slideshow, كركټ, كورني خبرونه

د کرکټ بورډ نوي عمومي مشر عزيزالله فضلي دنده پيل کړه

توسط - د کرکټ بورډ نوي عمومي مشر عزيزالله فضلي دنده پيل کړه

د کرکټ بورډ نوي عمومي رييس عزيزالله فضلي په رسمي ډول خپله دنده پيل کړه. نوموړي د کرکټ بورډ په اداره کې په دې تړاو جوړې شوې غوندې ته په خبرو کې وويل ۱۸ کاله يې د کرکټ بورډ په اداره کې کار کړی دی او اوس خورا خوښ دی چې يو مهم مسووليت ور سپارل کېږي. نوموړي ټينګار وکړ چې د کرکټ بورډ ادارې...

slideshow, كورني خبرونه

اجرائيه رئيس د پوليسو هڅې وستايلې

توسط - اجرائيه رئيس د پوليسو هڅې وستايلې

د حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې پوليس د لوړ ظرفيت لرونکي دي او کولای شي د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې ودرېږي. عبدالله عبدالله د پوليسو د همغږۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې خبري غونډه کې وويل، د ښارونو له پراخېدو سره د پوليسو شمېر نه دی ډېر شوی او دا يوه ستونزه ده. اجرايه رييس دغه راز د پوليسو...

slideshow, كورني خبرونه

صياد: راى وركوونكي د ټاکنو په ورځ بايومټريک کېږي

توسط - صياد: راى وركوونكي د ټاکنو په ورځ بايومټريک کېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو رای ورکوونکي به د رای ورکولو په ورځ بايومټريک شي. د دغه کمېسيون رييس ګلاجان عبدالبديع صياد نن د ټاکنو په ملي غونډه کې وويل، د دغه کار لپاره هڅې دوام لري او له څو کمپنيو سره د رای ورکوونکو د بايومټريک کولو په تړاو خبرې شوې دي. د ټاکنو کمېسيون رييس دغه راز وايي،...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

عزيزالله فضلي د کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو

توسط - عزيزالله فضلي د کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو

د جمهور رييس غني د حکم له مخې د کرکټ بورډ پخوانی سلاکار عزيزالله فضلي د شکرالله عاطف مشعل پر ځای د دغه ادارې نوی عمومي مشر وټاکل شو. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې له مخې د جمهور رييس غني له لوري د شکرالله عاطف مشعل پر ځای...

slideshow, كورني خبرونه

ټولګي ته د مارکر قلم غورځولو ۲۱ زده‌کوونکي او دوه ښوونکي مسموم کړل

توسط - ټولګي ته د مارکر قلم غورځولو ۲۱ زده‌کوونکي او دوه ښوونکي مسموم کړل

د پوهنې وزارت چارواكي وايي، په کابل ښار کې ۲۱ نجونې زده کوونکې او دوه ښوونکې مسمومې شوي دي. د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت کليد ته وويل، پرون له غرمې مخکې د کابل ښار د ۱۱مې تعليمي حوزې اړوند عبدالقادر بېدل لېسه کې د يوه کس لخوا ټولګي ته يو ډول مارکر قلم غورځول شوی، چې له هغه نه خاکستري رنګه پوډر خپور...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

پوتين: روسي الوتکه د سختو شرايطو له کبله وېشتل شوې ده

توسط - پوتين: روسي الوتکه د سختو شرايطو له کبله وېشتل شوې ده

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين وايي، د سوري ځواکونو له لوري د روسي الوتکې وېشتل د سختو شرايطو د ځنځير له کبله ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دغه هېواد دفاع وزارت اسراييل تورن کړ چې د دغه پوځي الوتکې د وېشتل کېدو عامل دی او مناسب ځواب به ورکړي. له دې څرګندېږي چې پوتين هڅه کوي...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

د کرکټ بورډ عمومي مشر دنده پرېږدي

توسط - د کرکټ بورډ عمومي مشر دنده پرېږدي

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل په راتلونکو څو ورځو کې خپله دنده پرېږدي او ښايي بله دولتي دنده ور وسپارل شي. ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي، په پام کې ده چې د نوموړي پر ځای د کرکټ بورډ اوسنی مرستيال عزيزالله فضلي د دغه ادارې عمومي مشر وټاکل شي. که څه هم تر دې مهاله افغان حکومت او کرکټ بورډ...

slideshow, كورني خبرونه

په ارزوګان کې ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - په ارزوګان کې ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

په ارزوګان کې د ملکي وګړو په يوه کور کې د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي. د دغه ولايت د ولايتي روغتون مشر امين الله توخي کليد ته وويل چې پرون د ترينکوټ اړوند اوبردې سيمه کې د افغان ځواکونو يوه هاوان مرمۍ د ملکي...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني نن سهار هند ته لاړ

توسط - جمهور رئيس غني نن سهار هند ته لاړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هند پايتخت ډيلي ته روان شو. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، جمهور رئيس غني به په دغه سفر کې د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره ځانګړې ليدنه ولري. خبرپاڼه زياتوي، افغان جمهور رئيس به همدارنګه په حيدراباد ښار کې د...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د پاكستان د بهرنيو چارو له وزير سره وليدل

توسط - جمهور رئيس غني د پاكستان د بهرنيو چارو له وزير سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن په ارګ كې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه ‌محمود قريشي سره وليدل. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دغه کتنه کې پر امنيت، د سيمې پر سولې او ثبات، له تروريزم سره پر ګډې مبارزې او د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې. جمهور رئيس غني د افغانستان...