاتو له کبله يې...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي دفاع وزير وايي، د غزني ښار په نښتو کې تر دې مهاله د پاکستاني او چچيني اتباعو په ګډون ۳۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي نن د کورنيو چارو له وزير سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، چې پر غزني ښار د وسله والو طالبانو د بريدونو له پيل تر دې مهاله...
توسط ISMAT MAYAR -
د بلخ امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د علي اباد په کلي کې د وسله والو طالبانو له لوري ۷ سيمه ييز پوليس او يو پاڅونوال وژل شوي دي او يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوی دی.
د دغه ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ سرپرست محمد الدين کليد ته وويل، وسله والو طالبانو د يوه پوليس په...
توسط ISMAT MAYAR -
د سرپل د ولايتي شورا رييس وايي، د سرپل – جوزجان په لويه لاره د افغان ځواکونو په دوه پوستو وسله والو طالبانو بريدونه کړي. د هغه په خبره، په دې بريدونو کې درې افغان سرتېري وژل شوي او درې نور هم ټپيان شوي دي.
د سرپل د ولايتي شورا رييس محمد نور رحماني کليد ته وويل، په دې بريد کې يوه پوسته د...
توسط ISMAT MAYAR -
په هرات ولايت کې د اور لګېدو له کبله دوه ماشومان مړه شوي او يوه ښځه او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د وياند دفتر سرپرست سيد احمد محمدي وايي، ياده اورلګېدنه د انجيل ولسوالۍ په مسلم اباد سيمه کې د کورنيو بې ځايه شوو په اړونده يو کېږدۍ کې رامنځته شوې.
نوموړی زياتوي، يو ۴ کلن او يو...
توسط ISMAT MAYAR -
د بادغيس ولايت په قادس او مقر ولسواليو کې د ملي پوليسو په پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بادغيس د امنيه قومندانۍ وياند نقيب الله اميني کليد ته وويل، په قادس ولسوالۍ کې د پوليسو په پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونو کې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دا...