توسط ISMAT MAYAR -
په اندونيزيا کې چارواکو ويلي، د جمعې ورځې په زلزلې او سمندري توپان کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۳۴۷ ته رسېدلی دی.
له دې مخکې د اندونيزيا د بېړنيو مرستو ادارې ويلي وو چې په دې پېښه کې ۸۴۴ کسان وژل شوي دي.
د انډونيزيا د سولاوسي ټاپو په پالو ښار کې، چې نېږدې ۳۵۰ زره تنه اوسېدونكي لري، د تېرې جمعې په ورځ...
توسط ISMAT MAYAR -
د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، د ۲۰۱۸ م کال له پيله تر دې مهاله ۶۰۴ زره افغانان له ايران او پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دې سازمان پرون يو راپور خپور کړ او په هغه کې راغلي چې سږ کال په ايران کې د اقتصادي بحران له کبله ۵۷۸ زره افغانان له دې هېواده افغانستان ته راستانه شوي دي.
له ايرانه د افغانانو...
توسط ISMAT MAYAR -
د بلومبرګ نړيوالې رسنۍ د راپور له مخې د پاکستان د جماعت علمای اسلام ډلې مشر مولانا سميع الحق له چين غوښتي چې د سولې خبرو ته د طالبانو په چمتو کې مهم رول ولوبوي.
سميع الحق چې د طالبانو معنوي پلار بلل کېږي، له بلومبرګ سره په مرکه کې ويلي چې په سيمه کې چين د امريکا په پرتله ډېر د پاملرنې وړ...
توسط ISMAT MAYAR -
د امريكا د بهرنيو چارو وزير وايي، واشنګټن خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې د پاکستان مرستې ته اړتيا لري.
پمپيو دا خبره، پرون له خپل پاکستاني سيال سره په ليدنه کې کړې ده.
پمپيو ټينګار کړی چې د امريکا او پاکستان تر منځ د ښو اړيکو بنسټ په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د اسلام اباد په همکارۍ پورې تړلی...
توسط ISMAT MAYAR -
نن د تلې مياشتې په اوومه نېټه د ملي يووالي حكومت څلور كلن شو.
څلور كاله وړاندې دا حكومت جوړ شو او دواړو مشرانو يې د لوړې مراسم ترسره كړل.
د لوړې له مراسمو وروسته جمهور رئيس او اجرائيه رئيس په هېواد كې د سولې، امنيت، اقتصاد، اصلاحاتو، فساد سره مبارزې او ځينو نورو برخو كې جدي ژمنې وكړې.
د څلورو كلونو په تېرېدو سره د...
توسط ISMAT MAYAR -
د بلخ امنيتي مسوولين د مزار شريف ښار د جنوب په يوې لويې قمارخونې كې د انسان تښتونې، وسله والو غلاوو او د ښار د ناامنه كولو په تور د ۳۳ كسانو د نيولو خبر وركوي.
د دې ولايت امنيه قوماندان اكرم سامع نن يوې خبري غونډې ته وويل، دا كسان د ځانګړې قطعې د ځواكونو له لوري، چې له كابله بلخ ته د...
توسط ISMAT MAYAR -
د هرات د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست وايي، د دې ولايت په شيدايي سيمه كې يو شمېر بې ځايه شوو كورنيو خپل لسګونه ماشومان پلورلي دي.
د يادې ادارې رئيس عبدالقيوم افغان كليد ته وويل، سږ كال هلته ۷۱ ماشومان د خپلو كورنيو لخوا د كوژدې په نوم له ۱۰۰ زرو تر ۳۰۰ زرو افغانيو په بدل كې پلورل شوي دي.
د...
توسط ISMAT MAYAR -
د خوست ښار په شمالي برخه کې دولتي ګودام ته نېږدې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د ولسي جرګې ټاكنو د كانديد عبدالولي اخلاص د موټرو پر كاروان چاودنه شوې ده.
د خوست د امنيه قوماندانۍ سکرتر عبدالجليل وايي، په چاودنه كې د اخلاص يو تن ساتونکى ټپي شوى دی.
نوموړى زياتوي، چاودنه د موټرسايكل بم په وسيله شوې ده.
د چاودنې مسووليت تر دې دمه...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د درېيو لېسو مخې ته د بمي چاودنو له كبله يو تن ټپي شوى دى.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نن سهار د سره رود ولسوالۍ د چهارباغ صفا او پير سيد احمد ګيلاني لېسو مخې ته غبرګې چاودنې شوي، چې له كبله يې د يوې لېسې ملازم...
توسط ISMAT MAYAR -
په هرات كې د ملكي وګړو پر يوه موټر د وسله والو غلو د ډزو له كبله درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست سيد احمد محمدي كليد ته وويل، وسله والو غلو نن سهار د هرات – غوريان پر لاره د يوه مسافر وړونكي بس سپرلۍ ښكته كړې او موټر يې بېولى دى.
هغه...