توسط ISMAT MAYAR -
د ملي اردو ځواكونه په اروزګان او زابل ولايتونو كې د ۴۳ وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند جګړن يحيى علوي وايي، د اروزګان په مركز ترينكوټ او د دغه ښار په شمالي څنډې چنارك درې كې تېره ورځ د هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال ۲۱ وسله وال وژل شوي، ۱۰ تنه ټپيان دي او...
توسط ISMAT MAYAR -
وسله والو طالبانو نن سهار د غزني د جاغوري ولسوالۍ يو اوسېدونكى تښتولى دى.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دغه كس غوښتل له غزني ښار څخه خپلې ولسوالۍ ته لاړ شي، چې د كابل – كندهار د لويې لارې په اوږدو كې طالبانو له موټره ښكته كړى او له ځانونو سره يې بېولى دى.
نوموړي زياته كړه، ياد كس له دولتي...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو ځانګړى سرمفتش يا سيگار وايي، د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حكمتيار سره د افغان حكومت د سولې هوكړې د سولې پر بهير قاطع اغېز نه دى كړى.
د سيګار په راپور كې راغلي، د جمهور رئيس محمد اشرف غني په ګډون يو شمېر لوړپوړي افغان چارواکي هيله من وو، چې له حكمتيار سره د...
توسط ISMAT MAYAR -
په ټول هېواد کې نن د شري ناروغۍ په ضد د واکسين دوه مياشتينى کمپاين پيل شو.
د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وايي، دا كمپاين په ولايتونو کې د شري ناروغۍ د زياتو پېښو رامنځته کېدو ته په کتو ترسره كېږي، چې له نهه مياشتيني ماشوم څخه تر ۱۰ کلن پورې به واکسين شي.
د هغه په وينا، د عامې روغتيا وزارت تصميم ونيوه،...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ له لوبډلې څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وګټله.
د درېيو يو ورځنيو لوبو وروستۍ يې تېره ورځ د كابل په وخت دوه بجې او ۱۵ دقيقې د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې پيل شوه او تېره شپه پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
كوربه لوبډلې د...
توسط ISMAT MAYAR -
د غزني ولايتي چارواكي وايي، د غزني ښار په څلور ورځنۍ جګړه كې له زرګونو زيانمنو شوو كورنيو سره د نغدو پيسو، خوراكي او غيرې خوراكي توكو مرسته شوې او دا لړۍ دوام لري.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، پر غزني ښار د وسله والو طالبانو له بريد وروسته په دغه ښار كې له ۳۸۰۰ څخه زياتو بې ځايه او...
توسط ISMAT MAYAR -
په اروزګان كې يو كس داسې مهال نيول شوى، چې غوښتل يې له مركز ترينكوټ ښار څخه وسله والو طالبانو ته زرګونه مرمۍ ولېږدوي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزي كليد ته وويل، پرون مازديګر ناوخته په ترينکوټ ښار کې د ښاري ګارنيزيون له لوري يو کس، چې د امريكايي اېم ۱۶ ډوله وسلې تر اتو زرو زياتې مرمۍ يې په...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د مركز جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په بالادې سيمه کې يوه کس خپله لور او مېرمن وژلي او له سيمې تښتېدلى دى.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، پېښه تېره شپه رامنځته شوې او په اړه يې څېړنې روانې دي.
دا لومړى ځل نه دى، چې داسې پېښه رامنځته كېږي، بلکې له...
توسط ISMAT MAYAR -
وسله والو طالبانو په بغلان كې د هلمند د سولې ولسي حركت د غړو سپكاى كړى دى.
د دې حركت مطبوعاتي مسوول بسم الله وطندوست كليد ته وويل، دوى پرون مازديګر د طالبانو تر كنټرول لاندې سيمو ته لاړل، خو د ډنډ غوري په اكاخېلو سيمه كې يې سپكاوى وشو او وښكنځل شول.
هغه زياته كړه، د طالبانو تر واك لاندې سيمو ته د دوى...
توسط ISMAT MAYAR -
د بريتانيا د دفاع وزير ګوين ويليمسن وايي، هېواد يې هڅه كوي، چې د افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتياوې لوړې کړي.
نوموړي دا خبره د افغانستان د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ملي امنيت شورا د غونډو په خونه كې د ليدنې په مهال وكړه.
ويليمسن زياته كړه، هېواد يې چمتو دى، چې د پرمختللو...