توسط ISMAT MAYAR -
د هېواد ګڼو سياسي څېرو نن د افغانستان د روان وضعيت په اړه مشورتي ناسته جوړه کړې ده.
د راپورونو له مخې، پخواني جمهور رييس حامد کرزي، حنيف اتمر، محمد محقق، کريم خليلي، يونس قانوني، سيد منصور نادري، ضرار احمد مقبل، زلمي رسول، رنګين دادفر سپنتا، عبدالهادي ارغنديوال، سيد حامد ګيلاني، وحيد الله سباوون، انور الحق احدي، صادق مدبر، جنرال جرات، قطب الدين هلال،...
توسط ISMAT MAYAR -
په هېواد كې ورځ تربلې د ناامنيو له زياتېدو او د وكيلانو له پرله پسې غوښتنو وروسته نن ولسي جرګې پرېكړه وكړه چې له امريكا سره په امنيتي تړون له سره غور کوي.
په وروستيو څو ورځو كې په بېلابېلو ولايتونو كې د جګړو، د امنيتي او ملكي مرګ ژوبلې له ډيرېدو وروسته د دغه جرګې غړو غوښتنه كوله چې له امريكا سره په...
توسط ISMAT MAYAR -
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د نن ورځې تر پايه به ۷ اعشاريه ۳ ميليونه رای ورکوونکي د دغه کمېسيون په ډېتابېس کې ثبت شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون منشي او وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، چې د لسو ولايتونو د رای ورکوونکو لست بشپړ شوی او ډېر ژر به چاپ شي.
له بل لوري د...
توسط ISMAT MAYAR -
په ننګرهار کې پر لاريون كوونكو د ځانمرګي بريد مرګ ژوبله ۲۳۳ تنو ته لوړه شوه.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس نجيب الله کامه وال كليد ته وويل چې، د تورخم ــ جلال اباد په لويه لاره له شوي ځانمرګي بريد د غني خېلو ولسوالۍ مرکزي روغتون او د جلال آباد ښار حوزوي روغتون ته ۶۸ جسدونه او۱۶۵ ټپيان ور وړل شوي.
نوموړی...
توسط ISMAT MAYAR -
امنيتي مسوولين وايي، پوليسو په كابل ښار كې له ۱۰۰ زيات هغه كسان نيولي، چې د شهيد اونۍ د نمانځلو په بهانه يې د ښار نظم اخلال كړى و.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، دغه كسان د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې ونيول شول.
د هغه په وينا، له نيول شوو كسانو څه...
توسط ISMAT MAYAR -
د كابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ځانمرګي بريد ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، دا بريد نن ماسپښين شاوخوا درې بجې په تايمني سيمه كې د احمدشاه مسعود د پلويانو د موټرونو پر كاروان شوى، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
د بريد...
توسط ISMAT MAYAR -
د ميدان وردګ ولايتي چارواكي وايي، پر دايميرداد ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد په شا تمبول شوى دى.
د دې ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې پر دې ولسوالۍ بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
نوموړي زياته كړه، تازه دمي سرتېري سيمې ته رسېدلي او د امنيتي ځواكونو او...
توسط ISMAT MAYAR -
د جمهور رئيس دوهم مرستيال وايي، د ملي يووالي حكومت د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو لپاره له ټولو امكاناتو كار اخلي.
سرور دانش نن د كابل د لويې جرګې په خېمه كې د شهيد اونۍ او د احمدشاه مسعود د وژل كېدو د ۱۷م تلين نمانځغونډې ته د وينا په مهال له خلكو، سياسي ګوندونو، مدني بنسټونو او نړيوالې ټولنې وغوښتل،...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې يو اېن اېچ سي آر مشر فليپو ګرانډي وايي، له ۲۰۰۲م ميلادي كال راهيسې تراوسه څلور اعشاريه درې ميليونه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار سيمې پنډغالي ته د سفر په مهال وويل، د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د افغان کډوالو پر موضوع...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په غزګي سيمه کې تېر مازديګر شاوخوا شپږ بجې انسان تښتوونکو پر ملکي وګړو بريد کړى، چې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د دې ولايت د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې انسان تښتوونکو په سيمه کې د دوى د...