slideshow, كركټ

افغانستان د كركټ په لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كې ايرلنډ ته ماتې وركړه

توسط - افغانستان د كركټ په لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كې ايرلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ايرلنډ ته د خپل سفر په مهال تېره شپه په لومړۍ نړيواله ۲۰ اوريزه لوبه کې د كوربه هېواد لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه. د لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۱۶۱...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ جګړه پاى ته ورسېده

توسط - په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ جګړه پاى ته ورسېده

درېيم تعقيب - د كورنيو چارو وزارت وايي، د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نن سهار شاوخوا نهه بجې پيل شوې نښته د ټولو بريد كوونكو په وژل كېدو سره پاى ته ورسېده. د دغه وزارت وياند نجيب دانش د جګړې په سيمه كې رسنيو ته وويل، د ماهي په نوم سراى ته...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د اوربند د مديريت په اړه ډاډ وركړ

توسط - جمهور رئيس غني د اوربند د مديريت په اړه ډاډ وركړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني يو ځل بيا له وسله والو مخالفينو سره پر خپل مشروط اوربند ټينګار وكړ او ويې ويل، دا اوربند د دواړو لورو د منلو په صورت كې عملي كېږي. هغه نن په ارګ كې د لوى اختر د لمانځه له ادا كولو وروسته د وينا په مهال هېوادوالو ته د اختر مباركۍ ترڅنګ زياته كړه، د اوربند په اړه...

slideshow, كورني خبرونه

حميرا حقمل: د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون په خپلو چارو کې خپلواک دی

توسط - حميرا حقمل: د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون په خپلو چارو کې خپلواک دی

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، د دغه کمېسيون په چارو کې هېڅوک لاسوهنه نه شي کولای او هغه تورونه چې د ولسي جرګې ټاکنو د کانديدانو له وروستي لېست څخه يو شمېر حذف شوو کانديدانو په دغه کمېسيون لګولي دي، بې بنسټه دي. د دغه کمېسيون مرستيالې حميرا حقمل نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، هېڅوک د کوم شخص، ډلې يا ادارې...

كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: د غزني توطئه دې په جدي توګه وڅېړل شي

توسط - جمهور رئيس غني: د غزني توطئه دې په جدي توګه وڅېړل شي

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، د غزني توطئه دې د ملي امنيت له لوري په ژوره توګه وڅېړل شي او د کمزورۍ اصلي ټکي دې په ډاګه شي. جمهور رييس غني نن غزني ولايت ته د سفر پر مهال د خلکو يوې غونډې ته په خبرو کې د غزني ښار د جګړې پر مهال د افغان ځواکونو مېړانه وستايله او وژل شوو سرتېرو...

slideshow, كورني خبرونه

جمهوررئيس محمد اشرف غني غزني ولايت ته ورسېد

توسط - جمهوررئيس محمد اشرف غني غزني ولايت ته ورسېد

جمهوررئيس محمد اشرف غني نن سهار د غزني ولايت د امنيتي وضعيت د ارزونې لپاره دغه ولايت ته ورسېد. جمهوررئيس غني به ددغه سفر په ترڅ کې د قران کريم د ختم او د غزني د شهيدانو روح ته د فاتحې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه ولايت له ملکي او نظامي چارواکو او خلکو سره جلا جلا کتنې ولري. وسله والو طالبانو...

slideshow, كورني خبرونه

د کابل ښار اړوند کمپنۍ سيمه کې د چاودنې له کبله يو تن ټپي شو

توسط - د کابل ښار اړوند کمپنۍ سيمه کې د چاودنې له کبله يو تن ټپي شو

د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند کمپنۍ سيمه کې د چاودنې له کبله يو تن ټپي شوی. د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي کليد ته وويل، د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په کمپنۍ بازار کې نن سهار اته نيمې بجې يو موټر اور اخيستی. ستانکزي زياته کړه، تر دې مهاله څرګنده نه ده چې په دغه موټر پسې...

slideshow, كورني خبرونه

د كابل د پرونۍ خونړۍ پېښې مسووليت داعش ډلې ومانه

توسط - د كابل د پرونۍ خونړۍ پېښې مسووليت داعش ډلې ومانه

داعش ډلې په كابل ښار كې د پروني خونړي ځانمرګي بريد مسووليت ومانه. دا بريد پرون مازديګر شاوخوا څلور بجې د ۱۸مې امنيتي حوزې په نقاش سيمه كې د موعود په نوم په يوه ښوونيز مركز كې وشو. ځينو رسنيو په دې پېښه كې د شاوخوا ۶۰ كسانو د وژل كېدو او لسګونو نورو د ټپي كېدو خبر وركړى و، خو د عامې روغتيا وزارت...

slideshow, اقتصاد, سوداګري

كابل ښار كې د لاسي صنايعو او خوراكي توكو نندارتون جوړ شو

توسط - كابل ښار كې د لاسي صنايعو او خوراكي توكو نندارتون جوړ شو

په كابل ښار كې لسګونو سوداګرو او كسبه كارو مېرمنو نن خپل لاسي صنايع او خوراكي توكي د متشبثو ښځو د توليداتو په نندارتون كې نندارې ته كېښودل. دا نندارتون له جګړې اغېزمنو شوو ماشومانو لپاره د كاناډايي موسسې په همكارۍ او د امريكا په مالي ملاتړ د كابل په بابر بڼ كې د يوې ورځې لپاره جوړ شوى و. له جګړې اغېزمنو شوو ماشومانو...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند كې د ملي اردو پنځه سرتېري او ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي

توسط - هلمند كې د ملي اردو پنځه سرتېري او ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي

په هلمند کې د ملي اردو د يوه افسر په ګډون پنځه امنيتي سرتېري او ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ۲۱۵ ميوند قول اردو يوه سرچينه د نوم د نه ښودلو په شرط وايي، نن له غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ په سربند سيمه کې د ماين په چاودنه کې د لومړۍ لېوا د درېيم کنډک قوماندان ډګرمن شېرشاه او څلور...