توسط ISMAT MAYAR - - 17 وږی 1397
د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې يو پلاوى يې پاکستان ته سفر وکړي او د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په اړه له پاکستاني چارواکو سره وغږېږي.
د دې شورا د مرستيال عطاء الرحمن سليم په خبره، تراوسه د دغه سفر نېټه نه ده ټاکل شوې او دوى د پاکستان ځواب ته په تمه دي.
دى زياتوي، د افغان حكومت او...
توسط ISMAT MAYAR - - 17 وږی 1397
د امريكا د دفاع وزير وايي، متحده ايالات به د افغان ځواکونو روزنې، تجهيز او ملاتړ ته دوام او پراختيا ورکړي.
جېمز ماټيس دا خبره تېره ورځ په كابل كې د هېواد د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، ماټيس ټينګار وکړ، چې د امريکا خلک او حکومت به د باثباته راتلونکي لپاره...
توسط ISMAT MAYAR - - 16 وږی 1397
د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي او دوه مركزونه يې هم له منځه وړل شوي دي.
د دې ولايت د ملي امنيت رياست په خبرپاڼه كې راغلي، ځواكونو يې تېره شپه په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر دوو مرکزونو عمليات ترسره کړي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو...
توسط ISMAT MAYAR - - 16 وږی 1397
د امريكا د دفاع وزير جېمز ماټيس د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن كابل ته د ناڅاپي سفر په مهال په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وليدل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، دواړو لورو د افغانستان او سيمې پر بېلابېلو مسايلو په ځانګړي ډول سولې او امنيت، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره...
توسط ISMAT MAYAR - - 16 وږی 1397
د پکتيکا د ولايت مقام د مېلمستون په انګړ کې تېره شپه د سليمان غر په نوم دوديزه مېله او مشاعره وشوه، چې په كې د پکتيکا د مرکز او ولسواليو پر شاعرانو او ليکوالانو سربېره د کابل، پکتيا، خوست، اروزګان، غزني او يو شمېر نورو ولايتونو ليکوالانو او شاعرانو او همدارنګه سلګونو پکتيکاوالو ځوانانو او د فرهنګ او شعر مينه والو ګډون...
توسط ISMAT MAYAR - - 16 وږی 1397
وسله والو طالبانو د بادغيس په اب كمري ولسوالۍ كې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژلي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني كليد ته وويل، طالبانو په يادې ولسوالۍ كې د ملي اردو پر يوې پوستې د بريد په مهال درې سرتېري ووژل.
نوموړي زياته كړه، وروسته مرستندوى ځواكونه، چې غوښتل يې سيمې ته لاړ شي، د لارې غلطولو له...
توسط ISMAT MAYAR - - 16 وږی 1397
د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډه تېر ماښام په ارګ كې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په پيل کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ارګانونو مسوولينو د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د پهلوانۍ پر کلب د تروريستي بريد د څرنګوالي په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
جمهور رئيس...
توسط ISMAT MAYAR - - 15 وږی 1397
د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند دشت برچي سيمه کې د پرونيو چاودنو له کبله ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپيان دي.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي کليد ته وويل، لومړی يوه ځانمرګي بريد کوونکي د کلپ په داخل کې ځان ته چاودنه ورکړه او وروسته د لومړۍ پېښې ځای ته نېږدې موټر بم...
توسط ISMAT MAYAR - - 15 وږی 1397
د افغانستان د خبريالانو د مصونيت کمېټه وايي چې حکومت د خبريالانو د امنيت د ټينګښت لپاره هېڅ پروګرام نه لري.
د افغانستان د خبريالانو د مسوونيت کمېتې مسوول صديق الله توحيدي کليد ته وويل چې د تېر ماښام په دويم بريد کې دوه خبريالان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
توحيدي زياتوي چې ترهګر د خبريالانو په وژلو سره نه شي کولای په...
توسط ISMAT MAYAR - - 15 وږی 1397
د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند دشت برچي سيمه کې د پروني ځانمرګي بريد او موټر بم چاودنې له کبله ۲۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۹۷ نور ټپيان دي.
د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي کليد ته وويل، چې لومړی يوه ځانمرګي بريد کوونکي د کلپ دننه ځان ته چاودنه ورکړه او وروسته د لومړۍ پېښې ځای نه نېږدې...