slideshow, كورني خبرونه

نن عبدالله په جاکارتا کې له اندونيزيايي چارواکو سره ګوري

توسط - نن عبدالله په جاکارتا کې له اندونيزيايي چارواکو سره ګوري

ټاکل شوې چې نن د افغانستان اجرائيه رئيس په جاکارتا کې له اندونيزيايي چارواکو سره وګوري. عبدالله عبدالله پرون په دوه ورځني سفر پلازمېنې جاکارتا ته ورسېد. ټاکل شوې ده چې نوموړی د اندونيزيا له جمهور رييس جوکو ويدودو، د هغه له مرستيال يوسف کالا او د اندونيزيا د علماوو شورا له غړو سره خبرې وکړي. د اجرايه رياست وياند اميد ميثم کليد ته وويل عبدالله...

slideshow, كورني خبرونه

امريکا له طالبانو د سولې خبرو د پيلولو غوښتنه وکړه

توسط - امريکا له طالبانو د سولې خبرو د پيلولو غوښتنه وکړه

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته چمتو شي او په افغانستان کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده هدر ناورټ، پمپيو باوري دی چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې پيل شوې دي او افغان طالبان کولای شي له دې فرصت ګټه واخلي. دا خبره...

slideshow, كورني خبرونه

د کابل، تهران او ډهلي ترمنځ د چابهار بندر په اړه غونډه جوړېږي

توسط - د کابل، تهران او ډهلي ترمنځ د چابهار بندر په اړه غونډه جوړېږي

د چابهار بندر په اړه د درېيو شريکو هېوادونو غونډه جوړېږي. د رسنيو د راپورونو له مخې په ايران کې د هند سفير سهراب کومار ويلي، هند غواړي په چابهار بندر کې روان فعاليتونه چټکتيا ومومي. د سهراب کومار په خبره له همدې کبله ټاکل شوې چې د روانې مياشتې په څلورويشتمه په چابهار کې د غړو هېوادونو، افغانستان، ايران او هند ترمنځ درې...

slideshow, كورني خبرونه

په کندهار ښار کې چاودنې ۲ تنه ټپيان کړل

توسط - په کندهار ښار کې چاودنې ۲ تنه ټپيان کړل

په کندهار ښار کې د ماين چاودنې دوه تنه ټپيان کړل. د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني کليد ته وويل چې دغه چاودنه نن ماسپښين درې بجې د دوهمې حوزې اړوند له غازي پارک سره د همدې حوزې د ټولي پر قوماندان وشوه. نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې يو پوليس او يو ملکي وګړی ټپيان شوي دي. تر دې مهاله د دې چاودنې...

slideshow, كورني خبرونه

هاشمي: هېواد ته ۱۳ زره بايومټريک ماشينونه را رسېدلي

توسط - هاشمي: هېواد ته ۱۳ زره بايومټريک ماشينونه را رسېدلي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، که چېرې تر سبا د بايومټريک ټول ماشينونه هېواد ته را ونه رسېږي په ټاکنو کې به له دې سيستم د استفادې يا نه استفادې په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي. د دغه کمېسيون منشي او وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، تر دې مهاله ۱۳ زره بايومټريک ماشينونه هېواد ته را...

slideshow, كورني خبرونه

اجرايه رييس عبدالله عبدالله جاکارتا ته لاړ

توسط - اجرايه رييس عبدالله عبدالله جاکارتا ته لاړ

د افغان حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله نن سهار د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر د اندونيزيا پلازمېنې جاکارتا ته لاړ. د اجرايه رياست مرستيال وياند اميد ميثم وايي، چې عبدالله عبدالله د اندونيزيا د مرستيال جمهور رييس يوسف کالا په بلنه دغه هېواد ته لاړ. د ميثم په خبره، اجرايه رييس به په دغه سفر کې له اندونيزيايي چارواکو...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رييس غني د زندانيانو د حقونو په ورکړې ټينګار وکړ

توسط - جمهور رييس غني د زندانيانو د حقونو په ورکړې ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، د محبسونو په مشرتابه او مديريت کې بايد هر اړخيز اصلاحات رامنځته شي او دغه راز دې د زندانيانو حقونو او امتيازاتو ته پاملرنه وشي. جمهور رييس تېر ماښام د ده په مشرۍ د ملي امنيت شورا جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې له زندانيانو سره په چلند کې د قوانينو او بشري حقونو پر مراعتولو ټينګار...

كورني خبرونه

حبيبي له شاعرانو وغوښتل چې خلک سولې ته راوبولي

توسط - حبيبي له شاعرانو وغوښتل چې خلک سولې ته راوبولي

په خوست کې تېر ماښام د دې ولايت د شاعرانو، ليکوالانو او فرهنګيانو له لوري د ښارجوړونې رياست په همکارۍ غزليز ماښام ترسره شو. په دې غونډه کې د خوست والي حکم خان حبيبي د سولې او يووالي په برخه کې د شاعرانو او ليکولانو هڅې وستايلې او له دوی يې وغوښتل چې نور هم د خپل قلم له لارې خلک سولې او ملي...

كورني خبرونه

د خوست د کور او ښار جوړولو رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

توسط - د خوست د کور او ښار جوړولو رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

په خوست کې د کور او ښار جوړولو رياست لپاره نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دغو مراسمو ته د خوست والي حکم خان حبيبي وويل، چې په دې ودانۍ د دولت د بوديجې لخوا ۱۴ مليونه افغانۍ لګول شوې او په دوو پوړونو کې ۱۰ اداري خونې، دوه دهليزونه، دوه پخلنځي او ۷ تشنابونه لري. حبيبي زياته کړه چې ددې ودانۍ په جوړېدو...

كركټ

افغانستان د جمعې په ورځ له سريلانکا سره د لوبې ډګر ته وزي

توسط - افغانستان د جمعې په ورځ له سريلانکا سره د لوبې ډګر ته وزي

د افغانستان د كركټ له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د اسيا جام نيمه پايلوبو ته لار ومونده او ټاکل شوې د جمعې په ورځ له سريلانکا سره د لوبې ډګر ته ووزي. دغه راز به سبا په لومړۍ نيمه پايلوبه کې هند او بنګلدېش له يو بل سره سيالي کوي. افغانستان په خپل ګروپ کې درې لوبې ترسره کړې، متحده عربي...