slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د كډوالۍ د خطرونو په اړه افغان ځوانانو ته خبردارى وركړى

توسط - جمهور رئيس غني د كډوالۍ د خطرونو په اړه افغان ځوانانو ته خبردارى وركړى

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د يو شمېر افغان ځوانانو ترمنځ داسې خيال شته، چې گواکې د جرمني سړكونه په سرو زرو فرش دي، خو حقيقت نه لري. ده له جرمنۍ بيلد رسنۍ سره په مركه كې ويلي، هغه شمېر افغان ځوانان، چې کولى شي د منځنۍ طبقې يوه برخه او په افغانستان کې د کار کولو له فرصتونو برخمن شي، ممكن د...

slideshow, كورني خبرونه

د دشت برچي سيمې په پېښه كې له غفلت كوونكو امنيتي مسوولينو سره قانوني چلند كېږي

توسط - د دشت برچي سيمې په پېښه كې له غفلت كوونكو امنيتي مسوولينو سره قانوني چلند كېږي

د كورنيو چارو وزارت وايي، كه تخنيكي ټيم په دشت برچي سيمه كې د چهار شنبې ورځې د دوهمې چاودنې په مخنيوي كې وظيفوي غفلت كړى وي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. د دغه وزارت وياند نجيب دانش نن خبريالانو ته وويل، كه څه هم تخنيكي ټيم په سيمه كې درول شوى موټر وكته، خو دا چې په كې چاودېدونكي توكي...

slideshow, رزمې لوبې

په خوست کې د کبډي سيالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې

توسط - په خوست کې د کبډي سيالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې

په خوست کې د کبډي هغه سيالۍ، چې ۱۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې، د ښاروالۍ لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې. په دغه ولايت د کبډي لوبو استازى کرامت خان وايي، په دې سياليو کې څلورو لوبډلو ګډون درلود، چې په پايلوبه کې د ښاروالۍ لوبډلې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتله شوه. کرامت خان د سياليو...

slideshow, كورني خبرونه

د خوست له ملکي روغتون سره د طبي وسايلو مرسته وشوه

توسط - د خوست له ملکي روغتون سره د طبي وسايلو مرسته وشوه

د خوست له ملکي روغتون سره د امريکا د پراختيايي ادارې (USAID) لخوا د ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وشوه. د دې ولايت د عامې روغتيا رئيس حبيب شاه انصاري وايي، په دغو طبي وسايلو کې د ډيجيټل ايکسرې او جېن اېکسپېرټ ماشينونه شامل دي، چې د نري رنځ په تشخيص کې ورڅخه ګټه پورته کېږي. د هغه په خبره، د...

slideshow, كورني خبرونه

په جلال اباد ښار کې پر اهل هنودو د ځانمرګي بريد څېړنه پيل شوه

توسط - په جلال اباد ښار کې پر اهل هنودو د ځانمرګي بريد څېړنه پيل شوه

د ننګرهار ولايتي چارواكي په جلال اباد ښار کې د چنګاښ مياشتې په ۱۱مه نېټه پر اهل هنودو د شوي ځانمرګي بريد په اړه د څېړنو د پيلېدو خبر وركوي. د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نن سهار له مرکز څخه د لويې څارنوالۍ په مشرۍ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ملي امنيت عمومي رياست ګډ پلاوى ننګرهار ته...

slideshow, كورني خبرونه

په پكتيا كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته شوې

توسط - په پكتيا كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته شوې

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، وسله والو طالبانو د دې ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ پر يوې پوستې د بريد په مهال درېيو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د پكتيا د والي وياند عبدالله حسرت كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه پر چيلم پوستې بريد وكړ، خو امنيتي ځواكونو يې بريد په شا وتمبوه. د هغه په وينا، په جګړه كې د دولت...

slideshow, كركټ

مشعل: د افغانستان د كركټ غوره ليګ د افغان لوبغاړو لپاره ډېر ګټور دى

توسط - مشعل: د افغانستان د كركټ غوره ليګ د افغان لوبغاړو لپاره ډېر ګټور دى

د هېواد د كركټ بورډ چارواكي د افغانستان د كركټ غوره ليګ د دغه بورډ او افغان لوبغاړو لپاره له مادي او معنوي پلوه ګټور بولي. د كركټ بورډ رئيس شكرالله عاطف مشعل نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، دا ليګ د افغان لوبغاړو وړتياوې لوړوي او په ترڅ كې يې هر لوبغاړى په منځنۍ توګه له ۲۵ تر ۳۰ زرو...

slideshow, كورني خبرونه

په پكتيا كې اته وسله وال طالبان وژل شوي

توسط - په پكتيا كې اته وسله وال طالبان وژل شوي

په پكتيا كې هوايي بريد او د ماين چاودنې اته وسله وال طالبان وژلي دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د زرمت ولسوالۍ په ملايانو سيمه كې تېره شپه د غوڅ ملاتړ ماموريت په هوايي بريد كې شپږ طالبان وژل شوي دي. په خبرپاڼه كې زياته شوې، د ياد هوايي بريد له كبله د...

slideshow, كورني خبرونه

د کابل ښار د لوېديځې برخې امنيت ته اساسي پاملرنه كېږي

توسط - د کابل ښار د لوېديځې برخې امنيت ته اساسي پاملرنه كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کابل ښار د لوېديځې برخې امنيت ته به د لوړ ګواښ په توګه اساسي پام وشي. هغه دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د كابل ښار د يادې برخې له بېلابېلو اقشارو سره د ليدنې په مهال وكړه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دغه كتنه كې د کابل ګارنيزيون عمومي قوماندان ستر جنرال مراد علي...

slideshow, كورني خبرونه

په كندهار كې ټرافيكي پېښې ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - په كندهار كې ټرافيكي پېښې ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل - کندهار پر لويه لار د ټرافيكي پېښې له كبله ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي، پېښه نن سهار وخته د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، يوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونكي موټر، چې هرات ته روان و، له مازدا موټر سره ټکر کړى دى. عزيزي...