توسط ISMAT MAYAR -
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، يو شمېر نوماندانو په ټاکنيزو مبارزو کې له ټاکل شوي حد ډېرې پيسې مصرف کړې دي.
د ټاکنو کمېسيون د رسنيو کمېټې مرستيال نورولي خپلواک وايي، په ټاکنيزو مبارزو کې د پيسو د لګولو ټاکل شوی حد له ۸ سوه زره افغانيو تر ۲ اعشاريه ۳ ميليونه افغانيو پورې دی.
دی زياتوي، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې يو شمېر...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهوررئيس محمد اشرف غني وايي، د ټاکنو لپاره ټول تخنيکي شرايط برابر شوي دي.
غني چې تېر ماښام يې د هېواد د ۳۴ ولايتونو دفاعي، امنيتي او سيمهييزو مسوولينو سره په توحيد ملي مرکز کې د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې کولې وويل، د ټاکنو پروسې برياليتوب د دوی لومړيتوب دی او دغه راز، هېڅ ملکي او نظامي شخص په ټاکنو کې د لاسوهنې...
توسط ISMAT MAYAR -
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، دغه سازمان د افغان جګړې د خصوصي کېدو هېڅ ډول پلان نه لري او په دې برخه کې د جمهور رئيس غني او افغان حکومت د هغه دريځ ملاتړ کوي، چې د جګړې د خصوصي کېدو مخالفت يې کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې پرون په، مزار شريف ښار کې خبري غونډې ته وکړې.
د ناټو ملکي استازي...
توسط ISMAT MAYAR -
په هلمند كې ځانمرګي بريد د ولسي جرګې د يوه كانديد په ګډون ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا بريد نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د مركز لښكرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ولسي جرګې د كانديد صالح محمد اڅکزي پر دفتر شوى دى.
سرچينې زياته كړې، په...
توسط ISMAT MAYAR -
د هرات په ګذرې ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو په خپلمنځي جګړه كې د دې ډلې ۲۵ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، د هېواد په لوېديځه حوزه كې د طالب قوماندان عبدالمنان نيازي يو شمېر پلويانو د يادې ولسوالۍ په پيرخوله سيمه كې د طالبانو د سرې قطعې له وسله والو...
توسط ISMAT MAYAR -
په هرات كې د اداري فساد په تور شپږ كسان نيول شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، په دې كسانو كې د ښاروالۍ او ټرانسپورټ رياستونو كاركوونكي او درې تنه د خوراكي توكو واردوونكي شامل دي، چې د ملي امنيت ځواكونو له لوري ونيول شول.
د هغه په خبره، تر دا مهاله د يادو كسانو لخوا د شوي...
توسط ISMAT MAYAR -
د غور ولايت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ كې د يوه مسافر وړونكي موټر د چپه كېدو په پېښه كې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، دا پېښه د دوشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې يو مسافر وړونكى فلاينكوچ ډوله موټر له ګرماب كلي سرجنګل ته روان و.
د ده په وينا، په دې...
توسط ISMAT MAYAR -
وسله والو طالبانو د غزني په ده يك ولسوالۍ كې د ملي اردو پر يوه كمپ د بريد په ترڅ كې پنځو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا بريد تېره شپه له درنو وسلو په استفادې شوى، چې له كبله يې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او څلور...
توسط ISMAT MAYAR -
د ميدان وردګ ولايتي چارواكي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولايت په مربوطاتو كې د يوه پلچك په الوځولو سره د كابل – كندهار لويه لار د باروړونكو موټرونو پرمخ تړلې ده.
د والي وياند عبدالرحمان منګل كليد ته وويل، طالبانو د سړك په منځ كې يو شمېر باروړونكي موټرونه درولي او د هغو كليانې يې له ځانونو سره وړي، چې دا كار...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو په دوهمه لوبه كې تېر ماښام د ميوند اتلان لوبډلې د عقابان هندوكش لوبډلې ته د صفر په مقابل كې په دوو ګولونو ماتې وركړه.
ټاكل شوې نن ماښام پنځه بجې او ۳۰ دقيقې د سپين غر بازان او اباسين څپې لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو...