توسط ISMAT MAYAR -
درېيم تعقيب - د کورنيو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د ملي امنيت عمومي رياست پر يو روزنيز مرکز بريد د څلورو وسله والو په وژل كېدو پاى ته ورسېد.
د دغه وزارت د ستراتېژيکو اړيکو سلاکار بهار مهر ويلي، يوه ځانمرګي بريد كوونكي په پيل کې په ځان پورې تړلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه ورکړې او درې نور وسله وال له...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار د والي حيات الله حيات په امر د جلال اباد - تورخم پر لويه لار د هغې پوستې قوماندان ونيول شو، چې د مسووليت په سيمه کې يې تېره ورځ يو تن نامعلومو كسانو برمته كړ.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، د بټي کوټ ولسوالۍ په سپين خوړ سيمه کې د چهار شنبې په ورځ د تورخم ګمرک يو کارکوونکى...
توسط ISMAT MAYAR -
په كابل ښار كې د پروني ځانمرګي بريد د مرګ ژوبلې شمېر ۱۱۵ ته ورسېد.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، دا بريد تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې د ۱۸مې امنيتي حوزې په نقاش سيمه كې د موعود په نوم په يوه ښوونيز مركز كې شوى دى.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح وايي، په دې پېښه كې ۴۸ تنه...
توسط ISMAT MAYAR -
د كورنيو چارو وزارت وايي، د پلچرخي زندان د بنديانو ځينې غوښتنې، چې د نه خوړو اعتصاب يې كړى، غيرې قانوني او يو شمېر يې قانوني دي.
د دغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي نن كليد ته وويل، ځينو بنديانو خپل اعتصاب پاى ته رسولى او هڅې روانې دي، چې نور بنديان هم له اعتصابه لاس واخلي.
نوموړي زياته كړه، د اعتصاب كوونكو زندانيانو روغتيايي...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، افغان ځواکونو په بشپړ ډول غزني ښار ولکه کړى دى.
د دې وزارت وياند غفور احمد جاوېد نن له کليد سره په مرکه کې وويل، په غزني ښار کې له څلورو ورځو جګړو وروسته يې وسله وال طالبان له دغه ښاره ايستلي دي.
نوموړي زياته كړه، اوسمهال افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د غزني ښار په څنډو كې پر...
توسط ISMAT MAYAR -
د اروزګان په مركز ترينكوټ او خاص اروزګان ولسوالۍ كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د عملياتو په مهال د دولت لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت كې له څلورمې پلې لېوا څخه کليد ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، افغان ځواکونو د بهرنيو سرتېرو په ملتيا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترينکوټ - دهراود...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار ولايتي چارواکي د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹يمې كليزې د نمانځلو لپاره پر ځانګړي چمتووالي ټينګار کوي.
والي حيات الله حيات تېره شپه د هغو کمېټو له کارونو ليدنه وکړه، كومې چې د زمري مياشتې ۲۸مې ورځې ته د چمتووالي په هدف ټاكل شوې دي.
ده ټينګار وکړ، د جلال اباد ښار په هره برخه كې بايد د هېواد ملي بيرغ ولګول شي.
حيات...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونكو د يوه سوله ييز لاريون په مهال د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې جګړه بس، اوربند او سوله وكړي.
لاريون کوونکو جګړه بس ده، جګړه تباهي ده شعارونه ورکول او د جګړې له ښکېلو لورو يې غوښتنه کوله، چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.
دوى وويل، سوله د ولسونو يوازينۍ هيله ده او د جګړې...
توسط ISMAT MAYAR -
افغان ځمكنيو او هوايي ځواكونو په هلمند ولايت كې د تصفيوي عملياتو په مهال د دولت پنځو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې او درې شكمن كسان يې نيولي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات د مركز لښكرګاه ښار په بشران سيمې او د مارجې، واشير او نوزاد ولسواليو...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار ولايتي چارواكي په ښېوې ولسوالۍ كې د لسګونه ميليونه افغانيو په ارزښت د لسګونه زره فوټه قاچاقي چارتراش لرګيو د نيولو خبر وركوي.
والي حيات الله حيات وويل، دا چارتراش تېره شپه د يادې ولسوالۍ په بُډيالۍ او عبدالخېلو سيمو كې ونيول شول.
ده زياته كړه، له هغو مسوولينو او كسانو سره به قانوني چلند ترسره كړي، چې تر څېړنو وروسته د چارتراشو...