توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د تورخم بندر په څېر به په نورو بندرونو او لارو کې هم د قاچاق مخه ونيول شي.
نوموړي دا خبره نن په ارګ كې د هېواد د صنعتکارانو خونې له يو شمېر مرکزي او ولايتي مسوولينو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي امنيت منسوبينو د ننګرهار ولايت په مركز جلال اباد ښار کې په تېره يوه اونۍ کې د يوه ځانمرګي بريد كوونكي په ګډون اووه طالب او داعش او د لشکر طيبه اړوند وسله وال نيولي دي.
ولايتي ادارې نيول شوي کسان نن د يوه خبري کنفرانس په مهال رسنيو ته وښودل.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، په نيول شوو کسانو کې...
توسط ISMAT MAYAR -
په غزني كې د امنيتي ځواكونو په روانو تصفيوي عملياتو كې د ځينو سرګروپانو په ګډون له ۳۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، افغان هوايي ځواكونو پرون له غرمې وروسته په قره باغ ولسوالۍ كې يوه ډله وسله وال مخالفين د هوايي بريدونو په ترڅ كې په نښه كړل، چې له...
توسط ISMAT MAYAR -
اجرائيه رئيس وايي، د ملي يووالي حكومت په هېواد كې داعش تروريستي ډله نه اكمالوي او په دې اړه شوې ادعاوې بې بنسټه دي.
عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډې ته د خبرو په مهال د افغانستان لپاره د داعش ډلې د مشر وژل كېدو ته په اشارې وويل، امنيتي ځواكونه يوه شېبه هم له دې ډلې سره په مبارزه كې غفلت نه...
توسط ISMAT MAYAR -
د تاجكستان جنګي الوتكو نن سهار د تخار درقد ولسوالي په نښه كړې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد جواد هجري كليد ته وويل، دغه بمبار تېر مازديګر د افغانستان او تاجكستان په سرحدي ځنګلي سيمه كې د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو ترمنځ د نښتې په غبرګون كې، چې له كبله يې دوه تاجكستاني ساتونكي ووژل شول، شوى دى.
نوموړي زياته...
توسط ISMAT MAYAR -
په هرات كې د يوه موټر د چپه كېدو په پېښه كې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، دا پېښه تېر مازديګر په زاول ولسوالۍ كې رامنځته شوې، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله.
د فرهاد په خبره، په موټر كې ناست...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاكل شوې د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه نن د كابل په وخت له غرمې وروسته دوه بجې او ۱۵ دقيقې پيل شي.
افغانستان به له ايرلنډ سره په روانه اونۍ كې درې يو ورځنۍ لوبې وكړي.
دا لوبې نن، د چهارشنبې او جمعې په ورځو كې د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې ترسره کېږي.
افغان...
توسط ISMAT MAYAR -
د سرپل ولايتي چارواكي وايي، وسله وال طالبان غواړي د دغه ولايت پر مركز بريد وكړي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، د كشفي او استخباراتي راپورونو له مخې، طالبان له څو ورځو راهيسې پر سرپل د بريد او د دې ولايت د سقوط په هدف له بېلابېلو سيمو خپل وسله وال يوځاى كوي.
نوموړى هلته موجود امنيتي سرتېري د...
توسط ISMAT MAYAR -
په ننګرهار كې د افغانيو د چلښت په اړه شوې پرېكړه سر له ننه عملي كېږي او په يوه مياشت كې به په بشپړ ډول تطبيق شي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، د والي حيات الله حيات په مشرۍ د افغانستان بانک د مسوولينو، جلال اباد ښاروالۍ او اصنافو ترمنځ د پاکستاني کلدارو د مخنيوي او د افغانيو د چلښت دودولو په...
توسط ISMAT MAYAR -
په ننګرهار ولايت کې د لوی اختر په ورځو کې د بېلا بېلو پېښو له کبله ۱۰۲ تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون چارواکي وايي، د لوی اختر په ورځو کې د دغه ولايت له بېلا بېلو سيمو ۱۰۲ تنه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
د دغه روغتون مشر ډاکټر احسان الله شينواري کليد ته وويل چې له دې ډلې...