توسط ISMAT MAYAR -
د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال د لسګونو وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په ننګرهار، غزني، پکتيا، خوست، کندهار، زابل، اروزګان، بادغيس، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو كې رامنځته شوې...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د جمهوري رياست په راتلونكو ټاكنو كې د يوه كانديد د مرستيال په توګه د ده د ګډون په اړه اوازې رد كړې.
هغه نن د لويې جرګې په خېمه كې د پخواني جمهور رئيس او د سولې عالي شورا د رئيس برهان الدين رباني د ترور د اوومې كليزې نمانځغونډې ته وويل، د جمهوري رياست...
توسط ISMAT MAYAR -
په فراه كې ټرافيكي پېښې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند ناصر مهري كليد ته وويل، دا ټرافيکي پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د بکواه ولسوالۍ په پوزک سيمه کې رامنځته شوې ده.
دى زياتوي، له هراته كندهار ته روان يوه ۳۰۴ ډوله موټر له ټېلر سره ټکر کړى، چې له كبله يې د ښځو او ماشومانو...
توسط ISMAT MAYAR -
نن د سپټمبر مياشتې ۲۱مه نېټه د سولې له نړيوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ په داسې حال کې نمانځل كېږي، چې افغانستان اوس هم په جګړو کې ښکېل دى او هره ورځ په کې په چاودنو او ځانمرګو بريدونو كې د خلکو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.
د سولې عالي شورا وايي، افغانان نور له جګړو ستړي شوي او سوله ييز ژوند غواړي.
د...
توسط ISMAT MAYAR -
ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په متحده عربي اماراتو كې د ترسره كېدونكو اسيا جام سياليو په دوهم پړاو كې خپله لومړۍ لوبه د پاكستان د كركټ له ملي لوبډلې سره وكړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو پيل شي.
تر دې مخكې په ګروپي پړاو سياليو كې افغانستان خپلې دواړه لوبې وګټلې او سريلانكا...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چې ترهګر د جوماتونو، ښوونځيو او علمي مرکزونو په نښه کولو سره يو غلطه لاره غوره کړې ده او ملکي وګړي وژني.
جمهور رييس غني چې د پنجشنبې په ورځ يې د کابل ښار په لوديځ کې د عاشورا په مراسمو کې خبرې کولې ټينګار وکړ، چې د هېواد دښمنان خپلو بريدونو ته قومي او مذهبي اړخ ورکوي.
جمهور...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي يوالي حکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د ټاکنو کمېسيون د دفترونو تړل د دغه پروسې له رونټيا سره مرسته نه شي کولاي.
اجرايه رييس چې د محرم د لسمې يا عاشورا په مراسمو کې يې خبرې کولې وويل که څه هم د ټاکنو د کمېسيون د دفترونو تړل ناسم کار دی خو د خلکو په وړاندې د امنيتي ځواکونو کارول...
توسط ISMAT MAYAR -
په ننګرهار کې د ماين چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړل.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياني کليد ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۷ نيمې بجې د جلال آباد ښار څلورمې ناحيې اړوند بريښنا رياست ته څېرمه ځای پرځای شوي ماين چاودنه کړې ده.
خوګياڼی وايي، د دې چاودنې له کبله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
له...
توسط ISMAT MAYAR -
هند افغانستان ته د زرو ملي بسونو پر ورکړې سربېره ګڼ شمېر پروژې پلې کوي او توافق وشو چې د دواړو هېوادونو تخنيکي ټيمونه به د دې چارو د ژر عملي کار د پيلولو لپاره زمينه برابروي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رييس غني او د هند لومړي وزير نريندرا مودي پرون د افغانستان او هند د دوستانه اړيکو...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د اسيا جام سياليو په لړ کې خپله دويمه لوبه له بنګلدېش سره ترسره کوي.
دغه لوبه نن د افغانستان په وخت د مازديګر په څلورو بجو د متحده عربي اماراتو په ابو ذبۍ ښار کې پيلېږي.
افغانستان تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې سريلانکا ته د ۹۱ منډو په توپير ماتې ورکړه او دغه لوبډله يې...