slideshow, كركټ

هند د كركټ د اسيا جام سياليو اتلولي وګټله

توسط - هند د كركټ د اسيا جام سياليو اتلولي وګټله

د هند د كركټ ملي لوبډلې په پايلوبه كې د بنګله دېش لوبډلې ته په ماتې وركولو د اسيا جام سياليو اتلولي خپله كړه. پايلوبه د كابل په وخت پرون مازديګر څلور بجې په دوبۍ كې پيل شوه او تېره شپه پاى ته ورسېده. د لوبې پچه د هند د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه. د بنګله دېش د كركټ ملي...

slideshow, كورني خبرونه

په بادغيس كې د قتل، اختطاف او باج ګيرۍ په تور دوه تنه نيول شوي

توسط - په بادغيس كې د قتل، اختطاف او باج ګيرۍ په تور دوه تنه نيول شوي

د بادغيس پوليسو د قتل، اختطاف او د دې ولايت له دولتي ادارو د باج اخيستنې په تور دوه تنه نيولي دي. د بادغيس امنيه قوماندان احمد فهيم قايم وايي، نيول شوي كسان احمد بېګ او سلطان نومېږي او په وروستۍ پېښه كې يې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ كې يو تن وژلى او موټرسايكل يې ترې وړى و. د...

slideshow, كورني خبرونه

ابراهيمي: كانديدان حق نه لري، چې د ټاكنيزو مبارزو په مهال عامه نظم مختل كړي

توسط - ابراهيمي: كانديدان حق نه لري، چې د ټاكنيزو مبارزو په مهال عامه نظم مختل كړي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د ولسي جرګې ټاكنو كانديدان حق نه لري، چې د ټاكنيزو مبارزو په مهال عامه نظم مختل او د ښار بڼه بدله كړي. د دې كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي كليد ته وويل، ټولو كانديدانو په دې اړه د ټاكنو له خپلواك كمېسيون سره يو هوكړه ليك لاسليك كړى دى. هغه زياته كړه، كه كانديدان له ياد كمېسيون سره له...

slideshow, اقتصاد, سوداګري

افغانستان ته د ايراني زعفرانو واردېدو هراتي زعفران كاران اندېښمن كړي

توسط - افغانستان ته د ايراني زعفرانو واردېدو هراتي زعفران كاران اندېښمن كړي

د هرات يو شمېر زعفران كاران له ايرانه افغانستان ته د زعفرانو او د هغو د پيازو د وارداتو په اړه اندېښنه څرګندوي. دوى وايي، د ايران زعفران افغانستان ته له واردولو وروسته د افغاني محصول په نوم د نړۍ په بازارونو كې پلورل كېږي. د هرات د زعفران كارانو د ملي اتحاديې مرستيال سيد عبدالواحد سادات كليد ته وويل، ايراني زعفران ټيټ كيفيت لري...

slideshow, كورني خبرونه

امريكايي اېف ۳۵ ډوله الوتكې په افغانستان كې لومړنى ماموريت پيل كړ

توسط - امريكايي اېف ۳۵ ډوله الوتكې په افغانستان كې لومړنى ماموريت پيل كړ

د امريكا د اردو اېف ۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكې خپل لومړنى ماموريت په افغانستان كې پر وسله والو طالبانو په بريد سره پيل كړ. دا د نړۍ له پرمختللو جنګي جېټ الوتكو څخه ده، چې له راداره د تېښتې وړتيا هم لري. د ډگروال چندلر نيلمز په نوم امريكايي پوځي چارواكي ويلي، د دوى يوې اېف ۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكې د پنجشنبې په...

slideshow, كورني خبرونه

حكمتيار: د ديني عالمانو په ترور كې له دولتي امكاناتو ګټه اخيستل كېږي

توسط - حكمتيار: د ديني عالمانو په ترور كې له دولتي امكاناتو ګټه اخيستل كېږي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار په هېواد كې د ديني عالمانو د هدفي وژنو د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دا ترورونه له دولتي يونيفورم، وسلو او موټرونو په ګټې اخيستنې ترسره كېږي. هغه نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، ديني عالمان د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ترور كېږي، خو داعش ډله او وسله وال طالبان يې مسووليت...

slideshow, كركټ

د كركټ د اسيا جام سياليو پايلوبه نن د هند او بنګله دېش ترمنځ ترسره كېږي

توسط - د كركټ د اسيا جام سياليو پايلوبه نن د هند او بنګله دېش ترمنځ ترسره كېږي

ټاکل شوې نن په دوبۍ كې د كركټ د اسيا جام سياليو پايلوبه د هند او بنګله دېش د لوبډلو ترمنځ ترسره شي. دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو پيل شي. بنګله دېش په وروستۍ لوبه كې پاکستان ته د ۳۷ منډو په توپير ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار ومونده. تر دې مخکې هند هم پايلوبې ته وتلى...

slideshow, كورني خبرونه

پاکستان په دغه هېواد كې د افغان كډوالو د اوسېدو موده وغځوله

توسط - پاکستان په دغه هېواد كې د افغان كډوالو د اوسېدو موده وغځوله

د پاکستان حکومت په دې هېواد كې د مېشتو افغانو کډوالو د پاتې کېدو موده د ۲۰۱۹م ميلادي كال د جون مياشتې تر پايه وغځوله. د پاكستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري خبريالانو ته وويل، دا پرېكړه د پنجشنبې په ورځ د لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د كابينې په غونډه كې وشوه. نوموړي زياته كړه، اوس مهال په پاكستان كې نېږدې ۹۰۰ زره...

slideshow, كورني خبرونه

په غزني كې په شرايطو برابرې بنديانې بښل كېږي

توسط - په غزني كې په شرايطو برابرې بنديانې بښل كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له هر اړخيزې ارزونې وروسته به د غزني په شرايطو برابرې بنديانې وبښل شي. هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ دغه ولايت ته د سفر په مهال له ښځو سره د ليدنې په مهال وكړه. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د غزني ښځو د زنداني مېرمنو، نجونو ته د روزنتون، د نسايي ولادي روغتون، ښځينه ښوونځيو، کاري...

slideshow, كورني خبرونه

د ولسي جرګې ټاکنو د كانديدانو ټاکنيز کمپاينونه پيل شول

توسط - د ولسي جرګې ټاکنو د كانديدانو ټاکنيز کمپاينونه پيل شول

د ولسي جرګې ټاکنو د كانديدانو ټاکنيز کمپاينونه تېره شپه ۱۲ بجې پيل شول، چې ۲۰ ورځې به دوام وكړي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي پرون د سياسي ګوندونو او جريانونو له استازو سره په ګډه غونډه کې وويل، كانديدان بايد ولايتونو ته د تګ راتګ په مهال امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي. د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې ټاكنو...