توسط ISMAT MAYAR - - 24 وږی 1397
د اساسي قانون پر تطبيق د څار كمېسيون وايي، له وروستي لېسته د ولسي جرګې ټاكنو د ۳۵ كانديدانو د نومونو ايستلو موضوع د دغه كمېسيون تر څېړنې لاندې ده.
د اساسي قانون پر تطبيق د څار كمېسيون مسوولينو، چې نن په دې اړه د ولسي جرګې استماعيه غونډې ته غوښتل شوي وو وويل، دوى امنيتي ارګانونو، د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون او د سيمه...
توسط ISMAT MAYAR - - 24 وږی 1397
د نورستان مرکز پارون ته د غځېدلې لارې په ګواښوونکو ځايونو کې د دېوالونو جوړولو کار پيل شو.
والي حافظ عبدالقيوم کليد ته وويل، دا دېوالونه په هغو ځايونو كې رغوي، چې خلكو ته يې ستونزې جوړې كړې دي.
هغه زياته کړه، د ټولې لارې په شاوخوا کې به د نېږدې شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د ۷۵۰ متره اوږدوالي په اندازه دېوالونه ورغول شي.
والي...
توسط ISMAT MAYAR - - 24 وږی 1397
جمهوري رياست د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې پر لاريون كوونكو د شوي ځانمرګي بريد څېړنه کوي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، له جمهوري رياست څخه د جمهور رئيس د سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ يو پلاوى دې ولايت ته د مومندرې ولسوالۍ د پېښې د څېړلو په هدف ور رسېدلې دى.
هغه زياته كړه، پلاوي تراوسه له والي حيات الله...
توسط ISMAT MAYAR - - 24 وږی 1397
د خوست د کرکټ په مرکزي ملي لوبغالي کې د كلب په كچه سيالۍ، چې شاوخوا درې نيمې مياشتې وړاندې پيل شوې وې، د محمد خان ځدراڼ لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
په خوست کې د کرکټ بورډ استازى سيد عالم وايي، په دې سياليو کې د ۱۰۷ کلبونو لوبډلو ګډون درلود، چې په پايلوبه کې د محمد خان ځدراڼ لوبډلې د جمال...
توسط ISMAT MAYAR - - 24 وږی 1397
د بلخ ولايتي شورا وايي، د دغه ولايت د چهاربولك ولسوالۍ تيمورك او ايمان كلي د جمعې په ورځ د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شوي دي.
د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد كليد ته وويل، د دې كليو په سقوط سره د مزار شريف – شبرغان لويه لار هم ناامنه شوې او دغه كار د هېواد د...
توسط ISMAT MAYAR - - 24 وږی 1397
په فراه كې تېره شپه د ملي اردو يوه هليكوپټر اور اخيستى او په كې ناست څلور كسان وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند ناصر مهري كليد ته وويل، دا هليكوپټر، چې له هراته فراه ته روان و، د خاك سفيد ولسوالۍ په رېنج كلي كې د تخنيكي ستونزې له كبله بېړنۍ ناستې ته اړ شو.
نوموړي زياته كړه، دغه هليكوپټر تر...
توسط ISMAT MAYAR - - 24 وږی 1397
ټاکل شوې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن کابل ته راشي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، د قريشي په مشرۍ لوړپوړى پاکستانى پلاوى به کابل ته د خپل سفر په مهال له جمهور رئيس محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د بهرنيو چارو له سلب صلاحيت شوي وزير صلاح الدين رباني سره په ليدنو...
توسط ISMAT MAYAR - - 23 وږی 1397
په اروزګان كې د ماين چاودنې اوو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
يوه باوري امنيتي سرچينه وايي، پرون ناوخته د مرکز ترينکوټ په شمالي برخه سرخوم کې د افغان سرتېرو پر يوه هاموې ټانك د ښخ کړل شوي ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، وژل شوي او ټپي سرتېري د لويې...
توسط ISMAT MAYAR - - 23 وږی 1397
ټاكل شوې سبا په متحده عربي اماراتو كې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسيا جام سيالۍ پيل شي.
په دې سياليو كې به، چې د روانې سپټمبر مياشتې تر ۲۸مې نېټې دوام كوي، د افغانستان، پاكستان، هند، سريلانكا، بنګله دېش او هانګ كانګ لوبډلې ولوبېږي.
د كركټ د اسيا جام سياليو لومړۍ لوبه سبا د سريلانكا او...
توسط ISMAT MAYAR - - 23 وږی 1397
د بادغيس په مقر ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې ولايت كې د ملي اردو د درېيمې لېوا مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، په مقر ولسوالۍ كې د دغې لېوا د ځواكونو په عملياتو كې پنځه طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه...