توسط ISMAT MAYAR -
د کونړ ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې سېلابونو او تندر ۱۱ تنه چې ۸ يې د يوې کورنۍ غړي دي وژلي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم کليد ته وويل، د غازي اباد ولسوالۍ د مرېت په سيمه کې تېره ورځ د سېلابونو او تندر غورځېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې په اړونده سيمه کې د ټاکنو خپلواک کميسيون د سيمه ييز دفتر مخې ته چاودنه شوې.
د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، تر دې مهاله د عامې روغتيا حوزوي روغتون ته د پېښې له ځايه دوه جسدونه او څلور ټپيان لېږدول شوي چې، د يوتن ټپي حالت نازک دی.
خوګياڼی وايي، د پېښې ډول...
توسط ISMAT MAYAR -
د هرات ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
د هرات د امنيه قومندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، يو ماشوم، دوې ښځې او دوه سړي د دغه پېښې قربانيان دي.
د ولي زاده په خبره، دغه کسان پرون له غرمې وروسته د ادرسکن ولسوالۍ د خليفه په سيمه کې په ډزو وژل شوي...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان او ايرلنډ تر منځ درېيمه شل اوريزه لوبه چې ټاکل شوې وه تېر ماښام ترسره شي، د باران له کبله لغوه اعلان شوه او د شل اوريزو لوبو د لړۍ جام افغانستان ترلاسه کړ.
افغان کرکټ لوبډلې په لومړيو دواړو شل اوريزو لوبو کې ايرلنډ ته ماتې ورکړه او دغه لړۍ يې ۲-۰ وګټله.
افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی د سيريز يا لړۍ...
توسط ISMAT MAYAR -
روسيې د مسکو د سولې په غونډه کې د امريکا په نه گډون خواشيني څرګنده کړې.
امريکا د چهارشنبې په ورځ د مسکو په غونډه کې د روسيې بلنه رد کړه او ادعا يې وکړه چې د مسکو غونډه چې روسيه يې مشري کوي په افغانستان کې د سولې له ټينگيدو سره مرسته نه کوي.
دغه غونډه د راتلونکې ميلادي مياشتې په څلورمه په مسکو...
توسط ISMAT MAYAR -
د کابل امنيه قومنداني وايي، نن د ټاکنو خپلواک کمېسيون مخې ته د تحصن درول شوې خېمې راټولوي.
د کابل امنيه قومندان داوود امين وايي، چې پوليس به په ولايتونو کې هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفترونو مخې ته د تحصن خېمې ټولې کړي.
د نوموړي په خبره، د تحصن خېمې په غيرقانوني ډول او له جواز پرته په کابل او ولايتونو کې د...
توسط ISMAT MAYAR -
حضرت الله ځاځی د ايرلنډ پر وړاندې په تېرو دوو شل اوريزو لوبو کې د ښه ځلېدو له کبله د دغه لوبډلې پر وړاندې د افغانستان په پنځوس اوريزه لوبډله کې هم شامل کړای شو.
د کرکټ بورډ د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی د ښه ځلېدو له کبله د غوراوي کمېټې په وړانديز او د کرکټ بورډ...
توسط ISMAT MAYAR -
سبا د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ايرلنډ سره درېيمه شل اوريزه لوبه کوي. دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په اووه نيمو بجو پيلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د دغه لړۍ لومړۍ دوه لوبې ګټلې دي.
تر دې مهاله له ايرلنډ سره په دواړو شل اوريزو لوبو کې د توپ وهنې په برخه کې حضرت ځاځی ښه ځلېدلی...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي، هر هغه څوک به مجازات شي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ يې په خپله دنده کې غفلت کړی وي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک چې نن يې د کابل ښار د امنيت په تړاو د دغه ښار د امنيتي حوزو له امرينو سره په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې ټينګار وکړ، هغو...
توسط ISMAT MAYAR -
د بهرنيو چارو وزارت وايي، د مسکو په غونډه کې چې د افغانستان د سولې په اړه جوړېږي، ګډون نه کوي.
د دغه وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، دا پريکړه کې له جمهور رييس او نورو لوړ پوړيو چارواکو سره تر سلا مشورې ورسته شوې ده.
ټاکل شوې چې شااو خوا دوه اوونۍ وروسته په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه...