توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو شپږمه لوبه به نن شپه د كابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ وشي.
دا لوبه به د كابل په وخت د شپې په اتو بجو او ۳۰ دقيقو د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيل شي.
كابل تر دې مخكې په خپلو ترسره كړو دوو لوبو كې يوه بايللې او...
توسط ISMAT MAYAR -
د انډونيزيا چارواكو تېره ورځ تاييد كړه، چې په دغه هېواد كې د وروستۍ زلزلې او سونامي له كبله د وژل شوو كسانو شمېر ۲۰۰۰ تنو ته رسېدلى دى.
دوى وايي، ډېرى قربانيانو په سولاويسي جزيره كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
په همدې حال كې د انډونيزيا د طبيعي پېښو د بورډ رئيس ويلم رمپګليلي ويلي، سلګونه كسان تراوسه هم تر چپه شوو...
توسط ISMAT MAYAR -
راپورونه وايي، چين په پاكستان ۴۸ بې پيلوټه الوتكې پلورلې دي.
دا لومړى ځل دى، چې د دغو هېوادونو ترمنځ دومره لويه پوځي معامله ترسره كېږي.
د پاكستان هوايي ځواك ويلي، د دې وينګ لونګ ډوله بې پيلوټه الوتكو پېرودل د دغه هېواد د نظامي توان د پياوړتيا لپاره ډېر مهم دي.
ټاكل شوې له يادو الوتكو د ګټې اخيستنې د څرنګوالي په هدف چين يوه...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې او پخلاينې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په هېواد کې د سولې او امنيت پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، محب د سولې د ټينګښت لپاره د سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو...
توسط ISMAT MAYAR -
د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ ډله به له دې شورا سره په همغږۍ كار وكړي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري كليد ته وويل، د امريكا حكومت د افغانستان د حكومت او خلكو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه.
نوموړي زياته كړه، كابل ته د خليلزاد...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس د افغانستان د سولې پر پروسې د امريكا د تمركز هركلى كوي او هيله څرګندوي، چې دا فرصت په هېواد كې سولې ته د نېږدې كېدو زمينه برابره كړي.
عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېر ماښام په ارګ كې...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي يووالي حكومت د ولسي جرګې ټاكنو د مخنيوي په اړه د وسله والو طالبانو د خبرداري په غبرګون كې وايي، ټاكنې يو حتمي او قطعي امر دى او هېوادوال يې ملاتړ كوي.
طالبانو نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبردارى وركړى، چې د ولسي جرګې ټاكنو مخه به ونيسي او دا پروسه به ناكامه كړي.
خو د اجرائيه رياست مرستيال وياند امېد...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار په مركز جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ نن سهار خلكو ته د ويزو وركړه بېرته پيل كړه.
که څه هم د بهرنيو چارو وزارت د استازو او د يادې كونسلګرۍ د مسوولينو ترمنځ هوکړه شوې وه، چې د يکشنبې په ورځ به كونسلګري پرانيستل شي، خو د يو لړ ستونزو له كبله په دې ورځ د ويزو ورکړه پيل نه شوه.
د...
توسط ISMAT MAYAR -
د ننګرهار استيناف محکمې تېره ورځ د يوې علني غونډې په ترڅ کې، چې د ښاري محکمې د رئيس قضاوتمند ضياء الحق ضياء په مشرۍ او د نظامي ابتدائيه ديوان د رئيس قضاوتيار تورن ګلبدين نصرتيار او قضاوتمند سميع الله صدري په غړيتوب ترسره شوه، د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پخوانى مشر بلال پاچا په شپږ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
د...
توسط ISMAT MAYAR -
د کونړ امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک دره کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د بريد له كبله پنځه داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د كونړ د امنيه قوماندانۍ وياند فريد دهقان کليد ته وويل، په دغه ولايت كې د روانو تصفيوي عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د يادې درې...