slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

خليلزاد سيمې ته خپل ۱۰ ورځنى سفر پيل كړ

توسط - خليلزاد سيمې ته خپل ۱۰ ورځنى سفر پيل كړ

د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره د مخامخ خبرو په هيله سيمې ته خپل ۱۰ ورځنى سفر پيل كړى دى. نوموړى به، چې د افغانستان د سولې او پخلاينې په اړه سلامشورې کوي، د دې سفر په لړ کې له سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، پاکستان او افغانستان څخه ليدنې وكړي. که څه هم...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني په بلخ كې ۳۶۰ بستريز روغتون پرانيست

توسط - جمهور رئيس غني په بلخ كې ۳۶۰ بستريز روغتون پرانيست

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار بلخ ته د خپل دوه ورځني سفر په مهال د ابو علي سيناى بلخي ۳۶۰ بستريز روغتون پرانيست. د ارګ د معلوماتو له مخې، دا روغتون د جرمني په ۱۵ ميليونه يورو مالي لګښت په پنځو پوړونو كې په اساسي ډول جوړ شوى دى. سرچينه وايي، جمهور رئيس غني به بلخ ته د سفر په مهال له بېلابېلو...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له کبله ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د کږې بازار په سيمه کې د ولسي تړون پروګرام پر دفتر کې د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې له کبله شوې. د نوموړي په خبره په دغه...

slideshow, كركټ

سبا د افغانستان د کرکټ غوره ليګ پيلېږي

توسط - سبا د افغانستان د کرکټ غوره ليګ پيلېږي

ټاکل شوې سبا د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي ال لومړی پړاو پيل شي. په دې ليګ کې پنځه لوبډلې، کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار لوبېږي. دغه ليګ چې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي د افغان لوبغاړو تر څنګ د نړۍ د کرکټ وتلي ستوري هم پکې برخه اخلي. د افغانستان د کرکټ غوره ليګ به سبا...

slideshow, كورني خبرونه

رحيمي: افغان ځواکونه د ټاکنو د امنيت لپاره په لومړی درجه احضاراتو کې دي

توسط - رحيمي: افغان ځواکونه د ټاکنو د امنيت لپاره په لومړی درجه احضاراتو کې دي

د کورنيو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره په ټول افغانستان کې افغان امنيتي ځواکونه په لومړۍ درجه امنيتي احضاراتو کې دي. د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وايي، افغان هوايي ځواکونه هم د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې کوي او ټاکنې به د امنيت په فضا کې ترسره شي. د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند له ټولو...

slideshow, فوټبال

د يکشنبې په ورځ د فوټبال غوره ليګ پيلېږي

توسط - د يکشنبې په ورځ د فوټبال غوره ليګ پيلېږي

د فوټبال ملي فدراسيون وايي، د افغانستان د فوټبال غوره ليګ اووم پړاو سيالۍ به د راتلونکې يکشنبې په ورځ پيل شي. د فوټبال فدراسيون مسلکي مرستيال يوسف کارګر نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، د دغه ليګ اووم پړاو سيالۍ د مالي ستونزو له کبله په خپل وخت ترسره نه شوې، خو اوس مهال به د يوه خيريه بنسټ په مالي...

slideshow, كورني خبرونه

حميرا حقمل: خلک دې له کمېسيون سره مستند شکايتونه ثبت کړي

توسط - حميرا حقمل: خلک دې له کمېسيون سره مستند شکايتونه ثبت کړي

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، د ولسي جرګې د نوماندانو په تړاو به هغو شکايتونو ته رسېدګي وکړي چې مستند وي د دې کمېسيون مرستيالې حميرا حقمل نن په کابل کې د مدني ټولنې او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د همغږۍ غونډې ته په خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه چې د نوماندانو په تړاو دغه کمېسيون ته مستند شکايتونه وسپاري. دا په داسې حال کې...

slideshow, كورني خبرونه

کابل ښاروالۍ د ولسي جرګې ټاکنو نوماندانو ته خبرداری ورکړ

توسط - کابل ښاروالۍ د ولسي جرګې ټاکنو نوماندانو ته خبرداری ورکړ

د کابل ښاروالي وايي، په غير مجازو سيمو کې د ولسي جرګې د نوماندانو له لوري د انځورونو لګول سرغړونه بلل کېږي او هغه به د ښاروالۍ د مسوولينو له لوري راټول شي. د کابل ښاروالۍ وياند جليل سلطاني کليد ته وويل، چې د دغه ادارې له لوري د انځور لګولو غير مجازې سيمې مشخصې شوې دي. د کابل ښاروالۍ وياند زياتوي، چې د ولسي...

slideshow, كورني خبرونه

عبدالله د اندونيزيا له جمهور رييس او مرسيتال جمهور رييس سره وکتل

توسط - عبدالله د اندونيزيا له جمهور رييس او مرسيتال جمهور رييس سره وکتل

د افغانستان اجرايه رييس عبدالله عبدالله په جاکارتا کې د اندونيزيا له جمهور رييس جوکو ويدودو سره کتلي دي او د افغانستان د سولې په اړه يې خبرې کړې دي. د اجرايه رياست وياند مجيب الرحمان رحيمي کليد ته وويل، د اندونيزيا جمهور رييس د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او ويلي دي چې هېواد به يې په دې برخه کې...

slideshow, كورني خبرونه

نن خليلزاد د افغانستان د سولې په اړه لس ورځنی سفر پيلوي

توسط - نن خليلزاد د افغانستان د سولې په اړه لس ورځنی سفر پيلوي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن د سولې خبرو ته د زمينې برابرولو په هدف خپل لس ورځنی سفر پيلوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، خليلزاد به هڅه وکړي چې د سولې د خبرو په تړاو د ښکېلو هېوادونو نظريات، وړانديزونه او ملاتړ خپل کړي. په خبرپاڼه کې...